رسیدن به آسمایی:  01.12.2010 ؛ نشر در آسمایی: 02.12.2010

 

د فاروق فردا  درې شعرونه

 

     سوځېدلی باور

 

شاله چې نور،

کروندې ستونی د باران په څاڅکو نه لندوي

د کنګلونو پر مخ،

ستا پر وعدو دي سوځېدلي د فصلونو باور.

 

***

       د سېوری دایره

 

په شنو وږمو لښکر د ورېځو لګولې ولکه

             لمر هم ډارېږي او د غره له سره سر نه باسي

ځنګل ترور دی لټوي خپله دایره د سیوري

او د لمرونو  څاڅکو څاڅکو پسې سا ورکوي.

 

***

          وطنه

 

په هغه ورځ کې چې پېدایې کړی ته

                        حالت د خدای څنګه وو

                                        درته یادېږي که نه؟

چې هره ورځ یې، د چا لښتو سره کنډ و کپر

او ماتوې تنده په اوښکو باندې.