تاریخ نشر در آسمایی : 06.08.2008

منبع : تاند

اجمل پسرلى

نجیب محفوظ او محظوظ

(جمیلیه) په قاهره کې د نجیب محفوظ د ګڼو کیسو مکان دی، په همدې مېنه کې په دولس سوه نویم لمریز کال دغه ستر کیسه لیکوال وزیږید او نژدې یوه پیړۍ یې په قاهرې کې تیره کړه. لکه څرنګه چې ذهنا د خپلوډیرو کیسو له کرکټرونو سره په قاهره کې پاتې شوی جسما یې هم په مصر کې حضور درلود. پنځه نوي کلن وچې یوځل پخوانۍ یوګسلاویا او بل ځل یمن ته دڅوشپوپه مخه ولاړ. په دیارلس سوه اووه شپیتم کال چې یې د نوبل جایزه وګټله لور یې سویدن ته دجایزې د اخیستلو لپاره  واستوله او خپله بیا هم په قاهره کې پاتې شو.

 

د نجیب محفوظ سکرتر الحاج بصري وایي کله چې مو نجیب محفوظ د نوبل د جایزې له ګټلو خبر کړ کټ کټ په خندا شو او ویې ویل له دې هیسته محفوظ مه راته وایاست محظوظ مې بولی یعنی نیکمرغه. دغه نیکمرغي په بدي واوښته. په مختلفو عربي هیوادو کې د ده پرضد مقالې ولیکل شوې. ځینو پخوانۍ کیسه رابرسیره کړه اوویې ویل، د نوبل د جایزې په ورکولو کې یهود لاس لري او نجیب محفوظ یې ځکه انتخاب کړچې ده د منځني ختیځ د سولې ملاتړ کړی و. د محفوظ د جایزې تراعلان لس کاله مخکې د مصر د ولسمشر انورالسادات او د اسراییل د لومړي وزیر مناخیم بګین تر منځ په کمپ دیوید کې دمنځني ختیځ دسولې تړون لاسلیک شوی و.یو شمیر کسان بیا تردې ورها خوا وخت ته ورغلل، د دیارلس سوه اته دیرشم لمریز کال خبره یې راپورته کړه، په دغه کال نجیب محفوظ ( اولاد حارتنا) یا زموږ دکوڅې کوچنیان ناول د الاهرام په ورځپاڼه کې یوه یوه برخه خپراوه او په دې ناول باندې یو شمیر ملایانو انتقاد وکړ چې شرعي مشکل لري، همهغه و چې د وخت ولسمشر جمال عبدالناصر په خپله امر وکړ چې دا ناول دې نور نه خپریږي. دغو اعتراضونو څو کاله ددغه کتاب خپریدل ځنډني کړل او بیا په دیارلس سوه څلورڅلویښتم کال په بیروت کې چاپ او خپورشو.

زموږ دکوڅې کوچنیان ناول کې دشروفساد، علم وجادو او خالق په اړه مسایل په فلسفي بڼه مطرح شوي دي.

 

کیسه داسې ده چې د الجبلاوي په نوم مشرخپل دوهم زوی(ادهم) ته وقف شوې شتمني سپاري یعني هغه دارایي چې ګټه یې په ولس ویشل کیږي.

دالجبلاوي مشرزوی(ادریس) خوابدی کیږي د ادهم پر واک اعتراض کوي او ادهم هم د الجبلاوي غاړې ته وراچوي. الجبلاوي ادهم له کوره شړي اوادریس هم کور پریږدي. ددې پیښو ترڅنګ د(قدري) په نامه دکورنۍ یوغړی وژل کیږي. قدري په الجبلاوي ګران وي.

 

له دغو واقعاتو وروسته ورځ بدیږي، لوږه ده ، زیاردی،زحمت دی او د ولس لپاره بیله شوې شتمنۍ هم سمه نه ویشل کیږي. ددغې ادارې نوي واکمنان له خلکو سره زیاتی کوي، یوه ته لږه بل ته ډیره برخه کوي.

الجبلاوي د(جبل) پاړوګر په نوم له یوه تن سره غږیږي او له دې خبرو وروسته بیا پرمختګ شروع کیږي،عدالت اومساوات راځي او دتیارو لمن نغښتل کیږي خو دانسانانو له خودخواهي سره بیرته ورځ ګرځي، هریو دځان ډیره دبل لږه غواړي او  لور دلور سره بدۍ کوي. په دې وخت کې د ( رفاعه) په نوم یو کس دمینې پیغام راوړي او ترمرګ مخکې هڅه کوي له اذهانو کرکه لرې کړي.

 

درفاعه ملاتړي دهغه خوږې خاطرې په یاد ساتي او د(قاسم) په نوم یوه تن ته دالجبلاوي یو خدمت ګار الهام کوي. قاسم چې په خپله شپون دی له الهامه وروسته خلکو ته دحق بلنه ورکوي.دده بلنه بریالۍ وي خو هیڅ ځای ناستی یې دا توان نه پیدا کوي چې پرپله یې رهي شي.

د (عرفه)جادوګر په نوم یو تن هڅې پیلوي چې د الجبلاوي رازکشف کړي خو

په څه یې سر نه خلاصیږي او مري. د( حنش) په نوم یو تن د عرفه مرګ ویروي او تښتي. خلک  د حنش بیا راستنیدو ته سترګه په لار دي او له دې سره زموږدکوڅې کوچنیان فلسفي ناول پای ته رسیږي. 

 

کله چې دغه ناول چاپیده یوشمیر ملایانو دا نیوکه پرې کوله چې نجیب محفوظ کیسه په سیمبولیک ډول دخدای پاک او مخلوقاتو په رابطې لیکلې ده. اعتراض کوونکي وایي چې جبل پاړوګر داسې څوک دی لکه موسی علیه السلام ته چې خدای پاک خطاب کاوه ، رفاعه له عیسې علیه السلام سره تشبیهه شوی دی او په دې ډول ناول دخدای پاک په عدل او واک کښل شوی دی.دبحرین لیکوال، عبدالله خلیفة هم په دې نظر دی چې ، زموږ دکوڅې کوچنیان ، ناول دخدای پاک او مخلوقاتو په رابطې لیکل شوی دی. ښاغلی خلیفه څرګندوي چې د الجبلاوي له لوی کور څخه مطلب اسمان دی او نجیب محفوظ دغه کور داسې انځوروي چې دکوڅې په سرکې ترنورو کورو لوړاو شاته یې دښته پرته ده. دبحریني لیکوال په اند دغه انځور دا واضح کوي چې دا اسمان دی. د ښاغلي خلیفة په وینا د الجبلاوي کلمه هم له جبل یعني غره څخه اخیستل شوې ده چې په زړو الهي مفاهیمو کې د اله مانا شیندي. ددغه لیکوال په نظر د ادهم او ادریس شخړه هم د ادم علیه السلام او شیطان مخالفت ته ورته ده.

 

دنوبل دجایزې له ګټلو وروسته په نجیب محفوظ باندې نیوکې دومره ډیرې شوې چې  دجایزې په پنځم کال دقاهرې په لمنو کې  په چاقو ووهل شواو داسې ټپي شوچې دوه کاله یې قلم په  ګوتو نه شوای تکیه کولای. ددې ټپونو اغیزنجیب محفوظ ترمرګه احساساوه او  ددوه زره شپږم میلادی کال داګست تر دیرشمې چې یې دقاهرې په یوه روغتون کې ساه ختله یو لاس لا شل غوندې و.

 

نجیب محفوظ له ټپي کیدو وروسته خپل شخصي کارونه الحاج بصري ته وسپارل. ښاغلی بصري په خپلو خپروشویو یاداشتونو کې لیکي، اته بجې به نجیب محفوظ په قاهره کې د( التحریرمیدان) ته ورته بیا به د (الاهرام) ورځپاڼې دفتر ته راغی، اخبارونه به یې ترتخرګ لاندې ول، که څه هم په دفتر کې به دده د میز پر سره کوټه ورځپاڼې پرتې وې خو ده به خپل عادت کاوه خپله به یې اخبارونه راوړل. بصري وایي په دفتر کې به نجیب محفوظ بسم اله کړه او مابه اخبارلوستل ورته پیل کړل چې هره مقاله به خلاصیده ده به بیا بلې مقالې ته بسم اله تیره کړه حتی سپورتي خبرونه به یې راباندې په لوړ غږ لوستل. بصري بیا وایي، نجیب محفوظ به له زخمي کیدو وروسته په لومړیوکلونو کې  د  ادبي لیکنودلوستو پرمهال خپله شفاهي تبصره کوله خو بیا زهیرشومابه ورځپاڼې ورته لوستې او دی به غلی راته ناست و. ښاغلی بصري لیکي،مانجیب محفوظ کلونه کلونه داسې ونه لید چې خپل میز ته مخامخ ناست وي یوه ورځ مې وپوښت، استاده څرنګه میز ته مخامخ نه کښینې؟ ده راته وویل، یو وخت به دلته توفیق حکیم ناست و شرمیږم چې میز ته نیغ کښینم هغه ته بې احترامي ونه شي.

 

یو شمیر عرب کره کتونکي په دې باور دي چې نجیب محفوظ ته ناول لیکنه له توفیق حکیمه په میراث رسیدلې ده خو نجیب محفوظ دغه ترلاسه کړی سوغات په خپل حال پرې نه ښود، له اروپا او امریکا څخه مصر ته ورسیدلي داستاني چوکاټ ته یې مصري رنګ ورکړ او خبره یې تر دې ورسوله چې په عربي ادبیاتو کې دنوبل نړیواله لومړۍ جایزه خپله کړي اما دنوبل جایزې دی مغروره نه کړ د الاهرام ورځپاڼې د نوبل دجایزې له اعلان وروسته مرکه ورسره وکړه او پوښتنه یې وکړه چې تاسو دسویدن کمیټې ته څه پیغام لرﺉ؟ ده په ځواب کې وویل(( هغو کسانو چې عربي ادبیات ورپه یاد کړي دي او زه یې انتخاب کړی یم منندوی یې یم که څه هم یوازې زه ددې جایزې وړ نه یم))

 

نجیب محفوظ به ټوکې ډیرې کولې د نوبل له جایزې وروسته چې کله ترې الاهرام ورځپاڼې سوال وکړچې ښاغلي نوبل ته پیغام استوﺉ؟ ده وخندل او ویې ویل، د هغه  په اروا به د(فاتحة) سوره ولولم.

 

د نوبل تر جایزې مخکې د نجیب محفوظ ادبي کارونه ډیر ول، وروسته سپین ږیریتوب دکار وس ترې واخیست خو بیا هم ده خپله هڅه کوله.په نولس سوه اووه نویم میلادي کال فرانسوی فیلسوف( ژارودې) قاهرې ته ورغی. ژارودي لیکي، له نجیب محفوظه مې پوښتنه وکړه چې څرنګه یې؟ ده راته وویل اوس قلم په لاس کې تکیه کولای شم اوخپل نوم لیکم.

 

نجیب محفوظ په خپل ژوند کې تر پنځوس ډیر اثار ولیکل. لیکل یې له ولس کلنۍ پیل کړل. دده لیکنې کیدای شي چې په پنځو مرحلو وویشل شي :

۱- تاریخي او واقعي رومانسي مرحله، په دغې دورې کې د عبث الاقدار، رادوبیس، کفاح طیبة په نامه ناولونه یادیدلای شي.   ۱۹۳۸-۱۹۳۵

۲- اجتماعي واقعي مرحله، په دې دورې کې د زقاق المدق، بدایة والنهایة، السراب، الجدیدة او یو شمیر نور کتابونه شامل دي. ۱۹۵۲-۱۹۳۹

 ۳- واقعي فلسفي دوره ، ددې مرحلې په لیکنو کې ،اللص والکلاب، السمان والخریف، اولاد حارتنا ناولونه حسابیږي ۱۹۵۲-۱۹۶۵

۴- له اجتماعي پیښو سره اخښلې فلسفه، ثرثرة فوق النیل او میرامار ناولونه ددې مرحلې محصول ګڼل کیږی . ۱۹۶۷-۱۹۶۵

۵- دعقلي مکالمو مرحله، خمارة القط الاسود ددغې دورې ناول ګڼل کیږي او له  نولس سوه اته شپیتم کال وروسته کلونه رانغاړي. 

 

نجیب محفوظ په خپله بیا دخپلو لیکنو دویش په اړه وایي، کله چې دژوند په کاروبار بوخت وم ښه لاره راته ریالیسم ښکاریده، په دغو لیکنو کې مې جزییاتو ته توجه کوله، هم د چاپیریال په برخه کې او هم دکرکټرونو په باب. محفوظ بیا وایي، په دې لیکنو کې فکر په غیر مستقیم ډول دجزییاتو له تشریح نشات کړی دی خو کله چې فکر پیل شو او یوه زمانه یې زه مصروف کړم بیا مې په لیکنو کې نه چاپیریال او نه هم پیښې هدف وې. کرکټر په سیمبول بدل شو او چاپیریال ډیر د تیاتر سینګار ته ورته شو. دغه وخت مې پیښې د یوه ناول د اصلي مفکورې لپاره انتخابولې. محفوظ بیا وایي، دلته مهمه دا وه چې فکر په خپله ځان پرواقعت تحمیل کړي.په لیکنه کې دغه بدلون نجیب محفوظ داسې تشریح کوي چې په لومړۍ دورې کې ناول ژوند ته ارزښت ورکاوه ، په دوهمې کې ژوند په خپله په ستونزې بدل شوی دی او په دې حالت کې انسان ځانګړی کرکټر نه دی بلکه صرف یو انسان دی او رښتونی شخصیت نه دی چې له نورو انسانانو سره خاص توپیرلري همدغه دی چې تفصیلات له منځه ځی.  دجزییاتو په برخه کې نجیب محفوظ داهم وایي چې کله انسان د خپل برخلیک په وړاندې ودریږي نو د جزییاتو اهمیت په خپله کمیږي. نجیب محفوظ په دې برخه کې د(زموږ د کوڅې کوچنیان) ناول مثال ورکوي او وایي سره له دې چې د ټولو انسانانو له تاریخه غږیږي بیا هم دومره پنډ نه دی لکه( بین القصرین) ناول.

 ( ملحمة الحرافیش) یا (دپایلوچانو حماسه) ناول هم دنجیب محفوظ ددوهمې دورې له لیکنو ګڼل کیږي، دغه ناول زموږ دکوڅې کوچنیان په څیر فلسفي دی .

 

دپایلوچانو حماسه ناول د یوې کورنۍ دڅو نسلونو نکل دی چې په یوې خواره سیمه کې اوسي. دلته یوه خانقاه ده، کله ناکله دهغې له لوړو زړو دیوالونو د درویشانو د سماع غږ اوریدل کیږي. دسیمې خلک نه پوهیږي چې صوفیان څه وایي.

دناول اتلان (اشورالنقي) زوی یې (شمس الدین) او لمسی یې( سلیمان) چې کله ستړي او خوابدي شي دخانقاه دوره شاته د یوې زړې ونې لاندې سرپه زنګنو ږدي او دصوفیانو سماع ته غوږ ږدي.

 

په ناول کې له پیله تر پایه دنجیب محفوظ دنورو کیسو په څیرسخت ټکرونه دي دسیمې دخلکو دمینې کیسه او دڅو نسلونو د انسانانو هیلې په دې لیکنې کې انځورشوې دي.ما ددې ناول خلاصه په پوهنتون کې لوستې وه هغه وخت مې فکر کاوه چې نجیب محفوظ کرکټرونه د قضا او قدر په ځنځیرونو تړلي دي خو کله چې  مې دغه ناول بشپړ ولوست، دکیسې پیښو ته ځیرشوم، داتلانو او واقعت ترمنځ انډول پکې ساتل شوی دی او کرکټرونه په زوره د نابودۍ لور ته نه بیول کیږي. پیښې او دکرکټرونو ذهني،جسمي او اجتماعي افعال دوی له هستۍ نیستۍ ته بیایي،  دغه کرکټرونه له یوه نسله په بل بدلیږي او خپل غمونه یې دې ته هم نه پریږدي چې دخانقاه د درویشانوپه ترنم زړونه هوسا کړي.

دناول تر ورستیو نه څرګندیږي چې درویشان څوک دي؟! دکوم ځای دي؟ په کومه ژبه سندرې وایي؟ خو دناول په

 ورستیو کې دکیسې اتل ( اشور) او دهغه لمسی دواده په

شپه د نڅا او سندرو محفل پریږدي، دخانقاه ددیوال بیخ ته ځي، کله چې داسمان ستوریو ته ګوري یوعجیب سکون احساسوي، نور یې په رګونو کې وړانګې غځوي او ددوی له زړونو دنړۍ کرکه لرې کیږي. مځکه، زمان او نړۍ ټول دسپوږمۍ په شغلوکې لامبي.

 

درویش اشور ته راځي ورپه غوږ کیږي او ورته وایي(( دف اونی تیارکړﺉ سبا ته زموږ پیر له خانقاه وځي ...کوچنیانو ته یې خواږه توت اخیستي...))

 

اشور حیرانیږي، دستوریو په سیند کې لاهو کیږي او ددرویشانو بزم یې ورسره اخلي نیم ویش نیم ویده وي نه غواړي چې له دې حاله راووځي. ریږدي د زړه له تله اوري(( زړه کرار کړه! دا  دروازه به یوه ورځ هغوی ته پرانیستل شي چې دکوچنیانو معصومیت او د فرشتو مینه لري، ور به پرانیستل شي...)).

 

فلسفې د نجیب محفوظ کیسو ته له پوهنتونه لاره کړې ده، ده له دیارلس سوه نهمه تردیارلس سوه دیارلسمه د قاهرې په پوهنتون کې فلسفه لوستې ده.ایا فلسفي مسایل له کیسو بیل ښه نه شي څیړل کیدای؟ نجیب محفوظ وایي(( ناول دیوه هنري چوکاټ په توګه خورا پراخه لمن لري، کیدای شي چې مخکني ټول هنري ژانرونه راونغاړي لکه تیاتر، شعراو حماسه ورجذب کړي، همداراز کولای شي پراطناب تکیه وکړي یا ډراماتیک چوکاټ خپل کړي، کیدای شي مکالمې ته لومړیتوب ورکړي یا له ژونده وغږیږي. تر دې ورهاخوا کیدای شي په ناول کې اوږده او پیچلي بحثونه وړاندې کړو داسې څه چې په تیاتر کې یې کله هم نه شو ځایولای لکه د توماس مان په ناول(دجادوغر) کې چې یې لولو یا لکه هغه بحثونه چې پروست یې د( له لاسه تللې زمانې په لټه) ناول کې وړاندې کوي، دغه اوږده بحثونه دفلسفې او هنر مربوط دي ،کیدای شي چې له ناوله یې بیل هم په یوه کتاب کې راواخلو))  دنجیب محفوظ فلسفي لیکنې، رمانتیکې لیکنې ، ټولنیزې کیسې ،تاریخي کیسې، ټولې کیسې په نړۍ کې ستایل شوې دي  اوګڼو لوستونکو خوښې کړي دي. یو شمیر کره کتونکي په نړیواله سطحه د نجیب محفوظ دکیسو د خوښیدو علت دا ښیي چې ده ختیځواله کیسه د لویدیځوالو د ناولونو په تجربو کې راګیره کړه نو لر او بریې لوستونکي وموندل. که څه هم نجیب محفوظ په ډیرو کیسو کې له قاهرې نه دی وتلی خو د کیسو په نړۍ کې له لویه سره دا خبره کیږي چې هره هغه پیښه چې هنري لیکل شوې وي، له تخنیکي اصولو سره سمه لیکل شوي وي چې هرڅومره سیمه ییزه هم وي نړیواله کیږي.

 

نړیوال د نجیب محفوظ له کیسو سره دژباړې له لارې اشنا شول. ویل کیږي دده کیسې دنوبل دجایزې تر ګټلو مخکې په څو دیرشو ژبو ژباړل شوې وې خو په خپله اکثرو مصریانو او نوروعربانو نجیب محفوظ دسینما له لارې پیژندلی دی. بحرنی لیکوال عبدالله خلیفة چې دنجیب محفوظ دکیسوپرمحتوا یې نیوکه کړې ده او پنډ کتاب یې پرې لیکلی د خپل کتاب په مقدمې کې لیکي(( لومړی ورو ورو نجیب محفوظ ما دسینما له لارې پیژانده او داسې مې انګیرله چې دده ناولونه به هم د احسان عبدالقدوس، یوسف السباعي او طه حسین دکیسو غوندې بې خونده وي...)) د محفوظ ځیني کیسې لکه زموږدکوڅې کوچنیان او دپایلوچانو حماسه فلسفي رنګ لري په نورو ګڼو کیسو کې یې هم د کرکټر نفسیاتي اړخ ډیر ژور انځور کړی دی او د امریکایی معاصرې لیکوالې (لین شارون شواردټز) په وینا ښې کیسې دکرکټرونو روحي حالت دقیق انځوروي همدا علت دی چې له ښو داستانونو ښه فلمونه نه شي جوړیدای او دا ځکه چې په فلم کې فزیکي حرکات ډیر نقش لري. اما دنجیب محفوظ دکیسوفلمونه له لویه سره عربان خوښوي نو رازیې څه دی؟ ښایي دوه عمده علته ولري، یوخو دنجیب محفوظ په کیسو کې سخت ټکرونه دي یووژل کیږي ،بل تښتي، بل ځان وژني،بل موټرټکروي،بل ویرې اخیستی....

 

دوهم علت یې دا کیدای شي چې دهیڅ عرب لیکوال په کیسو کې مکان دومره ډیر نه دې مطرح شوی لکه دنجیب محفوظ په کیسو کې چې یاد شوی، نوپه فلمونو کې دده مکان ښه تصویریدای شي ،خو سره له دې چې دده مکان یوازې مصردی او خصوصا قاهره اما دغه مکان داسې انځورشوی چې ډیر کله مې دده دکیسو دلوستوپرمهال فکرکړی دی چې په لیدلې سیمه کې یم. د(پیښه) کیسه چې ما لومړی ځل لوسته په پیل کې یې دپیښور قصه خوانۍ زما سترګو ته ودروله .پردې کیسې وروسته بحث شوی دی. دنجیب محفوظ دپوهنتون ترکلونو وړاندې یعنی دپیل په لیکنو کې هم مکان ته پاملرنه ډیره شوې ده خو له دیرشمې لمریزې لسیزې راوروسته مکانونه یې یوه عرب ناقد له لمرسره تشبیه کړي دي چې هیڅ مکان او زمان یې له وړانګو بې برخې کیږي نه.

 

نجیب محفوظ چې کله دقاهرې له پوهنتونه فارغ شوپه همدغه پوهنتون کې یې اداري کارپیل کړ، دموقوفاتو په وزارت کې یې کار وکړ، دهنردادارې دسانسورمدیرشو، دسینما دملاتړ دادارې رییس شو او بیا داطلاعاتو دوزیرسلاکارشو. دی وایي(( په ورسته پاتې هیوادو کې هرلیکوال او هنرمند ترهر تخلیق مخکې دډوډۍ لپاره کارته ضرورت لري)).

_ - - - -- - - - - - - - - - --- ------------------- 

ماخذونه:

۱- اولادحارتنا،ناول، ۱۹۶۵ بیروت ،نجیب محفوظ

۲- ملحمة الحرافیش،ناول،قاهرة-نجیب محفوظ۱۹۸۴

۳- نجیب محفوظ من الروایة التاریخیة الی الروایة الفلسفیة،عبدالله خلیفة،بیروت ۲۰۰۷

۴- دالحاج بصري خپاره کړي یاداشتونه په انټرنټ کې

۵-العناصرالقصصیة في روایة الشحاذ لنجیب محفوظ،حمید اکبري، قاهرة۲۰۰۶

6-Schwartz, Lynne Sharon; Remembrance of Tense past; 1993