رسیدن به آسمایی : 11.10.2008؛ تاریخ نشر در آسمایی : 11.10.2008  

 

 

 

دپیژندل شوی لیکوال ښاغلی ډاکټرصبورالله سیاه سنګ دزیږیدوپنځوسمه کلیزه

 

په بلجیم کی دافغانانودکلتوری بهیر دمبارکۍ پیغام

 

دااونۍ دهیواددپیژندل شوی لیکوال اوڅیړونکی ښاغلی ډاکټرصبورالله سیاه سنګ دزیږیدودپنځوسمې کلیزې سره برابره ده

په همدې اړوند په بلجیم کی دافغانانو کلتوری بهیر له یوی خوا پخپله ښاغلی سیاه سنګ اوددوی آغلې کورنۍ اوله بلې خوا دقلم مینه والو ته مبارکۍ وایی.

ښاغلۍ ډاکټر سیاه سنګ یوله هغودرنولیکوالوڅخه دی چه زموږله کلتوری ټولنې سره ډیری ښی اړیکی لری اوموږ یی تل په خپلو نېکو مشورواووړاندیزونو نازولی یو. که څه هم په یویزه توګه زموږدټولنې ځینوغړوله نوموړی سره له پخواپیژندګلوی درلوده، خوپه ټولیزه توګه ټولنې ته دا پیژندګلوی هغه وخت ورپه برخه شوه کله چه په بلجیم کی دافغانانو کلتوری بهیردارواښاداسحاق ننګیال دزوند پنځوسم کال ونمانځه. دې غونډې ته دنورودرنولیکوالو،شاعرانو،فرهنګیانو اوفرهنګپالو تر څنګ ښاغلی سیاه سنګ ته هم بلنه ورکړل شوې وه.او له نېکه مرغه چه زموږګران سیاه سنګ دا بلنه دخپلوبوختیاوو سره سره په خوښۍ ومنله او پدې پرتمینې غونډې کې یی نه یوازی چه ګډون یی وکړ بلکه یوه په زړه پورې مقاله یی هم ولوسته. پدې مقاله کې نوموړی دارواښاد ننګیال دژوند اوخاطروداسی یو انځور وړاندې کړ چه ځينی برخې یی نوې وې اولاتراوسه چا اوریدلې او لیدلې نه وې. چه بیاوروسته همدغه برخه دډالۍ په توګه زموږټولنې ته ډالۍ شوه.بل وار کله چه تېرکال موغوښتل دارواښادملنګ جان د پنځوسم تلین یادغونډه جوړه کړو ، نو له ده موهیله وکړه چه پکې برخه واخلی. نودوی هم په ډیره مینه دارواښادملنګ جان په هکله یوه په زړه پورې څړنیزه ـ معلوماتی لیکنه راولیږله. پدې لیکنه کې ښاغلی سیاه سنګ دارواښاد ملنګ جان په هکله داسی نوی معلومات ورکړل چه لاتراوسه دهیوادپه رسنیوکې چاپ شوی نه وو.لنډه داچه دداړوغونډو برخه وال اوګران افغانان پدې پوه شوی چه ګران سیاه سنګ څومره په پښتوادب مین اوددې ادب دبڼ دګلانو او ملیارانو په قدر پوه اونوروافغانانو ته دهغوی په ورپېژندلوکې څومره ژمن دی او په څومره مینه او اخلاص ورته کارکوی.

کران سیاه سنګ که څه هم په پښتو لیکنې نه کوی، خودپښتو ادب اوتاریخ په راسپړلواونوروته دهغوپه ورپېژندلوکې نه هیرودونکې ونډه لری.

کران سیاه سنګ که څه هم په جلاوطنۍ کې ژوندکوی ، خوپه لیکنواوآثاروکې داسې بریښی چه دوطن په خوږه غېږکې پروت اودردونه یی بیانوی.

ګران سیاه سنګ که څه هم په زړه کې دافغانی مینې خزانې لری، خودافغانانوددښمنانوسره نه پخلا توب یی ددې خزانې لویه برخه ده. 

کران سیاه سنګ که څه هم بې کینې او بې ریا دی ، خودکینه ورواوریاکارانوپه رسواکولواودهغود توطیوپه بربنډولوکې دیوافغانی چوپړپه توګه لوی لاس لری.

 

په بلجیم کې دافغانانوکلتوری بهیرمشرتابه جرګه دلوی خدای له درباره ښاغلی سیاه سنګ ته داوږدعمر،ښې روغتیااودژوندپه ټولوبرخوکې دبریوغوښتنه کوی.

په پای کې دښاغلی ډاکټر صبورالله سیاه سنګ دږیږېدوبختوره کلیزه دې یوځل نوره ټولو رښتینو، په هیوادمینوافغانانو،فرهنګیانواوفرهنګپالوته نېکمرغه وی.

ګران اوزموږزړوته رانږدی سیاه سنګ : په قلم اوهوډ دې برکت شه.

 

   په پښتنی اوافغانی مینه او درنښت

په بلجیم هیواد کې دافغانانودکلتوری بهیر

مشرتابه جرګې په استازیتوب

پوهنیار سیدحضرت

بروسل ښارـ بلجیم