په دې وروستيو كې د افغانستان لوى څارنوال، په هېواد كې د شته درغليو او اداري فساد پرضد مبارزه پيل كړه.
لوى څآرنوال لومړى خپل كار د افغانستان له شمالي ولايتونو پيل، په ختيځو راتاؤ او جنوبي ولايتونو ته را ورسيد، په مزارشريف كې د خپل كار په اوږدو كې د ځينو ستونمو له امله يې خپلې مشورې له ښاغلي ولسمشر كرزي سره ګډې كړې، خو له بده مرغه چې بيا هم بريالى نه شو، خو خپل كار ته يې د معمول په څېر دوام وركړ.
ښاغلي څارنوال د خپل كار لړ تر خوست ولايت او وروسته بيا تر پكتيا ولايت پورې را ورساوه. كه څه هم ثابت د يوې سپېڅلې دندې سرته رسوونكى دى، خو بيا هم د تلې سر ته ګوري او داسې كسان چې د داداري فساد بنسټ اېښودونكي وو، تر اوسه هم په چوكۍ ناست او خپله دنده سرته رسوي او هغه اشخاص چې يا خو د كومې لويې چوكۍ څښتنان نه وو او يا يې تر شا، هغه د چا خبره ((د څپلۍ كښ نه ؤ)) د زندان د پنجرو شاته كېنول شول.
په افغانستان كې له تېرو دريو لسيزو راهيسې دا كار دود ګرځيدلى، چې هغه كسان چجې بډې اخلي، يا په قاچاق كې لاس لري، نو څوك ورته چپ هم نه شي كتلى او هغه څوك چې د هغوى پاتې شوني خوري، نېول كيږي.
د دغه كار څو لاملونه شپته، چې زه به يې د بېلګې په توګه وړاندې كړم:
۱- هغه كسان چې بډې اخلي او يا په قاچاق كې لاس لري، تر شا هغه ځواك لري، چې په هغه وخت كې د دغه غمځپلي هېواد مشري پرغاړه لري.


۲- هغه قاچاق وړونكي، يا بډې اخېستونكي چې د څآرنوالانو له نېوكې خلاص پاتې شول، په همدې كار كې خپله څارنوال حصه لري.
او هغه څوك چې نېول كيږي او زنداني كيږي، هغه هم ځينې بېلګې لري:


۱- څارونكې د خپلې دندې له مخې په نيول كيدونكو كسانو خپل فعاليت ښيي.
۲- دومره بډې يې نه وي اخيستي چې، دې بل ته حصه پكې وركړي، ځكه دى خپله پاتې شونى خوړى وي.
نو دا به زما پر اند د افغانستان د جوړښت، يا پرمختګ لاره نه وي، بلكې افغانستان به بيا هم د تورتم څكه وكړي.
په ادارو كې د اصلاحاتو راوستلو يوازې دا لار نه ده، په افغانستان كې پېنځه كاله وشو، چې همدا د اصلاحاتو خبره كيږي، خو كه كومه مثبته پايله يې ونه لرله، د كار اهل كار خبره خو بيخي د صابون په شان ښويه شوه، همدا پېنځه كاله كار اهل كار ته ونه سپارل شو، كه دا پړه په هېواد مېشتو خلكو ور واچوو، چې د دوى د تعليم كچه ټيټه ده، نو اوس خو مو له بهره هم د كار خلك راوستل او په كار وګمارل شول، خو پايله مې ترمخكې هم خرابه شوه. اداري فساد دې لومړى له مركزه ورك شي، ځكه پيل يې له مركزه شوى، اصلاحات دې اول له هغو كسانو پيل شي، چې د كونډې او يتيم په پيسو يې لنډكروزر اخېستي او كونډې يتيمان يې تر اوسه په كنډوالو كې له څادرګي لاندې ژمى او اوړى تېروي، هغو ته دې پام واړول شي.
لوى څارنوال دې لومړى دې ټكي ته پام وكړيو ]ې هغه كسان چې اوس په لنډكروزرونو كې ناست دي، هغه كسان دي چې د همدغو كونډو- يتيمانو ميړونه، پلارونه يې د جهاد او شهادت په نوم هڅول او د خپلې پالېسۍ قرباني يې كړل.
عبدالجبار ثابت دې تر ټولو د مخه پ دولتي چوكاټ كې د وړو او ناوړو خلكو ترمېنځ توپير ته پام وكړي، چې يو مطلق نالوستى په درې سوه ډالره معاش ګمارل شوى او يو ډېپلوم لرونكى انجنير په بازارونو كې كراچي چلوي او پياز- كچالو خرڅوي.


ښاغلى ثابت كه رېښتيا څآرنه كوي، نو تر ټولو ترمخه دې په ادارو كې د ريسانو هغه كار ته پام وكړي، چجې څوك د كار وړ وي او كه نه وي، نو كه د ريس خپل وي، په اداره كې په كار ګمارل كيږي او بډې اخېستلو ته لا يو مټ شي او ښه په بر يالېتوب يې كار روان دى. (مهجور زرمتى)


(د فولكلور لړۍ)
لويه پكتتيا له زياتو قومونو څخه جوړه شوې او د تاريخ په اوږدو كې زياتره فيصلې په همدغو نرخونو سره كيدې او د هر قوم نرخ تر ډېره حده په كلياتو كې سره يو شان او په جزياتو كې توپير سره درلود.
د وخت په تېريدو نرخونه هم تر يوه حده بدل شوي، چې لامل يې اقتصادي پياوړتيا، د ژبې چلونې مهارت او د پخوانيو متينو خلكو چې د ژبې او قول ارزښت ورسره زيات ؤ، له مېنځه تلل.
د خوست د سيمې قومونه لكه: تڼي، منګل او ځدراڼ چې كوم نرخ لري، په هغه كې د ځدراڼو قوم نرخ د لوړو معيارونو لرونكى دى.
(آلمره) يو كلى دى، چې تقريباً د ځدراڼو د ټولو قومونو خلك او پښې پكې شته او د نادرشاه كوټ په ولسوالۍ پورې اړه لري. دوى د سپينې خولې ځدراڼو په نوم هم ياديږي.
د آلمرې ځدراڼ چې كوم نرخه درته ووايي، په هغه كې هېڅ ډول ټګي برګي نه وي، سپين او رېښتوني وي او دا نرخ د خوست په سيمه كې په اوله درجه كې مقام لري.


د رواياتو مطابق نرخونه په سلګونو كاله سابقه لري او د شپانو ايجاد دى. زياتره وخت به جنګونه په چراګاوو او څړځايونو مېنځته راتلل، بالاخره به فيصله په سوله پاى ته رسيده او د راتلونكي له پاره به يې د يوه قانون او نرخ بڼه پيدا كړه، چې د وخت د شرايطو په اساس كوچېدنې او نقل مكان به څړځايونو ته كيده او آلمره هم په همدې اساس ايجاد شوه، چې له ځان سره يې د خپلو سيمو نرخونه راوړل، د ځدراڼو د ټولو درو نرخونو په يوه كلي ې د سالم، سپين، رېښتوني او پايدار نرخ اساس كېښود. (پتنګ)




پښتو ژبه او ورپېښ ګواښونه
(د زده كوونكي شمس الرحمان عارف رالېږنه)
پښتو هغه ژبه ده، چې كله افغاني لښكرې په ميوند كې د ماتې په حال كې وې، نږدې وه، چې دښمن برى بيامومي، نو په دې وخت كې د يوې پښتنې پېغلې (ملالې) له خولې څو داسې پښتو لنډۍ راووتې، چې د غازيانو وينه يې په جوش راوسته او د دښمن لښكرې يې دړې وړې كړې.
پښتو هغه ژبه ده، چې احمدشاه بابا په هند كې حوره او رحمان بابا پرې له خداى او رسول سره مينه څرګنده كړه. خو اوس نه هغه پښتانه شاهان شته او نه هغه ملنګان.
اوسمهالي پښتانه ډېر څه په لاس كې لري، خو له بده مرغه ، ډېر يې داسې دي چې په خپله مورنۍ ژبه پښتو يې وده نه لوريږي، په ځانګري ډول ځينو كابل مېشتو پښتنو خو خپله ژبه هېره كړې او په نورو ګړيږي.
زياتره پښتانه چارواكي د خبرو پرمهال د خپلې ژبې پرځاى په بله ژبه غږيږي.
همداراز زموږ كوز پښتانه وروڼه هم د انګريزۍ او اردو ژبو تر اغېزې لاندې دي او په خبرو كې يې زيات لغتونه د همغو ژبو وي.
په افغانستان كې به له يو شمېر پښتنو پرته داسې څوك پيدا نه شي، چې خپله مورنۍ ژبه يې نه وي زده او په نورو غږيږي.
د دولت له خوا هم پښتو ته پام نشته، په پښتني سيمو كې هم د دفتر ژبه پښتو نه ده، پښتنو ماشومانو ته په خپله ژبه ښوونځي نه جوړوي او د دولت په شمول ځيني خپلواكې رسنۍ هم په لوى لاس د افغانستان ملي ټرمينالوژي، چې د قانون له مخې په پښتو ده، تر پښو لاندې كيږي.
نو اې د ګوتو په شمار ويښو پښتنو !
كه غواړئ، چې په نړۍ كې د يوه قوم په توګه ژوندي پاتې شى، نو راځى، چې د خپلې مورنۍ او مرورې ژبې (پښتو) د ودې او حق ادا كولو له پاره په ګړندي عملي كار لاس پورې كړو او دا پتمنه ژبه له دې زنداني حالته راوباسو!.

کله چې علي�������������������������������������������������������������������������������������������������������������������������������حضرت امان الله خان واک ته ورسېد، د افغان او انګليس د دريمې جګړې له امله د ډيورنډ کرښه ماته شوه او افغان ځواکونه له پولې واوښتل او د هغې غاړې مېشت افغان ولس ورسره هم خپل ملاتړ څرګند کړ، خو له بده مرغه چې د دواړو هېوادونو تر مېنځ متارکه وشوه. ولې په ديپلوماسي ډګر کې کله چې د وخت شوروي اتحاد په ۱۹۱۹ کال د مارچ په مياشت کې د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژندله او په ۱۹۲۱ کې يې يو تړون لاسليک کړ. او همدا راز افغانستان له ترکيې سره هم د دوستۍ يو تړون لاسلیک کړ او يو شمېر لويديزو هېوادونو د افغانستان د يو رسمي پلاوي نه چې په سر کې يې محمد ولي خان ؤ، استقبال وکړ. بريتانيوي چارواکي دېته اړشول چې د سرهنري دابس SIR HANRY DABS په مشرۍ يو پلاوی د جنوري په لسمه نېټه (۱۹۲۱ کال) کابل ته واستوي. د افغانستان پاچا عليحضرت امان الله خان د خپل هېواد نړېوال دريځ او د نړيوالو ملاتړ ته ګوته ونيوه او په پای کې يې بريتانيوي پلاوي ته وويل: ((راځى چې د دوستۍ په رڼا کې د يو تړون په مسودې غور وکړو.))
 عليحضرت بيا د محمود طرزي په مشرۍ د بهرنيو چارو مستشار سردار عبدالرحمن خان، د کورونيو چارو وزېر شجاع الدوله ، جنرال شاولي خان ، د سوداګرۍ چارو وزير غلام محمد خان، ميرزا محمدهاشم خان او عبدالهادي خان داوي په ګډون يو پلاوي ته دنده وسپارله چې د ((ډابس)) په مشرۍ د بريتانيوي پلاوي سره د يوه تړون په باب خبرې وکړي. .
 دواړو لورو له يو او بل نه غوښتنې لرلې خو د افغاني پلاوي د غوښتنو په لړ کې څو غوښتنې دا وې: ((۱- هغه قبايل چې غواړي افغانستان سره يو شي پکار دی چې د بريتانيوی هند چارواکي ورته ستونزې او مشکلات پيدا نکړي.
 ۲- د نړيوالې جګړې له بابته چې افغانستان بشپړ ناپيلتوب خوندي کړ بريتانويانو ته پکار ده چې زموږ هېواد ته څلور کروړه او شپږ لکه روپې ورکړي.
 ۳- هفه قبايل چې د افغانستان د هېواد په ملاتړ له انګرېزانو سره جنګېدلي دي بايد انګرېزان د هغوی سره د نورو مرستو په څنګ کې مالي مرستې هم وکړي...
 همداراز د دابس په مشرۍ بريتانيوي پلاوي يو مهم وړانديز او غوښتنه دا وه چې د افغانستان په جنوب ختيز کې بايد د روسانو قونسلګرۍ ته د جوړېدو اجازت ورنکړای شي...
 سره د دې ټولو خبرو عليحضرت امان الله خان د يوه پراخ اند څښتن وو د هغه غوښتنه له دېنه هم لويه وه هغه نه يوازې غوښته چې د نيکه دمهال دلاسه وتلې سيمې خپلې کړي بلکې غوښته يې چې د هند نيمه وچه د اروپايانو له ښکېل نه خپلواکه کړي، نو ځکه خو يې په کابل کې د ازاد هند په نوم ((د هند لنډ مهاله حکومت)) د مهندرا پرتاب په مشرۍ چې صدراعظم يې مولوي برکت الله او د بهرنيو چارو وزير يې مولانا عبدالله ؤ، جوړ کړ.
(the emergence of modern Afghanistan) کله چې د بريتانيوي هند چارواکو دا خبر تر لاسه کړ، نو له خپل مرکزي حکومت سره يې تماس ونيو، نو بيا يې د ډېرو پيسو په زور د افغانستان د خپلواک هېواد او په سر کې د عليحضرت امان الله خان په وړاندې په توطيوو او دسيسو لاس پورې کړ.
 کله چې په ۱۹۴۷ کال د هند نيمه وچه کې د هندوستان او پاکستان په نوم هېوادونه مېنځ ته راغلل، خو په ملګرو ملتو کې د افغانستا ن استازې د پاکستان خلاف راېه ورکړه او په ۱۹۴۹کې د افغانستان ملي شوراټول هغه تړونونه چې تيرو حکومتونو له برتانوي هند سره لاسليک کړي وو لغوه کړل. څو کاله وروسته له پاکستان نه بنګال چې هغه هم په نړۍ کې د یو ځانګړي هېواد په نوم چې رسمي نوم يې بنګله دېش دی جلا شو.... اوس پوښتنه پيدا کيږي چې بنګال خو هم انګرېزانو نه پاکستان ته پاتې وو، ولې بنګله دېش له پاکستان نه بېلېدلای شي او پښتونستان چې هېڅ ډول ژبني تاريخي او کلتوري اړيکه له پاکستان سره نه لري، په خپله خوله خپله خبره نشي کولی؟ ښايي د دې پوښتنې ډېر لاملونه وي، خو زما په اند ځيني لاملونه يې دا هم کېدلی شي:
 ۱- هغه مهال چې کانګرس ، مسلم ليګ او خدايي خدمتګار درې واړو په بېلابېلو لارو تکل پيل کړ او په دې هېله چې د انګرېزانو واک ته به په دغه سيمه کې د پای ټکی ږدي.
کانګرس او مسلم ليګ خپله لار پيدا کړه، خو خدايي خدمتګار يا د سياسي کمزورۍ له مخې او يا د داسې مشرانو له کبله چې په قبيلوي او روايتي بڼه يې فکر کاوه او د حالاتو ژوره څېړنه يې د هغه مهال د سياسي حالاتو په رڼا کې نشوه کولی، نو ځکه خو د کانګرس تر سيوري لاندې روان شول. کانګرس مشران د سياسي پوخ والي له مخې د پښتنو له يووالي نه ډېرې ګټې تر لاسه کړې، خو د بېلګې په توګه يوه ګټه دا چې ټوپک يې د پښتون په اوږه کېښود او د بريتانيا په لور يې ډزې پيل کړې.
ولې بيا هم د انګرېزانو له پاره د ګوزار نښه پښتون شو.... ايا دا ډول تېر وتنې بايد موږ په ۲۱ پېړۍ کې هم تکرار کړو؟ هو، هغه مهال دېته ورته ستونزې په افغانستان کې هم وې يوه دا چې دهغه مهال واکمنو په سر کې د عليحضرت محمد ظاهرشاه ترونو (محمدهاشم خان، شاه ولي خان او شاه محمود خان) نه غوښتل چې يا خپل هوسا او سوکاله ژوند په سياسي لانجو کې ښکېل کړي او يا خو د بې وسۍ او بې کسۍ خبره وه چې وروسته دا بې کسي نوره هم پراخه شوه داځکه چې يوې خوا لويدېزالو په سر کې انګليس او امريکا ډېر ژر د پاکستان چارواکو ته د بېړنۍ مرستې (نظامي او اقتصادي) لاس وغوځوو او له بلې خوا يې کمزوري افغانستان ته نه يوازې شا کړه بلکې کله به چې افغان چارواکو د دوستۍ لاس ور اوږد کړ، نو هغو به نېغ په نېغه دا ورته په ډاګه وويل: ((لومړی لاړ شى له پاکستان سره خپله سياسي لانجه غوڅه کړى او بيا ځان زموږ د دوستۍ جوګه کړى....))
 کمزوری افغانستان که له يوې خوا خپل تاريخي او سياسي دريځ نړېوالو او په سر کې لويديزوالو ته ښکاره نه شو کړای، خو له بلې خوا شوروي اتحاد له دې سياسي کړکېچ نه ګټه واخېسته او د پخواني خوب له مخې ځانونه د هند په سمندر کې ليدل. په غولونکي توګه يې افغانستان ته د دوستۍ ټټر وواهه . (ولې که امريکا مخامخ ووهلو خو شوروي د څټ له خوا ګوزار راکړ) د افغانستان يو شمېر چارواکي د سياسي نا پوهي له کبله د شوروي په سياسي او نظامي يرغل کې ښکېل شول او که کوم داسې چارواکی به پيدا هم شو چې غوښتل يې د شوروي او امرېکا له سيالۍ نه د افغانستان په ګټه په کوم نوښت او خوځښت لاسپورې کړي نو په توره شپه کې به له مېنځه لاړ.
 اوس چې نړېوال ځواکونه او د ناتو غړي هېوادونه په سر کې امرېکا او انګليس د افغانستان په روان کړکېچ کې ښکېل دي په کار ده چې د افغانستان په تاريخي او سياسي ستونزو ځان خبر کړي او د افغانستان چارواکو ته هم په کار دی چې د ملګرو ملتو استازو ته د ناټو غړو هېوادونو سياسي او نظامي مشرانو ته په ډاګه ووايي چې ولې ګاونډي هېوادونه د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه کوي؟! او په ځانګړي ډول د پاکستان او ايران د هغه شوم نيت ريښه هم راوڅپړي چې د تاريخ په اوږدو کې له افغانستان سره سياسي ،مذهبي او تاريخي دښمني پاللې ده او پالي يې.  د کمزوري افغانستان (په سياسي، اقتصادي او نظامي ډګر کې ) چارواکو بايد د دې پېنځو کلو په موده کې دا خبره هر بهرني پلاوي ته کړې وای چې په سيمه کې هغه وخت ټيکاو راتلاشي چې د ((قواوو توازن)) موجود وي او په ځانګړي ډول يې له پاکستان سره د لانجې بنسټيز ټکی ور په ګوته کړی وای او د ډېورند استعماري کرښې کرغېړنه څېره چې هېڅ نړيوال قانوني ارزښت نه لري، ور ښودلی وای. که اوس د دې خبرې وخت نه دی نو د پاکستان د لاسوهنو د څرګند ثبوت لاملونه خو بايد ترې وپوښتي. څه موده وړاندې، د جنوري له ۹ نېټې نه تر ۱۵ نېټې پورې د امرېکا دوه لوړ رتبه سياسي او دولتي چارواکي چې يو ېې د امرېکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال (ريچارډ بوچر) چې د جنوري په ۱۱ نېټه او بله د امرېکا د پخواني ولس مشر کلنټن مېرمن هېلري کلنټن، چې د جنوري په ۱۴ نېټه سيمې ته راغلل، د افغانستان او پاکستان چارواکو سره يې وليدل. په کار دا وو چې افغان چارواکو ورته ويلي وای چې د امرېکا نظامي سلا کاران په دې باور د ي چې دنړيوال ترورېزم ځاله په پاکستان کې ده، نو بيا ولې امرېکا او پلويان يې پرېکنده عمل نه کوي؟، د ساري په توګه د متحده ايالاتو د استحباراتو مشر (جان نيګروپونتي) د نړيوالې ترهګرۍ د ګواښ په باب د امرېکا مشرانو جرګې ته د خبرو په مهال په ډاګه وويل چې: ((د القاعدي پناه ځای پاکستان دی.)).  د جنوري په ۱۶ نېټه ۲۰۰۷ د امريکا د دفاع نوی وزير (رابرډګېټس) کابل ته راغی چې له افغان چارواکو او د ناټو او ايتلاف له قومندانانو سره خبرې اترې وکړې، بيا افغان چارواکو ته په کار وو چې خپلې سياسي او نظامي ستونزې يې د امريکا دفاع وزير ته مخکې ايښې وای او دا يې هم ورته ويلي وای کله چې د پاکستان نظامي چارواکي په دې وپوهيږي چې کوم پلاوی سيمې ته راځي، نو په ډله ييزو رسنيو کې يوه لويه غوغا پيل کړي چې ګنې په ترهګرو يې بمباري وکړه ډېر يې ترې ووژل او ډېرې وسلې يې ترې ونيولې ..... له بده مرغه چې نړيوال تر اوسه په دې نه دي پوه شوي چې دا د کړکېچ بنسټيزه چاره ده چې پاکستان په غولوونکي توګه ډنډورې غږوي؟؟.
 پايله دا چې د پاکستان دا ټولې هلې ځلې د دې لپاره دي چې د خپل شوم نيت د عملي کولو لپاره د افغانستان له سياسي ،اقتصادي او نظامی کمزورۍ نه ګټه واخلي چې زړه يې غواړي هماغسې وکړي. ولې د ناټو او ايتلاف ځواکونه بايد په دې پوه شي چې که دلته افغان بچي مري، نو ستاسې اولادونه هم خوندي او سلامت نشي پاتې کېدلی. دا چې پاکستان کله کله په افغان چارواکو تورونه لګوي چې دوى د خپلې کمزورۍ له کبله د دې جوګه نه دي چې حالات کابو کړي او بېلابېلې ستونزې تر ګورت لاندې راولي، دا د هغوی يوه پلمه ده او يا دا چې زموږ اتيا زره پوځ په کرښه پروت دی، په کار دي چې نړيوال له موږ سره مرستې وکړي، لکه چې څرګنده ده يو شمېر هېوادونو په سر کې امرېکا په ميلونونو ډالره مرسته هم کړې ده. دا ده اوس غواړي په يوه بله ډراماتيکه لوبه لاس پورې کړي چې ګنې د ډېورنډ په کرښه اغزي او بمونه کرم چې په دې کار له يوې خوا دغې ناولې کرښې ته د اوړو پوزه پيدا کړي او له بلې خوا په دغه پلمه له امرېکې او پلويانو نه يې په ميليونونو ډالر هم تر لاسه کړي.
شهسوار سنګروال
د پښتنو مزاج داسې دى، چې كه كومه خبره يې په ذهن كې ښه ور وګيرځيده، بس همغه خوښوي، دې ته نه ګوري، چې له اصولو ا و قوانينو سره په ټكر كې ده او يا پرې ګناهګاريږي. آن كله كله خو د كفر تر بريده هم ورسيږي.
د نورو ډېرو خبرو ترڅنګ يو يې د ميراث ميله هم ده، چې پښتني دود تر خپل اغېز لاندې راوستې ده.
موږ په دې ګڼه كې په همدې اړه دا لنډه ليكنه د لوستونكو پرېكړې ته سپارو:
د ميراث علم تعريف:
ميراث د داسې قواعدو او جزياتو زده كول دي، چې په واسطه يې د وارثينو ترمنځ د (تركې) او ميراث وېش پېژندل كيږي.
د ميراث علم موضوع تركه او وارث ده او غايه او عرض يې د ميراث، تركې او وارثينو پيداكول او پر هغوى لاسبرى دى.
د اسلام په سپېڅلي دين كې د ميراث علم له پاره دليل، په قرآن كريم كې څرګند آيتونه راغلي او د د نازليدو د شان په اړه يې په بخاري شريف كې له جابر بن عبدالله (رض) څخه داسې روايت شوى: ((زه ناروغ وم، رسول اكرم صل الله عليه وسلم او ابوبكر (رض) زما پوښتنې ته راغلل، دوى دواړه په پښو را روان وو، دوى په داسې حال كې ماته راورسيدل، چې زه بې هوشه وم، رسول الله صل الله عليه وسلم اودس وكړ او د اوداسه اوبه يې پر ما وپاشلې او له بركته يې زه له بې هوشۍ رابيدار شوم، رسول اكرم صل الله عليه وسلم ته مې وويل، چې زه د خپل مال په برخه كې څنګه كړه وړه او فيصله وكړم؟. رسول الله صل الله عليه وسلم ځواب رانكړ، تر څو چې دغه آيت نازل شو: ژباړه: تاسو ته الله جل جلاله وصيت (حكم) كوي، چې ستاسو په اولادونو كې يوه نر ته، د دوو ښځو برخه وركړل شوې...))
جابر بن عبدالله وايي: ((له دې وروسته رسول الله صل الله عليه وسلم په ډېر ټينګار وويل، چې د ميراث علم هم خپله زده كړئ او هم يې نورو خلكو ته ورزده كړئ!، ځكه چې ميراث نيم علم دى.)).
اوس په دې حديث كې د پام وړ دوې خبرې دا دي، چې پېغمبر صل الله عليه وسلم لومړى د ميراث علم د اندازو (برخو) علم وباله او بل دا چې ميراث يې د ټولو علمونو نيمايي وګاڼه.
د لومړۍ خبرې له پاره فقهاؤ په زړه پورې دليل دا ويلى، چې زياتره آيتونه تفصيلي نه دي، تفصيل او وضاحت يې په حديثونو كې شوى، خو د ميراث په اړه آيت دومره واضح دى، چې د هر چا برخه پكې خداى جل جلاله خپله معلومه كړې او آن تر دې چې نږدې پرېښتو او پېغمبرانو ته يې هم پكې د تفصيل ځاى نه دى پرېښى، ځكه ورته د برخو ځانګړى علم ويل كيږي.
بل دا چې دغه علم د علومو نيمايي بلل شوى او د علماؤ له فكره يې دلايل دا دى، چې انسان له پيدايښت وروسته دوه حالته لري: لومړى: ژوند- دويم: مرګ.
د ژوند د حالاتو څېړنې له پاره يې په دنيا كې ټول علوم پلي كيدلى شي، خو له مرګ وروسته يې له انسان سره اړيكې شليږي، خو له مرګ وروسته حالت يې يوازې د ميراث په علم سره بيانيږي، نو ځكه ورته نيمايي علم ويلي شي.
بل دليل دا چې انسان په دوه ډوله د يو شي مالك ګرځي:
لومړى: اختياري ډول: لكه پلورل او پېرودل، د وصيت او ډالۍ قبلول او نور....
دويم: غېراختياري ډول: لكه ميراث. په دې مانا چې كه وارث يې وهم نه غواړي، د ميراث برخه د هغه ملكيت ګرځي، آن تر دې، چې فقهاؤ په څرګند ډول ويلي: كه چېرې كوم وارث د ميراث له قبلولو انكار كاوه، نو قاضي به يې يا د هغه غېږې ته ورغورځوي او يا به يې د هغه د كور په غولي كې اچوي، دا چې د ميراث مستحق ګرځېدل، د ملكيت د دوو ډولونو څخه يو ډول دى، نو ځكه ورته نيم علم ويلى شي.
خداى جل جلاله په خپله د ميراث مستحقينو ته شپږ برخې معلومې كړې دي:
۱- نيمايي، ۲- څلورمه، ۳- اتمه، ۴- له دريو دوې، ۵- دريمه، ۶- شپږمه.
همداشان الله جل جلاله د برخو په څېر د هغو مستحقين هم په خپله معلوم كړي، چې ټول يې دوول تنه دي او په دې شمېر كې څلور نارينه او اته ښځينه دي. د نارينه ؤ په ډله كې: پلار، نيكه، اخيافي (يوازې له موره ورور)، ميړه. او په ښځو كې: ميرمن، لور، لمسۍ، سكنۍ خور، ميرنۍ خور، يوازې له موره خور، مور او نيا.
اوس ښايي د اسلام له نظره د ميراث علم په احكامو پوهېدلي وئ او دې ته به هم ځير وئ، چې موږ پښتانه له ميراث سره څه كوو؟. په تېره خو د ښځو له برخې سره، چې ځينې پښتانه خو يې بيخي مني هم نه.
په دې اړه ويلاى شو، چې د قرآن عظيم الشان په حكمونو، نبوي لارښوونو او د امت په اجماع باندې عمل نه كول، فسق او لويه ګناه ده. انكار او نه منل يې ښكاره كفر دى.
د ميراث په مسله سترګې پټول، له الهي حكم څخه د سرغړونې ترڅنګ، د بشر حقونو تر پښو لاندې كول هم دي او كه د عقل په هېنداره كې ورته وګورو، نو د ټولنې د ټولو بدبختيو او ناخوالو بنسټ له همدې ځايه پيل كيږي او ټولې غلطې دعوې، له يوه بل سره ظلم زياتى او نارواوې، له خپلې ګېډې جوړ شوي رواجونه او د قرآني او نبوي ارشاداتو پر خلاف په دغو مسايلو او احكامو كې ظالمانه صولحو، دغه احكام او قوانين نن سبا بيخي شاته غورځولي دي.
مفتي حبيب الرحمن ((خوستى))

 په بستره کې جوړه څملاستل کولاى شي د انسانانو د مغزو په ځواکمنتيا اغېز وکړي، په تېره بيا د نارينه وو.
په اتريش کې د ساينس پوهانو څېړنو موندلې چې کله سړي له همبستر سره شپه تېروي، که جنسي عمل وکړي يا نه، د دوى خوب گډوډېږي او د خوب نارامي په ورځ کې د دوى پر کار ناوړه اغېز کوي.
بې خوبي همدارنگه د سړو پر مغزو فشار راوړي او د فشار د هورمونو کچه لوړوي.
د New Scientist په نامه دغه څېړنه وايي، د سړو خلاف، هغه ښځې چې له نارينه سره په گډه بستره کې ويدېږي خوب يې چندان نه اغېزمن کېږي ځکه ښځې زيات ژور خوب کوي.
بې خوبه شپې:
پروفيسر گيرهارډ کلوسيچ او همکارانو يې د ويانا په پوهنتون کې خپلې څېړنې پر اتو ناوادۀ شويو او بې ماشومه جوړو باندې، چې د عمر په شلمو کلونو کې دي، کړي دي.
له هرې جوړې نه غوښتل شوي وو، چې ١٠ شپې گډ ويده شي او ١٠ شپې جلا، او بيا ساينس پوهانو د دوى د ارامۍ کچه د پوښتنپاڼو او د مړوند د څار د ماشينونو په واسطه وارزوله.
په سهار کې له ټولو جوړو څخه پوښتنه وشوه چې د درک او هوښ اسانه ازموينې تېرې کړي او خپل د فشار هورمونونه معاينه کړي، چې د دوى ذهنونه تر څومره فشار لاندې دي.


که څه هم سړو وويل چې دوى له خپلو جوړو سره ښه ويده شوي دي، خو ازموينې وښودله چې دوى سم خوب نه دى کړى او تر يوازې پرېوتلو يې له جوړې سره زيات نارامه خوب کړى.
پروفيسر کلوسيچ د اروپا د اروايي پوهنو مرکز ته وويل چې دواړه جنسونو په گډه بستره کې نارامه شپه تېره کړې وه.
خو ښځې، کله چې اخر خوب ورغلى و، په ښکاره توانېدلې وې چې ژور خوب وکړي، ځکه ويل يې چې د خوب د مهال په پرتله زياتې تازه او بيداره ښکارېدې.
د دوى پر دماغ هومره فشار نه ؤ او د ادراک قوه يې هومره نه وه کمزوري شوې، لکه د سړو.
ښځو خپله هم منله چې کله چې دوى يوازې ويدېدلې تر ټولو ارام خوب يې کاوه.
له بل چا سره د بسترې شريکول همدارنگه د خوب پر ياد ساتلوباندې اغېز کوي.
ښځو خپل خوب له يوازي ويدېدو وروسته ښه په ياد درلود او سړو له جنسي اړيکو وروسته خوب ښه په ياد ساتلى وو.
جلا بسترې:
په سوري پوهنتون کې د خوب د چارو کارپوه، ډاکتر نيل سټېنلي، وايي: ((دا هېښوونکي نه ده چې خلک د گډ ويدېدلو په مهال نارامه وي.))
که تاريخ ته وگورو، هېڅکله داسې دود نه و چې له خپلې جوړې سره په يوه بستره کې ويده شو. دا يو عجيب کار دى.
خوب تر بل هر کار زيات ځانځاني څيز دى چې تاسې يې کوئ او دا د بدني او اروايي روغتيا لپاره ډېر مهم دى.
له هغه چا سره په يوه بستره کې ويدېدل معقول کار نه دى چې شورماشور جوړوي او ورسره د بړستنې پر سر بايد جنگ وکړې. که تاسې له گډ خوب څخه خوشاله ياست خو سمه ده، مگر که خوښ نه ياست د بسترې په جلا کولو کې هېڅ شرم نشته.))
دى زياتوي چې ښځې له سره له مات او نامنظم خوب سره اشنا دي.
دى وايي: ((د ښځو په ژوند کې ډېرې داسې پېښي وي چې د دوى خوب گډوډ شي، لکه د ماشوم د زېږون، زړښت او ان د مياشتني عادت په مهال.))
خو ډاکټر سټېنلي وايي چې اوس خلک له گډ ويدېدلو سره سم روږدي شوي دي.
دى وايي: ((کله چې ځينې خلک په گډ ويدېدلو روږدي شي، بيا چې يې جوړه نه وي د دوى خوب ناکراره وي.))
محمديونس ((برهان))

چترال د سرحد ايالات پيښور له مرکز څخه څه ناڅه ٣٠٠کلو ميتره لرې د افغانستان د ختيځو ولايتنو کونړ او نورستان سره جوخته پرته سيمه ده ددغه خورا غرنۍ سيمې هر ژمى د پاکستان سره د ځمکې لارې بنديږي او خلک ئې د کونړ په لار تګ راتګ کوي .د چترال ځمکه څه باندې ١٤٠٠٠مربع کلومتره ده او دا اوس اوس ئې د وګړو شميره له دري سوه پيځوس زرو اوړي . په ځوارلسو وړو او لويو ژبو پکې خبرې کيږي ،او د څلورو سوو په شا وخواکې واړه واړه ټبرونه پکې ميشت شوي ،د چترال اصلي اوسيدونکي د پچاچۍ ژبې ويونکي وو خو اوسس نشته، په سلو کې اتيا ٨٠ خلک ئې په کواري ژبه خبرې کوي ، کواري د داردي ژبې يوه څانګه ده ،نورې ژبې ئې کوهستاني ،ګډوجي ،يدغا او په منډه لاش کې د دري په اوختې بڼه هم ويونکي شته د پورتني چترال په بروغل او د تراجمير په لمنو کې په واخي ،سرقلي او قرقيز ژبو خبرې کيږي په چترال کې په سلو کې ٧ پښتانه دي ،دغه پښتانه له دير او باجوړ نه ورغلي او ډير ئې سيدان دي چې د چترال دهغه وخت واکمنو د ځان او د خپل واک د ساتلو په موخه ورغوښتي وو وروسته وروسته ئې ورسره ښيخي خپلوۍ وکړې او د جايدادونو خاوندان شول.


چترال د مذهبونو ،عقيدو او کلتورنو په لحاظ سره ويشلى دى کلاش ئې خورا لرغوني استوګن دي چې اوس په رمبور ،بمبوريت او بريل کې اوسيږي ،دغه خلک په بشپړه توګه د چترال د نورو اوسيدونکو سره له عقيدې نيولې تر دودونو توپير لري .د چترال په کا لج کې د تاريخ او ادبياتو فروفيسر عنايت الله فيضي وائې يو وخت چترال په دوه برخو ويشل شوى وو په کوزنۍ هغه کې ئې کلاش واکمن وو او پورتنۍ ئې د بودا پيروانو نيولى وو.
په چترال کې بله مذهبي ډله اسماعليه دي چې له سنيانو وروسته راځي دوي د اغاخان پيروان دي، داسماعيلو په سيمو کې د نور چترال په پرتله پرمختيائ کارونه ډير شوي .
فروفيسر فيضي وائې په ديارلسمه زيږديزه پيړۍ کې په چترال کې د کلاشو او بودايانو واکمني پائ ته ورسيده چې اوس يواځې د کوزني چترال په څو ځاينو کې کلاش پخپله ګروهه لا همغسې ټينګ پاتي دي.
د چترال په زړه کې د هغې زړې کلا د ديوالونه ولاړ دي چې تيګې ئې خلکو لاس په لاس له غره ديوال ته ورسولي او په ځمکه نه دي ايښودل شوي دچترال دکالج دغه فروفيسر وائې چې له ترکستان نه به د بروغل په لار ئې قافلې راتلې او ددې کلا په شا و خوا کې په تم کيدې (غږ)
غرنې چترال دري درې دى په کليوالو سيمو کې ښځې په کارونو بوختې ،خو په ابادو ځاينو کې په پړونو کې نغـتې نجونې ښونځيو او ليسو ته ورځي (غږونه)
خلک ئې مينه ناک او د هر چاسره په مينه او نرمه ژبه ګړيږي او د شاعرانو ئې لکه د هندي فلمونو هر څه په مينه پورې تړلي
د چترال موسيقې اوس هم په ساده ډول پاتې ده خو خورا مسته ده چتراليان خپله موسيقي د ققنوس د خيالي مرغۍ له خولې راوتلې ګڼي : موسيقي
د موسيقۍ الات ئې دپ ،ستار ، شپلۍ ،منګى ،رباب اوسرونى دي داهم په زړه پورې ده چې چتراليان وائې تر اوسه پکې ښځينه سندرغاړې نه شته .رباب او ستار ئې د هر چا زده دي ډير داسې ځلمي مو هم وليدل چې په سړه هوا کې دباندې د خزان وهلو ونو لاندې ناست وو ستار ئې واهه او داسې ښـکاريده چې د چا انتظار باسي
فروفيسر عنايت الله فيضي وائې په چترال کې د نظم او نثر دواړو ليکوالان شته خو نثر ته د نظم په پرتله ډير کار شوى دى د چترال شاعرانو د ښاغلي د فيضي په خبره يو اځې د عشق او مينې خوا نيولې ،ګل او بلبل ئې ياد کړي ،د وطن په ياد ئې شعرونو ليکي . جنګ او وژلو ته ئې څوک نه دي هڅولي .
د چترال ټول خلک له کلاشو پرته کميس او پرتوګ اغوندي ،او دپکول په سرول ئې خورا لروغونى دود دى پخوانۍ جامي ئې له وړيو په لاس جوړولې ، د کروندې ځمکه ئې دومره ډيره نه ده. خلک ئې که لږه ځمکه هم لري ميوه لرونکي ونې او ګلان پکې کري ،
همدغه د خلکو په لاس نال شويو بوټو د چترال طبعي ښکلا ته نوى رنګ ورکړى اود سيلانيانو پام ئې راړولى.
د واده دود ئې هم ډير ساده دى پخوا به ئې ناوي په اس وړه ،د ډولۍ رواج پکې نه شته خو د دروش دمنځني ښونځي استاد راته وويل داسي هم کيږي له کوژدې وروسته زوم د خسر په کور کې د اولادونو څښتن شي او بيا واده وکړي ،
احمدعلي چې دپورتني چترال په برنس کې اوسي وائې دا دود اوس هم شته خو هغه وخت د يو شرط په توګه منل کيږي چې خسرګنۍ ئې نارينه اولاد ونه لري
ناوې ته د لارې په اږدو کې د زوم او يا هم د ناوي د خپلوانو لخوا په وړو لوښو کې شيدې يا د اوربشو اوړه راوړل کيږي ،ناوې تري يوه څکه وکړي او په بدل کې په لوښي کې ورته دخپل لوري تخفه ورکړي .فروفيسر فيضي وائې دا ورته د برکت په ډول يو دود پاتي دى.

نعمت الله كرياب- كونړ
آيا كوچيان د دې هېواد نه دي؟
كوچيانو د دې هېواد ميليونونو وګړي، هغه څوك دي، چې په ټولو تاريخي وياړونو كې د نورو هېوداوالو په څېر شريك او د خپلې مالدارۍ له لارې يې د هېواد په اقتصاد كې ډېره د پام وړ برخه اخېستې ده.
خو د تېرو څو لسيزو برباديو دوى هم برباد كړي، مالداري يې ختمه شوه، په بمباردونو او ماينونو ووژل شول، پښتو متل دى، وايي چې: ((كه غريب وژنې، نو كالي ورڅيرې كړه.)) . كوچى چې مالداري ونه لري، نو څه وكړي، نه كرنيزه ځمكه لري، نه په صناعت او سوداګرۍ كې لاس.
بيا هم زياتره كوچيانو همت كړى، عربو ته تللي، پيسې يې ګټلي دي او غواړي چې د نورو هېوادوالو په څْر ژوند وكړي او اولاردونه يې ښوونځيو ته لاړ شي او سپين ږيري او زنانه يې روغتون ته لاسرسى ولري. په دې برخه كې د دوى ستونزې دا دي، چې نه يې څوك په ژمنيو مېنو كې اوسيدو ته پرېږدي او نه يې په سپرلنيو مېنو كې.


پاس او كوز دواړه ورته زورواكان او جنګسالاران جوړ شوي، چې ښه بېلګه يې د خوست په باك ولسوالۍ كې د 2007 ميلادي كال، د اولې مياشتې د دويمې نيټې پېښه ده، چې په سلګونو كورنۍ كوچيان د ژمي په يخه هوا كې د سيمې خلكو لخوا د دولتي ځواكونو په زور په توره شپه كې وشړل شوې.
د ټولو اسلامي او پښتني دودونو خلاف يې شتمنۍ لوټ تالان شوې.
ولسمشر كرزي، لوى څارنوال راوليږلو، پرېكړه يې وكړه، خو سيمه ييزه اداره يا په دې ونه توانيده، چې بابكرخېل له مورچو ښكته كړي او يا قصداً همداسې كوي او د كوچيانو ځپل غواړي.
تر اوسه هم د سلګونو كورنيو اړوند زرګونه كورنۍ در په در، بې برخليكه او لالهاندې ګرځي.
دا هغه كوچيان وو، چې د حكومت په بلنه په ډله ييز ډول له پاكستان څخه را اوښتي وو. كرزى صاحب مهاجر را غواړي، خو له زورواو نه يې د سر او مال ساتنه نه شي كولى.
اوس زموږ پوښتنه له كرزي صاحب، والي صاحب او نورو چارواكو څخه دا ده، چې آيا كوچيان د همدې هېواد نه دي؟.
كه ځواب منفي وي، له هېواده يې وباسئ او په راتلونكي كې داسې بنديز پرې ولګوئ،لكه پر پنجابيانو او كه ځواب مثبت وي، نو تاسو ووايئ چې چېرته ژوند وكړي.
د ځمكې پر سر يې څوك نه پرېږدي او نه تاسې ترې دفاع كولى شئ، فضا او اسمان ته تلى نه شي.
ستاسو د ځواب په هيله!.

جواد نيازى

يو وخت مې له اكاډميسين سليمان لايق اوريدلي وو، چې ((ملګرو! تاسو سپك واقعيت هغه وخت ښه موندلى شئ، چې خپلې خولې مو در ترخې شي او د بد غبرګون سره مخ شئ.))
په دې خبره كې زه تومنې په درنښت باوري نه وم، ځكه چې خوله مې لا چا نه وره راترخه كړې او دا خبره خو بيخي ډېره ليرې وه، چې دلته دې څوك په يوويشتمه پېړۍ كې د خورا اسكيرلي ولس هغه فرهنګ د ځاني ګټې او نومولى وسييله كړي، چې په را وروسته نويو كلو كې په پرله پسې توګه د اختيار استازو ننګولى او د ډېر كار اړ دى، هغه هڅوب، چې په ټولو اړه لري او كه څوك پرې پېر او پلور كوي، د كركې وړ دى اوړ د دې ټس په نشه كې دې ما هم څوك د هغه كار پرېښودو ته اړ كړي، چې د خپل ادبي شخصيت بنسټ مې باله، هغه، چې د فرهنګ په ډګر يې د تګ له پاره د تكل په نوم يوه نه تميدونكې جذبه راكړې وه او ... خو كله مې چې د يوه پېړ سړي له خولې ايله څو ورځې وړاندې دا چلينج واوريد، چې:
(( (ولس هيله اوونيزه) زما (بسم الله حقمل) اړونده ده، ما يې په خپل امتياز او د زوى (نعمت الله حقمل) په مسؤول مديريت د خپرواوي جواز اخېستى دى، زه يې په يوازې تن هم له هر ځاى خپرولى شم او كه تاسو دلته د كار په دوام خوښ وئ، نو چوپ اوسئ او د اوونيزې د تړون (پيسو اخېستو) پوښتنې مه كوئ، كار وكړئ، انرژي ولګوئ او هغه معاش چې دركول كيږي، بس او زما لورېينه يې وګڼئ، كنه تاسو ټول تلاى شئ.))
نو مې وويل چې ((اغوذ باالله.))، دا اوونيزه خو د ټولنې خپرنى ارګان دى، نو تا په كوم منطق ځاني كړه، د دې ټولنې په بنسټګرو كې خو موږ هم وو، دا تړون هم زموږ په لاسليكونو شوى او موږ يو، چې ستا(؟!) په دې ټولنه، اوونيزه او راډيو كې مو آن خوشى كار هم كړى دى، خو اوس، چې تړونونه لرې او د مياشتې اوولس زره امريكايي ډالر اخلې، نو موږ هم د منځنۍ تنخوا حق لرو، اخر هم له سهار تر پرېوتې مازديګر د اوونۍ په ګردو ورځو كې دلته بوخت وو او د جمعې په مباركه ورځ، چې په ټوله نړۍ كې تشه (رخصت) وي هم، ته راته حاضري قيدوې او ستا په وينا (د سرتېرۍ قانون) راباندې پلى كوې، نو دا كوم نياو (عدالت) دى، چې موږ وزبيښې، موږ نانځكې كړې او لكه بې سا روبورټس (ماشيني سړي) رانه جوړ كړې.
دا خورا ترخې خبرې وې، چې موږ واوريدې، زموږ ارواوې او خولې يې را ترخې كړې او د اكاډيمسين د خبرو وزن اوس راته څرګند شو او دا هم ټيك شوه، چې خوست د يوې لويې كلتوري تمساح په خوله كې دى، هغه، چې اوښكې يې يوازې د ښكار او دوكې له پاره دي او د خواخوږۍ پكې بوى هم نشته، خو خداى جل جلاله دې زما نالوستى ولس او سپېڅلي او پاك زړي ځوانان د هغه چا له پنچو بچ كړي، چې زبېښاك او د نورو په اوږو درېځ ته رسيدل يې د ژوند مفهوم وي، خپل حيثيت ته يې شا كړې وي او د نورو په هغه كې رى نه وهي او ... .
بيا پوه شوو، چې موږ د استثمار په يوه ځواكمنه كړۍ كې ايسار يو، زموږ او فرهنګ پر سر ګټې او سوداګرۍ كيږي او كله چې د تنخوا (حق) غوښتنه وكړو، نو د تګ او كار پرېښودو لاره راښوول كيږي.
په دې توګه مو پرېكونليك وليكه، ټولو ملګرو (امرالله هلال، فضل وزير هيله من، كريم الله ګوهر، تاج ولي لايل او تواب الدين غورځنګ) لاسليك او لارښود ته مو وسپاره او په هماغه ورځ مو اوږې له فرهنګي زبېښاك سپكې كړې او كه كوم دوست به رانه د كار پرېښودو د لامل پوښتنه كوله، نو ټولو به په يوه غږ ځواباوه، چې:
نه مو ګناه كړې ده
نه مو خطا كړې ده
موږ استعفا كړې ده
په پاى كې د خوست په ټولو رښتينو كلتوروالو غږ كوم، چې واقعيتونه ډېر سپك دي او خوړونكې تمساح د فرهنګي سمندر هرې څنډې او پيڅې ته تلاى شي، نو يوازې پام كوئ!.
زما صابره خدايه ته لا اوس هم ورته ګورې
چې تښتي له ابليسه پرښتې په منډه منډه
تواب الدين ((غورځنګ))


څوكاله وړاندې په خوست كې د امريكايي ځواكونوپرځاى ايټالوي ځواكونه وو، هغه مهال ارواښاد استاد حكيم تڼيوال خوست ولايت ته د نوي والي په دنده ګمارل شوى ؤ.


خو خوست ته له ايټالوي ځواكونو له راتګ وړاندې، د ايټاليا هېواد د مرستو ادارې دلته په كار پيل وكړ او همغه مهال خوست ته د افغانستان د كليوپراختياوزير حنيف اتمراو د ايټالياسفير .....سفروكړ.
نوموړي سفير د خپل سفرپرمهال له خوست ميشتوسره د نږدې پنځو مليونو ډالرو په ارزښت د بيارغونې پروژو د پيلولو ژمنې وكړې.
كله چې خوست مېشتو هغوى ته د خپلو كړو ژمنو د پوره كولو له پاره مراجعه وكړه، نو د ايټالوي چارواكو ځواب دا ؤ، چې يو ميليون يې د يوې خېريه ټولنې په لاس وركړي دي.
(ويل كيږي، چې دا ټولنه يونيسيار وه او ترلاسه كړي پيسې يې په كونړ ولايت كې ولګولې.)
ايټالوي چارواكو دا هم ويل، چې د ژمنه كړو پيسو يوه اندازه يې د خوست په ګاونډيو ولايتونو (پكتيا او پكتيكا) كې هم لګولي.
خو د پاتې پيسو په پروژو كې يې دخوست په مركزكې د دوو ښوونځيو جوړول او زرګونه كورنيوته د څښاك پاكو اوبو رسول شامل وو.
د يادو پروژو څخه ځينې يې سروې اوډيزان هم شوې لكه: د خوست ښار، د متون كجيري كلي، دركوټيو، حبشخيلو او ورغه كلي د څښاك اوبو رسولو پروژې. د كنډيو او ورغه كلي د لومړنيو ښوونځيو ودانۍ.
خو د پروژو ډېرى يې تر اوسه هم نيمګړې پاتې دي او څو، چې رسيدلې هم دي، په داسې كيفيت، چې د كتونكو له انده يې نه جوړيدل ښه وو.
د بېلګې په ډول: د متون حبشخيلو په كلي كې يې د څښاك پاكو اوبو رسولو په پروژې كار پيل كړ، د كلي په لارو او كوڅوكې يې د پايپونو تيرولو په موخه لښتي وكيندل، ځاى ځاى يې د اوبو ذخيره كولو لپاره وړې وړې زيرمې هم جوړې كړې.
خوتراوسه كليوال دې ته سترګې غړوي چې كله به پكې اوبه راځي.
دې ته ورته د متون په دركوټيو كلي كې هم د څښاك اوبو په پروژې كارپيل شو، خو د حبشخيلو سره يې توپيردا ؤ، چې دلته د جرمنيانو په وخت كې هم د دې ستونزې د حل په منظور يوه ژوره څاه كيندل شوې وه. په خوست كې د ايټالويانواستازي چې خلكوته يې د (نيازي) په نوم ځان ورپيژندلى و، خو په ټكي پښتو ژبه هم نه پوهيدو، دا غنيمت وګڼله چې د نوې برمې پرځاى له همدې څخه ګټه واخلي، چې له يوې خوا د نوې منظورې شوې برمې پيسې په جيب كې واچوي او له بلې خوا زر له خوسته پښې سپكې كړي.
دلته د حبش خيلو سره يوبل توپيردا ؤ، چې څو ورځې يوه يوه ډبه اوبه ځيني كورونو ته ورسيدې. خو اوس خالي بمبې د كورونو په دروازوكې ولاړې دي.
همداشان د متون په ورغه كلي كې پردوو پروژو چې يوه يې د څښاك اوبو رسولو او بله يې په همدې كلي كې د ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړول وو، هم چارې پيل شوې.
د دې كلي داوبو پروژه هم كټ مټ د حبشخيلوكلي په ډول ده.
ښوونځي ته داسې وداني جوړه شوه چې اوس مهال زده كوونكي د ودانۍ د ړنګيدو له ډاره پكې درس ته نه كيني، هر مهال د كوټو چتونو د پرويتو وېره ده. دا وداني چې د چت اوسپنيز چادرونه يې له وړاندې باد په هوا كړي، اوس يې چتونه هم سل په سلوكې د را پرېوتو په حال كې دي او كه ژر تر ژره يې غم ونه خوړل شي، نو خداى مكړه يو وخت به د لسګونو معصومو زده كوونكو د مرګ او ژوبلې لامل ګرځي. ايټالويانود خوست ښار اوسيدونكو ته هم د څښاك پاكو اوبو رسولو پروژې د بشپړيدو ټټر ډبولى ؤ،
دلته هم د ژورې څاه په توګه هغه څاه وټاكل شوه چې د طالبانو په وخت كې د متون غونډۍ په لاندېنۍ برخه كې د خوست له دولتي ګدام سره نږدې جوړه شوې وه.
د دې حال هم د يادو شويو پروژو په ډول دى چې بيانول يې اوږد اوسرخوږى پيداكوي.
په همدې اړه د خوست ولايت د بيارغونې يو تن مسلكي او كارپوه چارواكى وايي: له بده مرغه چې د يادو ټولو پروژو هم سروې غلطه شوې ده اوهم ډيزاين.
د نوموړي په خبره په دغو پروژو هسې وخت ضايع شوى او بي ځايه لګښتونه پرې شوي دي.
خوست ميشتې وايي چې د دې پروژوګټه يواځې او يواځې دا وه چې د ايټالويانو افغان نماينده جيبونه پكې ډك شول.
پورتنى چارواكى وايي چې له سروې وروسته له نوموړو پروژو څخه دا ثابته شوه چې د كنډيو ښوونځي له ودانۍ پرته ټولې پروژې د ترميم پرځاى بايدړنګې او له سره جوړې شي.
د خوست خلك وايي: د دې لپاره چې يادې پروژې د تل لپاره د ايټالويانو په نوم پاتې شي، نو دوى بايد دوه كاره وګړي، لومړى داچې د دوى استازى (عظيم الله نيازى) ونيول شي او بيامحكمې ته راكش شي.
بله دا چې ايټالويان بايد په يادو پروژو باندې له سره بيا كار پيل كړي .










داچې نيازى څه ډول او ولې له خوسته وتښتيدو؟، په اړه يې ځايي خلك وايي چې نوموړي د خوست په ستر دولتي ګدام كې د يادو پروژولپاره په زرګونه ټنه غنم ځاى پرځاى كړي وو، خوكله چې نيازي وغوښتل غنم له ګدام څخه وباسي، نو د خوست د كليو پراختيا ريس ترې د وړلو په اړه وپوښتل. نيازي ورته وويل چې خپلو مستحقينو ته يې وركوم، ريس چې د خلكو د راتلو غوښتنه وكړه، نيازي ونه كړاى شول چې يوتن هم ورته راولي.
هغه وو چې نيازي په جګو غرونو ځان پنا كړ او د خپل يوه جېب په ډكولو سره يې له يوې خوا د سلامتې ايټاليا تاريخ ته زيان واړاوه او له بل لوري يې زرګونه خوست مېشتي ناهيلي پرېښودل.

زه به تاسوته ديوه خوځنده مړي کيسه وکړم. تاسوبه خوځنده مړي ډيرليدلي وي. هغه چې پېريان يې په کالبوت ورننوځي اوديوې شېبې دپاره يې راپاڅوي او بيا بېرته په خپل ځای څملي. يو ځلې زما يو دوست دغسې وېروونکې پېښه ليدلې وه. خو زه هغه خبره نه يادوم. تاسې به وايی چې ډاکټران د يوې شېبې دپاره مړی په خوځيدو راوستلای شي، زه دا هم نه يادوم. تاسې به وايی ښه نو ته د مړي نڅا يادوې، چې جلادان يې د جشن او مېلې په وخت کې د تفنن او ساعت تيری وسيله ګرځوي. نه زما قلم د دغسې انسانيت شرموونکې کېسې له ليکلوڅخه انکار کوي. که تاسې ستړي شوي نه وئ راته وايئ به، چې حتماً هغه کسان يادوې چې خپلې ارواوې يې په شيطان خرڅې کړې دي، په حقيقت کې د هغوی انسانيت مړ شوی اوکالبوت يې حرکت کوي، زه د اهم نه يادوم. که ﻻ هم حوصله ولرئ نو راته وبه وايئ، چې ښه ته هغه بېچاره مېرمنې يادوې چې چادرۍ يې په سر وي، له هرډول بشري حقوقونه بې برخې دي اوکله چې دکور څخه راووځي، نو له خوځنده مړي سره توپيرنه لري، خو زه بيا هم درته وايم نه، نه، زه تاسو ته يوه ريښتونې کېسه کوم خودايوه پخوانۍ کيسه ده.
ë ë ë ë
مرموزه فضا وه. په کلي کې به چې هرچېرې تلم پس پسی به ؤ. دوه تنه به چې سره ودريدل نو پټې پټې خبرې به يې سره کولې. حجرې ته وﻻړم هلته مې پلار له څو تنوسپين ږيروسره خبرې کولې، زه چې ورغلم دوی ګونګه روژه ونيوله. څو شېبې وروسته پلار په اشاره وپوهولم چې دوی پټې خبرې لري. دباندې را ووتم. هلته زما د تره زوی د چاسره غږيده، چې زه يې وليدم دواړو خبرې بس کړې، بيا چې زه له دوی نه لږ لرې شوم پس پسی يې شروع کړ. ما له ځانه سره وويل چې خامخاخبره شته. دوی له مانه خبره پټوي ځکه چې زه وړوکی يم. وړوکی بايد په پټو خبرو پوه نه شي. بيا مې په ذهن کې تېره شوه هسې نه چې دوی زما په باره کې خبرې کوي. که داسې وي نو ما څه کړي دي؟ چرت مې وهلو چې مابه څه ګناه يا اشتباه کړې وي. هرڅومره مې چې فکر وکړ سر مې په خلاص نه شو. بيا که له مانه کومه سهوه اوخطا شوې وي پلارمې ولې په داسې خبروکې ځان ورګډوي؟ ... ښايي هغه به له مانه دفاع کوي، چې خوشي چټي اوازې دي حقيقت نه لري. زه په اندېښنه کې ډوب شوم، چرت مې ډير خراب شو. له ځان سره مې پريکړه وکړه، چې له ادې نه به پوښتنه وکړم که هغه حال هم راته ونه وايي له سترګو خوبه يې پوه شم چې د غم څښتن څوک دی. کورته چې وﻻړم زموږ کره يوه مېلمنه راغلې وه . ماښام شو. ماسخوتن شو. ناوخته ماسخوتن شو. په زړه مې د غم دروند پېټی پروت ؤ پلار او مشر ورور مې رانه غلل. د ډوډۍ له خوړلو نه پس زه کټ ته وختم. په بړستن کې پټ شوم مورمې راته وويل :
_ زويه ! نن دې چرت ډيرخراب دی. نورکله به دې د شپې سبق ويلو، بيا به بيده شوې، خير خودی ولې دومر ه خپه يې؟.
دا لومړی ځل ؤ چې ماخپلې مور ته ځواب ورنه کړ. ډيوې تته رڼاکوله، د چرګۍغاړه يې رڼاکړې وه، نوره کوټه په تور لوګي کې پټه شوي وه. هڅه مې وکړه چې دوی پرما د ويده ګمان وکړي او هغسې هم وشول. مور مې د جهان بي بي په سترګو کې اوښکې وليدې نو د معذرت په لهجه يې وويل:
_ خورې ! دڅېړۍ لرګي خلاص شوي دي، ده ته مې ويلي وو چې غره ته ﻻړ شي او د څېړۍ لرګي راوړي، خو دا غم چې کاله ته راغلو نو ده وخت پيدانه کړ، ورځ يې له کليوالو سره په مرکوتيره کړه.
په دې وخت کې زما د ذهن فضا هم د غم تورلوګي ونيوله (( داغم چې کاله ته راغلو)) څه معنالري؟، دا خو بېشکه زموږ د کورخبره ښکاري. جهان بي بي ځواب ورکړ:
_ نه کاکۍ. د توت لرګي په ما بد نه لګيږي، موږ په خپله هم د توت يا څنار لرګي بلوو. هغه بل غم ته مې ژړا راغله. رښتيا دا هلک ويښ دی که ويده ؟.
دلته ما فکر وکړ چې ما هسې بېځايه تصور نه ؤ کړی. د مور خبرې ته مې پام شوچې ويل يې:
_ ګمان کوم چې ويده دی خوخبرې په معما کې کوه.
_ ده مکتب ويلی دی، په معما پوهيږي خو سباته يې وپوهوه چې چاته حال ونه وايي که نه پلاربه يې بندي شي.
_ زه خو ډارېږم چې حکومت ته چا رپوټ نه وي ورکړی،که داسې وي نو حکومت به زموږ کليوال ﻻس په لستوڼي ونيسي ټول به بنديان کړي. بنديخانه خو خير دی جريمه سخته ده، ټول د سبا بېګا روزۍ ته اريان دي جريمه به له کومه ځايه کړي؟.
_ کاکۍ، خلک وايي چې ډېره ښکلي ځواني لري. سپين مخ، نوراني ټنډه، خيالي تور برېتونه. ظالمانو يې يوه ګوته هم ورپرې کړې ده. د هغه په ګوته يوه قيمتي ګوتمۍ وه، چې له ګوتې نه، نه را يستل کيده، نو په چاکو يې دده ګوته رېبلې ده.
_ اوه خدايه، دمساپرۍ مرګ څومره زور لري. مور او خور څوک به يې وي، هغوی به سترګې غړوي، چې له هندوستان نه به پېسې اوکالي راوړي، خبر به نه وي چې پېسو د ده ځواني وخوړه اوکالي يې په وينو سره شول. مرګ خوحق دی خو په ځوانيمرګ مساپر د چا زړه نه خوږيږي؟.
په دې وخت کې دکلا دروازه وټکېده، ادې وارخطا جګه شوه او د کلا دروازه يې خلاصه کړه. له بابک سره شپږ اووه تنه ميلمانه راغلل، په پوزي کېناستل. ما غلي شانته مېلمانه له نظره تېر کړل، فقط يوسړی مې ونه پېژانده، چې د بابک په شان يې هېبت ناکه څېره اواوږده برېتونه لرل .
پلارمې مورته وويل :
_ دا د توت لوګی دې خدای ووهي. ورشه د اصيل کور نه د څېړۍ لرګي راوړه !
د مېلمنوله ډلې يوه تن وويل:
_ حاجت نه شته موږروان يوو . که په کورکې ګوړه اوتوتان وي رايې وړه چې ديوې پيالې چايوسره يې وخورو ، چې تاوده شووبيابه ځو. هغه نورخلک به اوس ((سورۍ غونډۍ )) ته رسېدلي وي. هواډېره سړه ده هغوی به په انتظارکې نه پرېږدو .ورپسې يې زماله پلارنه وپوښتل :
_ ﻻﻻ ، دومره ډېرخلک موولې راغوښتل . دجنازې کټ دپاره خواته يالس تنه بس دي .
_ داغم دټولودی . بايدټول په ښه اوبده کې سره شريک شو. هسې نه سباڅوک ووايي ،چې موږ له هېڅ شي نه خبرنه يوو . داکار دوی په خپل سرکړی دی .
بل مېلمه پوښتنه وکړه :
¬_ جنازه کوم ځای ته وړو ؟
پلارمې ورته وويل :
_ ترهغه ځايه وړوچې بيابېرته په تياره کې خپلوکورونوته راستنېږ واوڅوک موونه ويني.
په دې وخت کې چاداستفهام په توګه زماخواته اشاره وکړه . بابک وويل :
_ پروا مه کوۍ ، زه به يې وپوهوم چې چاته حال ونه وايي .
رښتياخبره داده ،چې اوس نيمه پېړۍ تېره شوې دهغه راز څرګندول چاته زيان نه رسوي .
ë ë ë ë
دژمي په سړه شپه کې په شنه اسمان کې ستوري له يخنۍ رېږدېدل . يوځوانيمرګ شهيدپه دښتوکې سرګردان ګرځېده . دورځې به يې په کوم پټ ځای کې دمه جوړوله اودشپې به له يوې سېمې نه بلې سېمې ته تلو . دی له هندوستان نه دزرمت ( زرملې ) خوا ته روان ؤ . نه پوهېږم چې په پای کې به خپل منزل ته رسېدلی وي اوکه په دوړو او ګردونو کې به يې ﻻر ورکه کړي وي!
د1995 دمې دوه ويشتمه
مونشن ګلادباخ _ جرمني
ارواښاد استاد محمدصديق روهي
www.s-rohi.com
د انسان لوى څلور دښمنان، چې غواړي انسان تېرباسي او د هلاكت كندې ته يې ور ټېل وهي، ستر څښتن جل جلاله په خپلو قرآني آيتونو او د بشريت ستر لارښود حضرت محمد صل الله عليه وسلم په خپلو سپېڅلو ويناؤ كې بيان كړي او په جلا جلا توګه يې په ګوته كړي دي:
۱- لومړى ستر دښمن شيطان دى، هغه چې د ټولو انسانانو پلار آدم (ع) يې تېر ايستلى ؤ. داسې چې خداى جل جلاله آدم (ع) او د هغې ميرمنې ته وويل چې: اې آدمه! ته او ستا ميرمن په جنت كې اوسئ، پراخ خوراكونه كوئ، خو دغې غنم ونې ته مه ورنېږدې كيږئ او كه داسې مو وكړل، نو د تيري كوونكو څخه به وشمېرل شئ.
له دې موقع نه په ګټې اخېستو په خپل ټول مهارت هغوى تېرباسل، د جنت له سپېڅلي خاورې نه يې بهر كړل او نړۍ ته يې راولېږل، د ځينو په وينا دا د آدم تېروتنه نه وه، بلكې له جنت نه ځمكې ته د بېولو يوه بهانه وه، ځكه چې تولد او نسل ډيريدل په جنت كې نه وي او خداى جل جلاله دا غوښتل.
شيطان ورټل شو، خو لوړه يې وكړه، چې زه به د تل له پاره د خداى جل جلاله انسانان او نېك بنده ګان بې لارې كوم. له همدې امله خداى جل جلاله خپلو انسانانو ته سپارښتنه كوي، چې انسان ستاسو لوى دښمن دى، د هغه مه منئ او د خداى جل جلاله په لار لاړ شئ.
۲- د انسان دويم اساسي او ستر دښمن، خپل نفس دى. همدا نفس دى، چې انسان له يو لړ تېروتنو سره مخامخ كوي. لومړى كس چې د خپل نفس يې منلي وو، هغه د آدم (ع) زوى (قبيل) ؤ، چې خپل ورور (هبيل) يې وواژه، همدا د نفس منلو لامل ؤ، چې تر ننه يې موږ انسانانو ته ورور وژنه اسانه كړې او هېڅ پروا يې نه لرو. هره ورځ د يو چا په لاس لسګونه بې ګناه كسان وژل كيږي، خو څوك پرې زهير هم نه دي.
انسان ته ويل شوي، چې، څوك چې د خپل نفس ناروا غوښتنو ته سر ښكته نكړي، ځاى به يې جنت وي.
۳- د انسان دريم دښمن، شهرت پرستي او ناوړه غوښتنې دي، نوموړى دښمن انسان تل د هلاكت كندو ته ورټېل وهي او همداراز د انسان، انساني محبوبيت د نورو پر وړاندې بې ارزښته كوي.
په دې كار سره انسان په ګناهونو كې ډوبيږي او دا داسې يوه ناروغي ده، چې درملنه يې په ټوله نړۍ كې هم نه كيږي.
انسان هغه مهال لوړ مقام ته ر سيدى شي، چې له شهرت غوښتنې نه ځان وژغوري، په دې اړه الله جل جلاله فرمايي:
ژباړه: ((چا چې خپل نفس له ځان خوښۍ او ناوړه غوښتنو څخه وژغورو، پرته له شك به يې ځاى جنت وي.)).
۴- د انسان څلورم دښمن، بد او ناوړه ملګر دى.
د بد او ناوړه ملګري، ملګرتيا د فساد په خورولو كې خورا ستر رول لري. ډېر ځله انسان يو پد ملګرى له داسې تېروتنو سره مخامخ كوي، چې بيا يې له هغې لارې خلاصون ناشونى وي.
د انسان له يادو څلور واړو دښمنانو نه د خلاصون يوازېنۍ لاره تقوا او پرهېزګاري ده.
پښتو متل دى:
((كه دښمن دې ګېدړ هم وي، تابيه ورته د زمري نېسه.)).

حافظ حسام الدين ((رحيمزى))
د خوست پوهنتون محصل

پوښتنه: پخوا په پښتو كې ژورنالېزم ته څه پاملرنه نه ده شوې، ولې اوس ښه په چټكى روان دى، ګڼ شمېر جريدې او مجلې چاپ كيږي، راډيوګانې او ټلويزيونونه هم زيات شوي، د دواړو (تېر او اوس) ته په كومه سترګه ګورئ؟.


ځواب: اول خو د سياسي جبر له مخې پښتو ژبه تر همدا څو لسيزې پخوا هم د ژورنالېزم ژبه نه وه او دا هغه ستم ؤ، چې سياسي شرايطو په پښتو كړى ؤ، وروستيو پېښو، اجتماعي بدلونونو او ښارونو ته د پښتنو راتللو او د يو ادبي مشر نسل د هڅو له بركته پښتو ژبه د ژورنالېزم ژبه شوه، د راډيو او ټلويزيون ژبه شوه، د كتاپ، مجلې او اخبار ژپه شوه. د ټولو هغو لويو سټو او لېكوالو اروا دې خداى جل جلاله په جنت كې لري، چې پښتو ژبه يې دې معيار ته را ورسوله، نو د همدې له پاره دا طبيعي ده چې موږ دې ډېره اوږده تجربه كه ووايو څو پېړۍ تجربه په دې برخه كې ونلرو، نو دا به زموږ له پاره يو توجه وي، خو څه چې تسو وويل اوس اوس راډيوګانې، ټلوزيونونه، مجلې او حتى سايټونه لرو، چې تر ټولو معاصره مطبوعاتي پرخه ده (برېښنايي ژورنالېزم) خو دا چې څنګه دى، كيفيت يې څنګه دى، خومر ه مسلكي دى، يا څومره تخصصي دى، په دې برخه كې وروسته پاتې يو، هغه داسې چې اول موږ موازين نه پېژنو او كه بيا يې پېژنو نو هغه ډېر ابتدايي دي او مراعات كوو يې نه. په نوره نړۍ كې د ژورنالېزم دوه معيارونه دي، لومړى بايد د ژورنالېزم په پرخه كې لوړې زده كړې ولري او كه دا نه وي، نو په ژورنالېزم كې بايد اوږده تجربه ولري، زموږ ځوان نسل اوس په ژورنالېستيكه پرخه كې ډېر فعال دى او دوى له داسې يو نسل څخه مايك او قلم نه دى تسليك كړى، چې هغوى دې په ژورنالېزم كې كافي تجربه ولري، دوى خپل ابتكار كوي او د ژورنالېزم له عرصه كې نوي ګامونه اخلي، له بلې خوا زموږ د ژورنالستانو اړيكې له بهرنۍ نړۍ سره شليدلې دي، چې دوى د نورې نړۍ له له ژونالېزم څخه تجربه ترلاسه كړي. د همدې له پاره موږ د مسلكي پلوه څه ستونزې لرو او هم د امكاناتو له اړخه هم يو څه فقير يو، دې كې شك نشته افغانستان جنګ ځپلى هېواد دى، هغه امكانات چې رسنۍ يې بايد ولري، دلته يې نه لري، مثلاً په نوره نړۍ كې مطبوعات د بزنېس مسله ده، هلته خلك له ژورنالېزم څخه ګټه ترلسه كوي او ډېر عايد لري او عايد په خپله په ژورنالېزم ښه تاثير لري، په افغانستان كې تر اوسه هم هر څوك چې په ژورنالېزم كې كار كوي، سترګې يې يوې مؤسسې ته يا بهرني دولت او يا خپل دولت ته وي، چې هغه رسنۍ چې دى پكې كار كوي، د هغې مصارف پوره كړي او دا پخپله د ژورنالېزم په كيفيت ناوړه اغېز كوي. اول خو ژورنالېست خپله خپلواكي له لاسه وركوياو د ژورنالېست له پاره خو خپلواكي د كار د وسيلې د روح حيثيت لري، كه موږ جاته پيسې وركوو، نو خپلواكيې يې وژنو او دا يوه لويه نېمګړتيا ده او له بلې خوا موږ همېشه په ېد اندېښنه كې يو چې كه دا مرسته قطعه شي، نو زموږ رسنۍ به په ټپه ودريږي او دا خپله د كيفيت په راټيټولو مستقيم تاثير لري. زه خوشبين يم چې په راتلونكي كې به يو مبتكر او موفق ژورنالېست نسل ولرو.
پوښتنه: لېوال صيب! تاسو دلته د تحقيقي ژورنالېزم بنسټ ايښى، اول خو تحقيقي ژورناليزم څه؟ او بيا د افغانستان په اوسنيو شرايطو كې به څومره موثر ګامونه واخلي؟.
ځواب: تحقيقي ژورنالېزم تقريباً يوې نوې پديده ده، په نړۍ كې هغه وخت ډېر پام ور واوښت چې د نړيوالې دوړيمې جګړې را وروسته يو شمېر مطبوعاتي ټيمونه جوړ شول، چې د دويمې جګړې زيانونه او تلفات معلوم كړي، په دې كې به يو شمېر ژورنالستان سيمه په سيمه ګرځيدل، سروې ګانې به يې كولې او د هغه مجموعې به يې چاپولې، هغه وژنې ، جنايتونه او ترورونه بۀ چې شوي او هغه استخباراتي شبكې به چې فعالې وې، تر ډېره بريده د دوى فوكس په هغو استخبالراتي شبكو بآندې ؤ، دا بيا وروسته په نړۍ كې عام شو او پراختيا يې ومونده، كه په ساده ژبه ووايم تحقيقي ژورنالېزم د هغو مسايلو د رابرسېره كولو له پاره كارول كيږي، چې سياسي كړۍ يې پټول غواړي، مثلا: په عراق كې د ابوغريب زندان پېښه، امريكايي ځواكونو هېڅكله نه غوښتل چې دا پېښه رسوا شي، خو يو ژورنالېست ولاړ او د هغې عكسونه يې پيدا كړل، په دې اړه يې تحقيق وكړ او دومره لويه هنګامه يې په دنيا كې جوړه كړه. تحقيقي ژورنالېست په هغه حقيقت او واقعيت پسې ګرځي چې واكمن كسان د هغه د پټولو له پاره هڅې كوي او دا يو ډول مجادله ده، خو ډېر دقت په تحقيقي ژورناليزم كې د دې له پاره په كار دى، چې هر څه چې ويل كيږي، هغه بايد واقعي رېښه ولري او خامخا هغه څه چې اخېستل كيږي، هغه بايد په ارقامو او ټولو هغو ځانګړنو چې پېښ شوي وي، بايد دقيق وي، له همدې امله تحقيقي ژورنالېزم يو څه سخت او يو څه خواري غواړي، خو ډېر جدي ضرورت هم دى.
په افغانستان كې د تقيقي ژورنالېزم د رامېنځته كولو له پاره په اوسنيو شرايطو كې ډېره جدي اړتيا ده، ځكه موږ له څو ډوله سياسي، نظامي او ملي ګواښونو سره مخامخ يو، هم د ننه او هم له هېواده بهر. مثلاً: كه يو يو ژورنالېست په مستندو دلايلو پيل وكړي، چې په دولتي ادارو كې كرپشي، يا د فساد حد څومره دى او په مستندو اسنادو دا پيدا كړي، چې په افغانستاك ېكوم هېواد لاسوهنه كوي او د لاسوهنې موارد ثبت كړي او دا داسې موضوعات دي، چې د افغانستان له سرنوشت سره نن تړلي دي او څوك به دا ټول په جزياتو او واقعيتونو رابرسېره كوي، دا يو محقق ژورنالېست ټيم ته اړتيا لري، هغوى به د ژورناليزم وسايل لكه: ټايپ، كمره، راډيو، ټلويزيون او اخبار ولري او كار بايد د محققينو وكړي، تر څو د ا پټ رازونه راپيدا كړي، دا په هغو هېوادونو كې چې ډېموكراسي يو څه عامه ده او خلك غواړي چې اطلاعات ترلاسه كړي، هلته زښت ډېر ارزښت لري، آما د افغانستان غوندې هېواد كې چې دلته دېموكراسي يوازې يو نوم دى، ډموكراتيكو ظوابطو لا ځاى نه دى موندلى، خو هڅه روانه ده چې د ډېموكراسۍ خوا ته لاړ شو، نو خلك د واقعيتونو، حقيقتونو او اطلاعاتړ ترلاسه كولو په مزيت لا ډېر نه دي خبر، مګر يو شمېر كسان شته چې غواړي په هر څه پوه شي، چې بالاخره څوك زموږ په سرنوشت لوبې كوي، كومه واقعه ده چې موږ يې بدبخته كړي يو. راځى په همدې خوست كې وګورو، چې سره له دې دومره اقتصادي پوتنشيل، ولې لا تر اسوه وروسته پاتې دى او يا په خوست كې د طبعي امكاناتو او منابعو، يا جغرافيايي موقعيت ته په پام څه ډول كيداى شي، چې دغه منابع او امكانات او يا اقتصادي عايداتو سم وېش او په عامه خدمتونو لګول، څه ډول امكان لري، كه په دې څوك يو تحقيقي ګزارش وليكي، دا به د خلكو له پاره ډېره جالبه وي، نو د دې له پاره تحقيقي ژورناليزم يو څه وخت، امكاناتو او زياتو هڅو ته ضرورت لري، بيا خپل معيارونه لري، سټنډرډونه او ظوابط لري، چې څه ډول پيل شي، څنګه كار پكې وشي، رېسرچ وشي، له منابعو څنګه استفاده وشي، ژوندۍ منابع كومې دي، كومو كتابونو، يا ډيټابسونو څخه استفاده وشي، له احصايو نه څنګه ګټه واخېستل شي؟؟؟.
دا بيا يو شمېر خپل اصول لري، چې له بده مرغه تر اوسه زموږ په پوهنتونونو او ژورنالېزم پوهنځيو كې څوك نه پرې پوهيږي، دا د دوى حق دى، ځكه چې دلته سيستم ډېر زوړ دى، ما هلته په دې برخه كې يو څه موده زده كړې وكړې، نو يو شمېر زلميان دلته پيدا شلو، هغوى غوښتنه وكه، چې په دې موږ دلته شروع وكړو. د دوى علاقمندي دومره زياته وه، چې موږ دلته يو انستيتيوت جوړ كړو، د تحقيق راپور ليكنې په نوم او هلته مو هغه خپله لومړنۍ ډله وروزله، هغوى اوس په دې باندې بوخت دي، چې خپل تحقيقي ګزارشونه وليكي، خو البته باي هم وايم چې دا ډېر وخت او امكانات غواړي.
پوښتنه: يوه بله مسله چې په ژورناليزم كې ډېر ارزښت لري، اخلاق دي، كه ووايئ چې دا دلته څومره مراعات كيږي؟.
ځواب: د ژورناليزم اخلاق اوس يوه نړېواله مسله ده، البته دا د يوې ټولنې د دوديز اړيكو سره مخامخ تړاؤ لري، هر هغه اخلاقي اصل چې په ټولنه كې ورته درناوى كيږي، په ژورناليزم كې يې هم بايد درناوى وشي، دا د ژورناليزم د اخلاقو يو لوى اصل دى، مثلاً هغه څه چې په افغانستان كې د احترام وړ دي، هغه ممكن په امريكا كې نه وي، د افغانستان ژورناليزم بايد دغه ټولنيز اصل ته احترام ولري او په امريكا كې كه هغه ته درناوى نه وي، پروا نه لري او دا هم بايد ووايو، چې د ژورناليزم اخلاق مخامخ د اجتماعي احلاقو سره تړاؤ لري، خو ځينې احلاقي معيارونه د ننه په ژورناليزم كې له مسلكي پلوه شته، چې هغه بيا بېله پاملرنه غواړي، مثلاً د پټې كامرې كارول، دا غير په ژورناليزم كې غېر اخلاقي كار دى، دا په ټوله نړۍ كې همداسې ده، يا مثلاً تاسو د ژورنالېست په صفت چاته ورځئ، هغه درته يو څه خبرې كوي او تاسو ته معلومات دركوي، خو غوښتنه درنه كوي، چې دا مه خپروه او ته بيا هم دا خپاره كړې، دا په ژورناليزم كې غېر اخلاقي كار دى. كله كله د زېړ ژورناليزم اصطلاح هغه وخت كارول كيږي، چې د ژورناليزم ل موازينو تيرى وشي او كله كله د ځينو مسايلو له پاره د پټې كامرې كارول تر بحث لاندې دي، ما د خپلو زد ه كړو په موده كې د برازيل په هېوا كې د پټې كامرې كارولو يو فلم وليد، چې پټې كامرې يو ډېر لوى كار كړى ؤ، او يو ډېر لوى مصيبت يې رفع كړى ؤ، بيا بحث شو چې دى خو ډېر لوى كار كړى او د ژورناليزم له پلوه ده، دا حق درلود چې دا كار وكړي.
نو دا ډول مسايل شته چې اوس هم تر بحث لاندې دي، خو له بده مرغه څه ډول چې دلته سياسي اخاق كمزوري دي، ملي اخلاقو ته پاملرنه نه كيږي، هماغه ډول ورناليستيكي اخلاقو ته هم ډېر پام نه كيږي او زما دا خبرې يو شمېر سياسي اشخاصو او زورواكو ته متوجه دي، زموږ عام خلك زموږ شريف ملت د خپلو دوديزو او كلتوري اخلاقو د ساتلو تر ټولو لوى ځواك دى، خو هغه پېښې چې د كمونستي پلوه حكومتونو، يا تنظيمي جنګونو په وخت كې وشيو، هغه وخت كې حكومتونو دا جرات نه درلود چې ټولې پېښې، حقيقتونه او واقعيتونه خلكو ته ووايي، لا تر اوسه هم ډېر څه پټ پاتې دي او دا د تېرو جګړه مارو ډلو د اخلاقو كمزوري ښيي، نو ټولې هغه رسنۍ چې د هغو خلكو په خدمت كې وي، هغوى هم په دې كمزورۍ يا د اخلاقو خلاف جرمونو كې ورسره شريكې دي، ځكه دوى خپل رسالت نه دى سرته رسولى، ځكه د ژورناليزم اخلاق د ژورناليزم په مسؤوليتونو تكيه كوي اول بايد ژورنالېست خپل مسؤوليتونه وپېژني او د دې مسؤوليتونو د ترسره كولو له پاره بايد يو شېمر ظوابط په پام كې ولري، همدغه ظوابط د ژورناليزم اخلاق دي.
پوښتنه: د ژورناليزم د ښه كولو له پاره كومې لارې چارې اړينې دي، چې بايد په لار واچول شي؟.
ځواب: زما په نظر وسايل به اماده شي، فضا به اماده شي، دا دومره سخت كار نه دى، اما خپله مسلكي پوهه لوړول او مسلكي تجربو زده كول، د نړيوالو كاميابو ژورنالېستانو، اژانسونو او مطبوعاتي مركزونو له تجربو څخه ګټه اخېستل، په ملي او نړيواله كچه له ټولو معلوماتو څخه ځان خبرول، يا لږ تر لږه په هره برخه كې د يوې متوسطې كچې معلومات حاصلول، دا ټول ډېر ضروري دي، چې بايد يو ژورنالېست يې ترسره كړي، يوازې كوم ځاى تقرر او د مايك پيدا كول دا كافي نه دي، چې ژورنالېست به شې، كه موږ د خپلې پوهې سطحې لوړولو هڅه ونه كړو، نو سمه پوښتنه به ونكړاى شو، كله چې سمه پوښتنه ونكړاى شو، سم تحليل به ونه كړاى شو، كه موږ يو مبصر يو، سم تحليل به هغه وخت وليكلى شو، يا به يې واورولى شو، چې موږ په يو څه خبر يو، زما هدف دا دى چې د خپلې پوهې د كچې لوړول د ژورناليزم د ښه كيدو له پاره ډېره ضروري او حتا حياتي مسلۀ ده.


د امريكا هوښيار چارواكي:
ï ï ï ï ï ï ï ï ï ï ï ï ï ï ï ï ï ï
کله چې جورج بوش له هند څخه ليدنه کوله، نو د هند د جمهور رئيس عبدالکلام له خوا چايو ته دعوت شو. بوش له عبدالکلام څخه وپوښتل، چې د رهبرۍ يا ليډرشېپ فلسفه يې څه ده؟ هغه ورته وويل: « زما فلسفه داده، چې خپل شاوخوا هوښيار خلک راټولوم. »
بوش ترې وپوښتل: «څنګه پوهېږئ، چې هغوی هوښيار دي؟».
عبدالکلام: «زه له دوی څخه سمې پوښتنې کوم او ازمويم يې. اجازه راکړه چې عملاً يې درته وښايم.» بوش ورته کتل، چې هغه دهند لومړي وزير من موهن سنګ ته تليفون وکړ: « ښاغلی لومړی وزير! لطفاً زما يوې پوښتنې ته ځواب ووايئ: «ستا دمور اولاد دی او ستا دپلار اولاد دی، خو ستا خور او ورور نه دي، ووايئ چې دا به څوک وي ؟».
من موهن سمدستي ځواب ورکړ:
« صيب ! ره پخپله يم . »
عبدالکلام: « بيخي صحيح ده، ډېره مننه او دخدای په امان!».
غوږۍ يې کېښوده او بوش ته يې وويل، چې : « اوس پوه شوئ ؟ ».
بوش د هو سر وښوراوه: « ښاغلی جمهوررئيس! ډېره مننه، زه به حتماً ستاسوله تجربې څخه کار واخلم. »
کله چې بوش واشنګټن ته ستون شو فکر يې وکړ ښه ده، چې لومړی کانډوليزا رايس وازمويم. هغه سپينې ماڼۍ ته راغواړي او ورته وايي چې : « که چېرې زما يوې پوښتنې ته ځواب ووايې، نو زه به ډېر خوشحاله شم.»
رايس: «ولې نه صيب!، ستاسو پوښتنه څه ده ؟»
بوش ترې وپوښتل: « ستا دمور اولاد دی او ستا دپلار اولاد دی ، خو ستا ورور او خور نه دى، څه فکر کوې، چې دا به څوک وي؟». رايس اريانه شوه، تر ډېر فکر وروسته يې وويل: « هيله ده ماته يو څه وخت راکړئ، زه به يې ځواب پيدا کړم.» بوش ورسره ومنله.
رايس سمدستي د سناتورانو يوه غونډه راوبلله، هغوی هم څو ساعته چورت وواهه، خو هېچا ځواب ورنه کړ. آخر رايس په ډېرې ناهيلۍ کولين پاول ته تلفون وکړ او خپله ستونزه يې ورته بيان کړه: « ښاغلی پاول ! ستا د مور اولاد دی او ستا د پلار اولاد دی، خو ستا خور او ورور نه دي، کولی شئ راته ووايئ چې دا به څوک وي؟.»
پاول سمدستي ځواب ورکړ:
« البته ، زه پخپله!»
رايس دآرامۍ ساه واېسته او په بيړه يې ځان سپينې ماڼۍ ته ورساوه، بوش يې ومينده او په خوشحالۍ يې ورته وويل:
« صيب ! ځواب مې بيامونده، هغه خو زموږ ستاسو خپل کولين پاول دی!»
بوش په ډېرې بېزارۍ سره ځواب ورکړ: « بيخي غلط! هغه دهند لومړی وزير من موهن سنګ دی.»
www.s-rohi.com


مطبوعات او پيوستون
خوست راډيو: (( په صبريو كې تښتول شوې اووه كلنه نجلۍ، له هېڅ سياسي ګوند سره تړاؤ نه لري.))
پيوستون: با با دا څه وايې؟!
د افغانستان سياسي ګوندونه دومره پرمخ ولاړل، چې ماشومان يې هم جذب كړاى شول؟!!.
واوره: ((د نړيوال كيدلو اصلي څېره)).
پيوستون: ((چاته به څه، چاته څه ښكاري))، خو ښكاري دا چې په تحقيق سره غواړي، د نړۍ يو ستر ښكرور، چې غوبل كړي، ټوله نړۍ په استفادې د دې نوم سره!.
ويسا ورځپاڼه: ((آيا له ډېورېنډ څخه سترګې پټولى شو؟.))
پيوستون: كه زموږ منې، دا پوښتنه د بلخ له والي، د پيام مجاهد له چلوونكو او نوې جوړې شوې سياسي جبهې له غړو څخه وكړئ!!.
ملي اصلاح: ((افغان پوليس غله دي!))
پيوستون: پوليس خو هم خېر، معاش يې د يادولو نه دى او ژوند يې د مرګ په خوله كې. هغه څوك ولې نه يادوئ چې په سړه چوكۍ ناست زرګونه ډالر اخلي او بيا يې هم له غلا كولو نه كيږي!!.
ولس هيله: ((د خوست ادبي ميلې په نوم كلنۍ مشاعره جوړه شوه.))
پيوستون: دې ته وايي د نر زامن! د خپل جېب په پيسو يې دومره ستر كار وكړ، كه د خلكو غوندې ډالري فنډونه خو تر لاسه كړي، ښايي كلنۍ په ورځنۍ واړوي.
جانان زما غېږ كې ويده دى
د خپله لاسه مې شړومبې وركړي دينه!