رسیدن به آسمایی :03.2008 .20؛ تاریخ نشر در آسمایی :03.2008 .23

 

لنډه كيسه

اکبر کرگر

حلاجي !

له هماغه وخته چې ښار ته راغلم دهغې په فکر کې شوم.  ماته هغه وخت ډير عجيب شی بريښيده.  يوازې په ذهن کې مې دهغه تصويرونه اوشکلونه جوړول.  ښار ته له را تگ نه دمخه مې ورته نوم هم نه وو اوريدلی.  په يوه نيم ځای اوکه په کوم کور کې به مې هسې اونگ دشيانو دټکولو اوميده کولو له پاره هم وليده نو ډير سات به ورته ودريدم.  اواز به يي را ته دموزيک په څير ښکاريده اودهغه دگوزارونو پر اثر به ميده کيدونکو شيانو له ځانه سره په فکر کې واخيستم.  ډير سات به ورته ودريدم هغه وخت به مې د ټکوونکو لاسونو ته پام نه و.  بلکې يوازې داونگ لاستي او کټۍ ته به فکر وړی ووم چې څومره سخته اوريز مريز کوونکی کار دی. 

خو کله چې ښار ته راغلم نو د غوښې د ماشين نوم مې هم واوريده.  چا به ورته د کوفتې ماشين وايه اوچا به ورته دغوښې ماشين او چا به ورته د غوښې حلاجي.  د حلاجي کليمه ما ته هم په زړه پورې وه- ځکه چې ما په خپل کلي کور کې حلاجي ليدلې وه.  او د غوښې حلاجي ما هم داسي فکر کوله چې گوندې د پنبي دانې او د مالوچو بيلول به کوي. 

رښتيا درته ووايم له هغه مهاله اوس ډير وخت تير دی ما ته د غوښې حلاجې چې د مالوچو د هغې په څير چې سپين مالوچ له تورې پندانې بيلوي يو ډول ښکاريده ما به فکر کاوه چې د غوښې حلاجي به هم غوښه او هډوکې بيلوي او د مالوچو د حلاجې په څير به په اسانۍ تاويږي يوازې لکه مالوچ به غوښه هم بيلوي. او رښتيا چی وختونه د انسان فکر او ذهن بدلوي او دا ډول د هغه هر څه له پخوا سره بيلوي.

يوه ورځ زه هم په سودا پسې بازار ته ولاړم.  د کور او ماشومانو له پاره مې ډير څه واخيستل اوڅه شيانو ته چې اړ ووم وامې خيستل.  خو د غوښې حلاجې پسې مې سترگې هري خوا واړولې.  ډير ورپسې وگرځيدم چې څه پياز او نور شيان ترې تير اوميده کړم.  ما ته هغه وخت د غوښې حلاجې د مدنيت نښه وه په ليدو پسې يي ليونی وم.  اوتر اوتر ورپسې د قصابانو په کوڅو کې هم وگرځيدم.  هيڅ مې ونه ليدله.  نوره يي هم د ليدو تنده را سره زياته شوه تلوسه يي راسره پيدا شوه.  ما ورته د غوښې حلاجې ويله- حال دا چې هغو لکه چې په بل نوم يادوله.  هرې يوې هټۍ ته چې به ودريدم او يا به ورنږدې شوم او پوښتنه به مې وکړه چې د غوښې حلاجې شته ، نو هټيوال به وروځې وارتولي او ځان به يي ناجاڼه کړ.  او بيا به يي راته داسې وکتل چې گواکې زه هم ډير وروسته پاتې کليوال يم چې له قصابانو دا څه غواړم.  هغوۍ ټول قصابان وو.  قصابي يي کولې خو د غوښې حلا جي يي نه پيژندله.  ما ته به هم لږ شان ناخبره او بې مالوماتو ښکاره شول.  په فکر کې به راته د مجلسونو ، سالونونو اوميلمستيا وو خبرې ياد ته راغلې چې د نويو ماشينونو په باب به پکې خبرې کيدلې.  له ځانه سره به مې وويل نو دوې ولې د خپلې گټې او ښيگڼې څخه خبر نه دي ولې يي نه پيژنې لکه چې د دوې خواړه او د کوفتې غوښه ښه نه ايسې که څنگه ؟

ما ته هغه وخت ټول ښار، بازار ړوند بريښيده.  ځکه چې دوې دغوښې حلاجې نه پيژنده اوپه همدې تصور اوخيال مې ډير عمر په ښار کې تير کړ.  هر کله چې به کوم مجلس کې د غوښې د برقي ( برښنايي ) ماشين خبره راپورته شوه ما به ځان ناخبره او ناجاڼه نه اچاوه. داسې به مې ښووله چې ما هم ليدلې دی او زه هم پرې کله نا کله غوښه کوفته اوميده کوم.  او چې کله به د برقې ماشين په باب به خبرې کيدلې نو زه به دوه زړې شوم : له يوې خوا به مې خپله ناخبري را ته ودريدله چې ما ولې د غوښې حلاجې نه ده ليدلې.  او بل به مې په ظاهرې توگه له هغو ناستو کسانو سره سر خوځاوه.  په واقعيت کې به ما دوه نقشونه تر سره کول: يو واقعي او له خپله ځانه سره او بل ظاهري او د ځان د پټولو له پاره.  په ظاهر کې به مې له هغو سره سر خوځاوه چې رښتيا د غوښې ماشين کلکې غوښې ميده کوي نرموي، که کاڼي ورته واچوې هم په کې ايره کيږي.  خو داسې نه وه. 

کله ناکله به ما هم ورته د دروغو کيسې پيل کړي.  خو خبر نه ووم چې د غوښې حلاجې څه اژدها ده.  څومره غوښې له ستوني تيروي ښارونه تر ستوني تيروي.  کلي ورانوي او سيندونه له کومې تيروي، يوازې د غوښې ماشين نه بلکې د هر څه ماشين دی.  د هستۍ او نيستۍ د بربادۍ او رانغاړلو هغه. 

ډير وخت را باندې همداسې تير شو.  د غوښې د حلاجۍ فکرونو پر سر اخيستی ووم.  د هغه څه په باب مې فکرونه کول چې ما نه وو ليدلي.  خو يو وخت عجيبو فکرونو پر مخه واخيستم.  هر مجلس او هر ځای ته چې به ورتللم نو خپل اصلي ځان به مې له ځانه پټاوه.  په دې فکر کې به ووم چې بايد هڅه وکړم راغلي اوناست کسان زما په ناپوهۍ ونه پوهيږي.  هغوۍ بايد پر دې خبر نه شي چې زه يو کليوال سړی يم.  زه له مدني ژونده نا خبره يم. زه د برښنا ماشين او د غوښو له ماشين نه نا خبره يم.  زه په الوتکه کې نه يم الوتلی.  ما هيڅ نه دي ليدلي.  زه په محفلونو کې د خوښيو په مجلسونو کې له مست موزيک سره په نڅا نه پوهيږم.  له مست موزيک سره مې ټوپونه نه دي زده.  او داسې نور. ..

خو په دې ټولو تصوراتو کې زه د غوښي ماشين نه ليدلو ډير ځورولم او هغه مې د خپلې ښې اشتها له مخې هم خوښيده په دې خاطر مې هم خوښيده چې غوښه مې خوښه وه. او په دې فکر کې به ووم چې کله له دغه ماشينه غوښه تيره شي نو مزه او خوند به يي ارو مرو نور هم زيات وي. 

يوه ورځ په يوه مجلس کې په دې باب٬ په دې او د نورو لوکسو شيانو د ليدلو په اړوند ډير پاتې او کم راغلم.  ډير مې ځان کوچنی احساس کړ.  ځان را ته ډير عاجز ښکاره شو.  هغه شيبه مې په خپل پلار او خپلې کورنۍ منت راغی چې کاشکې خو يي زه په کلي کې نه وای زيږولې او هلته يي نه وای رالوی کړي.  کاشکې خو يي ما ته ښاري ژوند را ښودلای وای.  اوس به ولې د خپلو همزولو په مخ کې دومره کوچنی او کم راتلم. ما خو به هم لږ تر لږه يو څه د تمدن نښې ليدلي وای. 

ما سره له دې چې څو ټولگي لوستي وو او لږ څه په خط و کتابت پوهيدم.  خو د غوښې ماشين سره او د نورو ډيرو ناليدلو شيانو سره به يو ځای فکرونو واخيستم.  ټوله ورځ مې په تصوراتو او خيالاتو کې تيره کړه.  وايي چې څوک څه په ويښه فکر کوي نو په خوب کې يي ويني.  دا وار پر ما هم داسې وشول.  ناليدلي اژدها مې وليده.  او د روزگار له ټولو خوږو او ترخو تصوراتو يي بيزاره کړم.

٭ ٭ ٭

نن بيا بازار ته راغلم چې شيان واخلم.  په تيره دا وار خو ارومرو چې بايد د غوښې ماشين ووينم.  بازار ډير گڼ او تود دی.  هرې خواته چيغې او اوازونه پورته دي.  د قصابانو کوڅي ته ورځم.  ټولو سرې چرمي کرتۍ اغوستي دي.  پسونه اوغوايي زوړند دي.  ټول په يوه وخت تيري چړې په خپلو څر منيزو چمتو را کاږي.  تيرې کوي يي.  او بيا غوښې را بيلوي.  پر يوه وخت کې د هر يوه په خوا کې د لرگيو کوندې ليدای شي. داسې چې د تيرو تبرگيو گوزارونه پر خپل ټټر اخلي.  غوښې د ماشين خولو ته اچولی کيږي.  په خولو کې يي ميده غوښې راووځي.  او سرې اوبه تري لاندې لارې کوي.  ککړ او چټل لښتي ډکوي او بيا په هغو کې پرنځيږي او خوسا بوي ترې پورته کيږي. 

ټول بازار سور ښکاري.  لمر هم سور بريښي.  رنگۍ وريځې هم سرې ښکاري.  ديوالونه هم سره ښکاري.  د خوب بستر مې هم سور دی.  او هر څه دا ډول سره مالوميږي.

نه پوهيږم لکه چې ما په خپلو سترگو سور رنگ وهلې دی ؛ او که څنگه ؟

د هرې هټۍ پر مخ کې د غوښو ماشينونه وينم. . لومړی خوښيږم.  دا دی زه يي هم پيژنم.  ما هم ليدلی دی.  څوک وايي چې زه يي نه پيژنم. زه خو څه ساده انسان نه يم.  د غوښې ماشين نه چې په ډيرو شېانو پوهيږم.  گورې چې پر هر څه پوهيږم.  خو دا د برښنا په وسيله چې چليږي واي ډير مدرن دی.  لکه چې نوې له بهر نه بازار ته را غلی وي. 

د قصابانو دوکانونه ډير فکر ته راځي.  د قصابانو د کوڅي اخر او پای نه بريښي.  ټوله سره مالوميږي.  د ماشين د چغاري اوازونه پلن دي.  زما په ذهن کې د غوښو د ماشينونو خولې هم ورو ورو پلنيږي.  غيږې پراخيږي او د اژدها بڼه ځانته غوره کوي.  ټولې خاوري ځانته راکاږي. .  ټولې غوښې.  ټول ماشينونه يوه خوله کيږي.  فکر کوم ټوله کوڅه ځانته راکاږي.  ماشين لوييږي.  پراخيږي.  فکر کوم انسانان هم را کاږي بازار هم را نغاړي.  او ښار هم خپلې خولې ته را کاږي.

ودانۍ هم په کې د پيازو په څير رالوييږي. .  سرکونه هم راکاږي.  غرونه هم په کې رانړيږي.  او ښوونځي او د ښوونځيو ماشومان او هر څه. . او لکه چې زما د پښو لاندې سرک او مځکه هم پر هغه لور د ماشين پر لور حرکت کوي ما هم راکاږي.. . زما کورنۍ او تر لاس نيولي ماشومان مې هم راکاږي.  تر پښو لاندې ځمکه مې پر هغه لور د ماشين د خولې پر لور حرکت کوي. ...

خو يو وار نا څاپه د لويي او اوږدې کړيکې سره له خولو لوند او جړب جړب په خپل کټ کې را کښيناستم.  د تن ويښته مې نيغ دريدلې وو.  شونډې مې له ويرې را وتلې وې. .. کاشکې مې د غوښو د حلاجې په باب هيڅ فکر نه وای کړی او کاشکې مې نه وای ليدلی... او کاشکې..

۱۸-۱-۱۳۶ ----کابل ميکروريان