رسیدن به آسمایی:01.2008 .22؛ تاریخ نشر در آسمایی :01.2008 .22

محمود نظری

بده سزا

لوی لالا دخپلوجګپورو همکارانو سره په منظرو وتلی وو او ګل هوسي يې کوله ؛ کله چې د شپی ناوخته را ستون شو؛ له ډیری ګل هوسی یې قی( کانګي) ووهه او خپل کاو بای دریشي یې چټله کړه ؛ سترګې يې له ډیره خشمه سرې شوی؛ تندی يې غوټه شو او په ډیر سیاست يې یو تن د یونیکا انډیوال ته چې ده ته نژدې ولاړ وو مخ ورواړوی؛ هغه يې يوه ټینګه چپېړه وواهه؛ دهغه ولې ولې په ویلو يې خروښ لا ډیر شو او په ټولو يې ښه مزغن وډبوی؛ د هغه خوار سر ورباندی وڅرخید؛ لنګۍ یې له سره ولویده ؛لوی لالا يې لنګۍ په لغته ووهله ؛ او خپل مرستیال ته يي په داسې حال کې چې له خشمه ریږدیدی وویل:

ده ته پېنځه کاله دافعانستان د مشرتابه سزا ورکړه.

نورو انډیوالانو یو بل ته په پوس پوسی وویل: خاورې یې پر سر شوې لکه چې بې قبره شو.

عمر تیریږی. یو ورځ د لوی لالا پام شو چې بیګناه انډیوال یې له پېنځه کاله ډیر هلته پاته شوی دی دهغه پر حال یې زړه وسو نو خپل مرستیال يې راوغوښت او د هغه نه یې په جدی ټوګه وپوښتل :

ما هغه ته د یوې دورې مشرتابه جزا ورکړې وه، خوهغه ولي دوې دورې د اجزا ګالي ؟

مرستیال يې وروورته وویل: صیب دوبي راپورټ را کړ چې ستاسو نیکر هم چټل و .