رسیدن به آسمایی: 11.2007 .30 ؛ تاریخ نشر در آسمایی : 11.2007 .30

محمود نظری

واه واه مشرفه!

جنرال مشرف په منډه سعودی ته ورسید د سعودی پاچا په غاړه کې لاس واچوه او هغه ته يې په سا نیولی ږغ وویل:
- کار خراب شو نواز واستوه!
هغه ور ته وویل:
- وارختا مالومیږی، بده ورځ په هر چا راځی. خیر نارینه د غم لپاره پیدا دی خپل غم ماته ووایه شاید زه مرسته درسره وکړم او غم به دی سپک شی.
مشرف په ژړا شو او د هغه په ګریوان کې یې لاس واچاوه او ویې ویل:
- زه په عسکری وردۍ کې ناست وم د دیموکراسۍ غوا مې لوښله چې سطل د شودو ډک شو غوا هغه په ښی پښې سطل وواهه او چپه شو؛ ما په یوه رسی د هغې ښی پښه په یوه تیر وتړله بیا مې هغه ولوښله چې بیا سطل ډک شو بیا یې په کیڼې پښې شودې توی کړې. دا وار مې په یوه رسۍ د هغه کیڼه پښه وتړله...
سعودی پاچا ورته وویل :
- خیر هیح مهمه نه ده !
جنرال مشرف په ژړا ژړا زیاته کړه:
- بیا می هغه ولوښله دا وار چې سطل ډک شو هغې په خپله لکۍ بیا سطل چپه کړ ؛ نوره رسی نه وه نو خپل کمر بند مې خلاص کړ د هغه لکۍ می پورته د چت په تیر وتړله په دی وخت کې زما پتلون وښویدی او ناببره بینظیربوټو پاکستان ته راننوتله او زه يې په دی بدحال کې ولیدلم.
دسعودی پاچاورته وویل:
- خیر دا به دي و رته تشریح کړی وای .
جنرال مشرف سر وښوراوه اوويي ویل:
- ډیر نور شیان هم وه چې هغه مې نه شوای ورته تشریح کولای. بی ابه شوم.
اوس ژر نواز شریف واستوه چی د هغه سره کومی موافقی ته ورسیږم.