رسیدن به آسمایی:01.2008 .14؛ تاریخ نشر در آسمایی :01.2008 .16
محمود نظري

ښایسته سالاري

کله چې کرزی او ورسره ملګری يې انګلستان ته په رسمي سفر ولاړه په میلمستیا کې د برتانیا ملېکې کرزی ته وویل :

- که غواړی د هیواد په چارو کې بریالی اوسې لکه ما پوه خلک پر څوکیو وګوماره لکه توني بلیر.نو د بېلګې په توګه یې د بلیر نه و پوښتل : ستا د مور او پلار اولاد دی خو ستا خور او ورور نه دی هغه څوک دئ ؟
بلیربېله دې چې سوچ وکړي په خندا يې وویل:
- صیب !هغه زه یم.
ملېکې د خوشالې چيغې کړی او کرزی ته يې وویل :

- ودي لیدل هغه بلیر دی!
کرزی چې افغانستان ته ستون شود ښایسته سالاري په پار يې د د وزیرانو په غونډه کې له وزیرانو نه وپوښتل:

- ستاسو د مور او پلار اولاد دی خو ستاسو خور او ورور نه دئ هغه څوک دئ ؟
په تالار کښې ژوره چوپتیا خپره شوه چا په ګوتو شمیرل پیل کړل، چا چټ ته کتل، چا بوټونه پر مځکه کښل او چا لکه فیلوسفانو ګوته سر ته نیولې وه....
د بهرنیو چارو وزیر د ډیر سوچ او ری وروسته خپله کوچنۍ ګوته پورته کړه او په بېړه له غونډې ووت.
د نورو تر منځ پوس پوسی او پټي خبرې پیل شوې
د دفاع وزیر حلق وچ او له ډیره زوره چپک شو ی وو وویل:
په خدا ی قسم دا بهر نی پوښتنه ده او ما بهرنی مداخله نه ده خوښه خو بیا هم ستا په درناوی پوښتم :
- آیا انسان دی؟
کرزی په خنداورته وویل:
- خود انسان دی.
د کورنیو چارو پر وزیر چې خولې راماتې وې په ګنګوره ژبه یې وویل:
- نر دی؟
کرزی په خندا ورته وویل:
- خود نر دی.
د سوداګری وزیر سروګراوه او په خوشالی يې وویل:
- افغان دی؟
کرزی ورته وویل:

- نه نه په دی مې غاړی بندیږی.
د برېښنا وزیر پوزه لا پلنه شوه او یې وویل:

- نعوذ بالله موږ يې په نورو څه!
نورو وزیرانو له ډلې نه چې سترګې پر مځکه ګنډلي وې ؛ د عدلیې و زیر نارې کړل:
- هلکو د لمانځه وخت نه دی؟
ټول په خوشالي له ځایو پورته شول د دیوال د ګړی په لیدو بیرته خواشینی او ناسی کیناستل.
د اطلاحاتو او کلتور وزیر لکه کولنګی چرګ را پورته شو د کرزی په خبرو کې ورولویید او ويې پوښتل:
- ذیروح دی؟
کرزی په خندا ورته وویل:
- خود ذیروح دی.
د ښوونې او روزنې چټک وزیر شونډې سره کښیکېښلی او په خوند يې ویل:

- دا ډیره نامتو پوښتنه ده دا هرومرو د لومړیو صنفونو په کریکولم کې ځای وم.
په دې وخت کې د کرنی وزیر ته تیلقون راغی هغه یوې ګوښې ته شو او د هاخوا نه يې د پوښتنی ځواب وپوښته. هغه ورته وویل: صيب هغه تاسو یاست .
د کرنې وزیر له خوشالی پړنګ په ژړا شو لاندی شونډه يې را مخته کړه او کرزی ته يې و ویل:
- دا تاسو یاست صیب.
د دې تور له زوره له کرزی نه د سپڼسی سر ورک شو د ده هم ځواب هیر شو، لږ سوچ يې وکړ او بیا یې د باندنیو چارو د غټ مشاور نه وروپوښتل : ملیکې ویل هغه څوک دئ ؟
هغه څټ وګر اوه کاږه کاږه يې وزیرانو ته وکتل په ملنډیزه خندا يې وویل :

- صیب هغې ویل هغه بلیر دی خو اوس نوی خبر راورسید!
- څه خبر؟
- همدا اوس د هغه پر ځای ګولډن براون د لندن لومړی وزیر شو!
کرزی خپلې شونډې په ناړو لندې کړی په خوشالی يې وویل:
- ملېکې ویل هغه بلیر دی او اوس هغه براون شویدئ.
ټولو وزیرانو لاسونه وکړپوله او ویل يې څومره عالمانه پوښتنه !
سر له سبا نه په ټول هیواد کې د ښایسته سالاری په پار دا پوښتنه پیل شوه:

- ستا د مور او پلار اولاد دی خو ستا خور او ورور نه دی هغه څوک دئ ؟