دوكتور عبدالخالق رشيد

دوه پسرلنۍ - په دوو ژبو


        وه مزارته ځمه ...


ته به دسروګلونو پاڼوته ورو
دچا په سترګو ګورې ،
خوزه مې ستا د ياد يادونو ته بيا ،
په خپلو اوښكو هركلى وايمه ،
                                دنوې كال په تمه ....

ته به د نوې كال په ورځ
دماسپښين وړانګه شې ،
اوترګلولې لاندې ،
به په يوچا ولويږې ...
اوسره وبه خاندئ ..
خوزما له پاره به دا ارته طلايي دنياګۍ
لكه غمى په ګوتې كې داسې وي .
په دې چې زه اوس په دې نه پوهيږم
چې نوى كال كله دى ؟
اونوى كال څنګه وي ؟

كله چې موږ يې مسافركړو دلته
دنوي كال شپې وې ،
زموږ دكلا په درشله باندې ،
لاهم دوينو څاڅكي روغ رمټ وو
لكه غاټول چې له ټوكريو څخه چيرې تويې شي
په هغه كال زموږ په كلي كې چا
هغه سندره نه وې
هغه چې يو وخت زموږ پلرو په دغوشپو ويله :
              ( وه مزارته ځمه ، شيرينې مخ راواړوه چې يار دې يمه ...)

كلونه تيرشول دلته ،
خو اوس چې ستايادونه ،
ستاد غزل غزل ځوانۍ خبرې ،
ستا دنورز دورځي كړيسه خندا
له لرې لرې اورم ،
بيا سره وغوړيږم
لكه چې څوك مې له اوږده خوبه راويښ غوندې كړي
او راته وايي چې نو روز دې هيردى ؟
د نوې كال خنداوې ،
دننګرهار يادونه ،
د بلخ بخدي سيلونه
دكندهار ګلونه ...
اودپكتيا ګل غونډئ ...

اورا په خود كې شمه ،
په يوه خيال كې بيا درغاړه وزمه وايم درته
دلته دهم دمينې شورراڅخه لرې نه شو ،
اوس مې هم زړه درپسې ،
لكه نينه تركيږي ،
خونه مې ته غږ اورې ،
اونه ستا غږ را رسي ،
دنوې كال په ورځو،
ټوله ورځ ناست وم له خوشال سره تانه راكوي وايي راته :
                            دګلونو په موسم كې خوارهغه دى ،
                            چې يي نه پياله په لاس نه يې نګارشته
                            ادمنتون _ كاناډا
                            د ۱۳۸۴ كا ل دكب (۲۷)
***

                    مادر، سال نو ات ...

مادر،
مادرنازنينم ،
مادردوست داشتني ،
اى كه ازتو آموختم قصه هاى ،
شيرين بهاران ،
وهنوز هم ميشنوم ،
قصه ها ى روزهاى هفت آرزو ،
هفت سين و هفت ميوه...
درين ديارغربت،

درين دنياى تك وتنهايى ،
بدون هفت سين وهفت رنگ ميوه ....

مادر ،
اى ايجادګر دنياى رنگ ونور
ميدانې برايت چه آورده ام .
آرى نمې گويم ،
تا لبخندى ازت درچشم هايم ،
نقش لاله شگفته نبندد ،
آرى مادر، برايت نمې گويم ،

ميدانى امشب ، شب سال نواست،
شب خنده وخوشې،
ميدانم كه توخبرندارى ،
ميدانم كسى نزد ات نمى آيد،
براين بستررنج وبيكسي ات،
وكسى برايت گل هاى كوچك ،
گل ها ى ارغوان را
گاهى هم نخواهد آورد.

ميدانى امشب ، شب سال نواست،
من برايت مباركباد مى گويم ،
وبرايت اولين گل سال را
ازگلهاى ارغوان زار كابل ،
ازآن گل هاى دورجوانى ات را
برورق كاغدى ،
با آب اشكم ، بارنگ بې رنگى
رسم كرده ام ،

بنگر، همين را بنگرووفكركن
كه تودركابل استى ،
ومن ازآن ارغوان هاى ياد جوانى ات
برايت آورده ام.
اين را بنگر وبرايم بخند،
تادست ها ى گرمت را بيبوسم
وبرايت بگويم
سال نوات مبارك ،
سال نودرغربت ات ....
آري مادر ،
            مادر نازنينم !


دوكتور عبدالخالق رشيد استاد پوهنتون كابل
                                ادمنتون ، كانادا