01.01.1386 . مطابق به 21.03.2007


خوشحال خټک


د نوروز ننداره


د نوروز منت په باغ دی ، په صحراهم
نوراني يې شي له فيضه هغه ، داهم
چې په باغ کې رنګارنګ ګلونه واشي
غنيمت ده د ګلونو تماشا هم
لخلخې د نوبهار په هر مشام ځي
ګلدستې يې څنډوي پير وبرنا هم
د ګلونو هار په غاړه د دلبرو
شرموي ﻻل و ياقوت ،لولو ،ﻻﻻ هم
دمعشوقو په زلفينو کې ځای وکا
ښايسته ګلونه پاس په اوربل هم
ارغوان ، که بنفشه ،که شقايق دي
زيبايي لري يوځای جدا جدا هم
په هر ګل باندی ټټر مږي بلبلې
بيا له شوقه په هواکاندي نوا هم
دهر ګل په مخ چې سرکېږدي بلبله
پرې غلطان غلطان راځي بادسباهم
په ګلزار پسې بلبله دل کباب ده
په ارمان يې ځيګرخون دی دمينا هم
څوک په عيش په عشرت کې څوک په غم کې
ځينې څه چارې ليده شي په دنيا هم
دقفس بلبله ژاړي ګرياني کا
چې به چېرې په ګلګشت والوزو بيا هم
که يې وضعه طور دا دی چې معلوم شو
يو من ريخ يې په مريخ په ثريا هم
په هغه زما سلام ما دې هم ياد کا
په ګلزار کې چې نګار لري صهبا هم
څوبهاره مې بې ميو معشوقه ځي
دا خودرای فلک څه چارې که پرما هم
ماوې زر به څرخ زما په کام راوخوري
ولې ډېر تعطيل يې وکړ ﻻ يې کا هم
چې وخپلې کامرانۍ وته مې شا کړه
غم اندوه د فلک نه لرم پروا هم
دسفله منت به هېڅ دانا وانه خلي
چې خبريې په خصلت شي په عطاهم
دمنت دارو که مرم په کار مې نه دي
که علاج لره مې راشي مسيحا هم
چې پرې کله کله ﻻس د اهرمن و
دسليمان په ګوتې پېچی کړم خندا هم
دفرښتو امين منت دی په دعا کې
ﻻجرم ورځنې پټه کړم دعا هم
دجهان غمونه واړه پکې ځای شول
شکردا چې زړۀ يې لوی راکړ وما هم
چې ليدلې دې وفا دهغه يار وي
په دوه سترګوو قبلوه دده جفا هم
ښاپېرۍ ، مخ په خوب کې راښکاره کړه
لېونتوب مې ورسره مونده سودا هم
چې په هسې مخ مې کسي برابر شول
زه به په بل مخ نه کړم سترګې وا هم
مړيدل به يې بې هسې مخه نه و
په جهان کې وږي سترګي دي زما هم
که خوشال د يار وصال په دنيا مومي
تمامي دنيا ترې ځار شه ما فيها هم