01.01.1386 . مطابق به 21.03.2007

 پوهنوال رسول باوري


نوئ کال او د نوروز ورځ


په پيل کي غواړم د ا خبره ياده کړم چي د استرونومي څيړنو او په ځانګړې توګه د کليزو ، مياشتو ، ورځو او ساعتونو د پوهېدلو او منځ ته راوړلو نوښت د يوشمير نورو پوهنيزو څانګو په څير په ختيځ کي شوئ دئ . تاريخي لاسوندونه ښئي چي د ورځو د ويش لومړنۍ هڅه د نيل سند پر شا او خوا دلرغونو مصريانو او بيا د دجلې او فرات سندونو تر منځ اوسېدونکو له لوري شو ېده . په لرغوني چين ، پخواني هند او لرغونو اريائيانوکي هم د څيړنو دا لړۍ بشپړه شوې او ساتل شوېده . خو په دې ډله کي مصريان تر نورو مخکښه وه .

لرغونو مصريانو په لومړيو کي نجوم پوهنه د سحر او جادو په توګه کارول ، د همدې انګيرني په بنسټ د ورځو مياشتو او کلنو پيژندنه د نجوميانو او ساحرانو دنده ګڼل کېده . خو ورورسته دا دنده د نورو سحري بوختياو څخه بيله شوه او د دربار په چارو کي يې زيات ارزښت پېدا کړ . نجوميانولومړۍ ځل ، ورځ په لسو برخويا ساعتونو و ويشل اوپر هغه بر سېره يې ، يو ساعت د لمرختلو او بل ساعت يې د لمر لوېدلو مهال ته ور بيل کړ او بيا يې شپه هم د ورځي سره برابره وګڼل ، په دې ډول يوه شپه ورځ څلورويشت برخي ياساعته ومنل شوه . د ورځو د ويش وروسته د کال د پيژندلو خبره منځ ته شوېده اوتر هغه وروسته د کال په ويش کي دمياشتو ونډي ته پام شوئ دئ . څرګنده خبره ده چي د دې ويشونو او د هغو د پيژندلو لړۍ په ناببره توګه نه بلکي د پيړيو ، پيړيو پر له پسې هڅو او زيار پايله وه چي د خپل مهال اړوند ټولو انسانانوته د منلو او پاللو وړ کليزه جوړه شي .

په نړۍ کي زيات شمير کليزي د اولسونو او ټولنو له لوري کارول کيږي ، يو شمير دا کليزي ډيري نيمګړي او ابتدايې او يو شمير بيا پر مخ تللي او هر اړ خيزي دي . د بيلګي په توګه د هندوستان په هغه سيمو کي چي لا تر اوسه په ټولنيز ويش کي د کاسټ سيستم واکمن دئ ، د يو شمير انساني ډلو له خوا داسي کليزي کارول کيږي چي د شمير واحد يې شپه ده .هغوۍ چي د ورځي په ښارونو او کليو کي د ګرځېدو را ګرځېدو حق نه لري ، هغوۍ د خپل کليزي د شمير لپاره شپه غوره کړېده ، چي منظم ويش نه لري . اويا د انديمان په وګړو کي د مهالونو ويش يې د هغه قوم د مشر له خوا کيږي چي د واکمنۍ او توان حدود يې د نورو مشرانو په نسبت زيات وي . په دې ډول نوري کليزي شته چي د ورسته پاته ټولنو له لوري کارول کيږي . خو په پرمخ تللو هېوادونو کي بشپړي شوي او د شمير له مخي په پوره ځير تيا تنظيم شوي کليزي شته چي تر ټولو نامتو کليزي يې د زيږديزي ( ميلادي ) ، عبريزي ( يهودي ) ، زردشتيزي ( اهورايې )، لمريزي ( شمسي ) ، سپوږ ميزي ( قمري ) ،او کنفيسيزي ( چيني ) په نوم ياديږي . د دې يادشويو کليزو د پيل ، پاې او په منځ کي د مياشتو او ورځو ويش يو له بله توپير لري ، يو شمير يې د کال څلورو فصلونو ته په پام سره تنظيم شوي او يو شمير يې دځانګړو پيښو په تړاو پيل شوي دي .

١ - زيږديز ه يا ميلادي کاليزه : دا کليزه د حضرت عيسی ( ع ) د زيږېدلو څخه حساب شوېده ، چي له اوس نه دوه زره اوه کاله او درې مياشتي وړاندي زيږيدلئ دئ . زيږديز کال ټول ټال دولس مياشتي لري چي د پيل مياشت يې د جنوري په نوم ياديږي .د ټول کال د ورځو شمېره يې او ٣٦٥ ورځو ته رسيږي . دا کليزه په زياتو هېوادونو او په ځانګړي توګه هغه چي وګړي يې د عيسوي دين پيروان دي ، په زياته پيمانه کاورل کيږي .

٢ - عبري يا يهودي کليزه : دا کليزه دولس مياشت لري او د ورځو شمېره يې ( ٣٥٤ ) ته رسيږي . عبري نوئ کال د سپتمبر پر ٢٣ مه نيټه پيليږي . د عبري کليزي کارونکي په دې باور دي چي د دې کال پيل د حضرت ادم ( ع ) او بي بي هوا د پيدايښت څخه پيليږي . دا مهال يې د کلونو شمېره ( ٥٧٦٨ ) تم کال ته رسيږي . د عبري کال لومړۍ ورځ د هشانا ( پيدايښت ) د جشن تر سر ليک لاندي د عبادتونو په ترځ کي نمانځل کيږي .

٣ - زردشتي يا اهورايې کليزه : په زردشتي کليزي کي ټولي مياشتي ديرش ورځي دي او هره

ورځ بيل نوم لري چي زردشتيان يې په اورېدلو پوهيږي چي د مياشتي کومه نيټه ده . د هري مياشتي لومړۍ ورځ اورمز د ( اهو را مزدا ) لسمه نيټه ايان ( اوبه ) شلمه ورځ وهرام ( برياليتوب ) او ديرشمه ورځ انارام ( سپېڅلې رڼا ) په نومونو يادوي . د ا کال د زردشت د سپيڅلتيا د پيل څخه حساب شوېدئ ، چي دا مهال يې د کلونو شميره ٢٥٣٨ شم کال ته رسيږي .

٤ - کمپيسيوس يا چيني کليزه : په چين هېواد کي د ٢٦٠٠ کاله را په دېخوا يوه کليزه معمول ده چي ، د پيړۍ پر ځای شپيته کاله لري ، چي پنځه ځله دولس کلنئ پړاو يې بشپړ مهال ته رسوي . هر کال يې د يوه پيژندل شوي حيوان په نوم ياديږي . د بيلګي په توګه روان چيني کال د چرګ په نوم ياد شوئ دئ . کال دولس مياشتي لري او د شمير له مخي د هري مياشتي ورځي د بلي مياشتي سره ورته نه دي . د دې کاليزي پيل د کنقيسيوس له ائېن سره تړاو لري .

٥ - ليږديزه - سپوږميزه يا هجري قمري کليزه : داکليزه د لمريزي په څير د حضرت محمد ( ص ) د هجرت له مهاله پيليږي . د سپوږميزي کليزي او لمريزي کليزي د کلونو د شميرې تر منځ توپير د سپوږمۍ او لمر په بدلون کي دۍ . دوولس مياشتي لري او د ورځو شمېره يې د لمريزي کليزي په پرتله لږ ده . د کال پيل يې د مرغومي ( جدي ) مياشت د لومړۍ نېټې څخه پيليږي ، او کال يې په ټوليزه توګه ٣٥٤ ورځي لري . اوس مهال د سپوږميز کال شميره ١٤٢٨ تم کال ته رسيږي .

٦ – ليږديزه - لمريزه يا هجري شمسي کليزه : لمريز کال چي هجري شمسي کال هم ورته وايې د حضرت رسول اکرم ( ص ) د هجرت څخه پيليږي ، چي دا مهال د ١٣٨٦ يم کال د پيل شپې ورځې شميرو . د لمريز کال لومړۍ مياشت د وري يا حمل په نوم ياديږي اود دې مياشتي لومړۍ ورځ د نوروز په نوم يادوي ، چي د زيږديز کال د مارچ مياشتي د ٢٢ مي نېټې سره سمون خوري . کال يې څلور فصله ، او هر فصل يې درې مياشتي دئ چي په ټوليزه توګه دولس مياشتي کيږي . او ټول کال يې ٣٦٥ ورځې دئ . د يادولو ده چي لوئ يا کبيسه کال يې ٣٦٦ ورځي او شپږ ساعته لري .

په افغانستان کي لمريز کال د کارولو تر ټولو پخواني لاسوندونه هغه نوټونه يا کاغذي پېسې دي چي د اعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ د پيل ( ١٢٩٨ لمريز کال ) پر مهال خپاره شوي او

کارول شويدي . ( * له بده مرغه ما هغه فرمان يا حکم چي د هجري قمري کليزي پر ځای د هجري شمسي کليزي دود او مراعات کولو په اړه وي ونه موند ) په داسي حال کي چي د ايران هېواد لمريز ليږديز کال ښايې په( ١٣٠٠) ليږديز سپوږميز کال معمول شوئ وي ، چي د ميرزا عبدا لغفار خان نجم الدوله ( ١٢٥٩ -- ١٣٢٦ هجری - قمري ) په نوښت منځ ته راغلۍ او معمول شويدۍ .

د لمريزي کليزي ځانګړتيا

د لمريز کال يوه ستره ځانګړتيا دا ده چي د کال موسمونه يې زموږ په هېواد او د نړۍ په زياتو سيمو کي د طبيعت سره سمون خوري . دا کال هغه مهال پيلږي چي په طبيعت کي د زيږد او ودي يون پيليږي . د دې کليزي لومړۍ موسم د پسرلي په نوم ياديږي چي د طبيعت په بيلا بيلو برخوکي د بدلون نښانې څرګنديږي . تر دريو مياشتو وروسته د دوبي يا اوړي موسم پيليږي چي د پسرلي په موسم کي ټوکېدلي ټول ژوي او نباتات د پخېدو او رسېدو پړاو ته رسيږي ، د اوړي تر درې مياشتني مهال وروسته د مني موسم پيليږي چي ، چي د ساړه ژمي د را رسېدلو لپاره د ټولو ژويو او نباتاتو غرونه او رغونود تياري په څير ورته کتل کيږي ، او د لمريزي کال ورستۍ موسم ژمۍ دئ ، چي درې مياشتي د طبيعت استراحت او د نوي کال د پيل تيارئ هم ګڼل کيږي . په داسي حال کي چي جنوري مياشت د زيږديز کال دپيل مياشت ده او هغه مهال د ژمي د فصل پيل وي . همداسي د عبري کال پيل هم د سپتيمبر څخه پيليږي ، هجري شمسي کال د دې سره سره چي هر کال يې بيل وخت او بيله مياشت په برکي نيسي ، خو روان هجري قمري کال د جدي په مياشت کي پيل شوئ دئ ، او په دې تر تيب نوري کليزي .

د نوي کال لومړۍ يا د نوروز ورځ : د لمريز کال د پيل لومړۍ ورځ په افغانستان کي د ډيري مودي راهيسي نمانځل کيږي ، په لرغونو اوتاريخي لاسوندونولکه اوستايې متون ( بايد ياده شي چي په ځانګړي توګه د نوروز دنوم او د اړوندو جشنونو په اړه اوستايې لاسوند نه شته ، خو د مذهبي ويناو پر مهال يې يادونه شوېده ) ، د منځنۍ پيړۍ په نامتو تاريخي اثارو لکه تحقيق ما للهند ، او په ځانګړی توګه د منطقۀ البروج اوالتفهيم‌ فی صناعة‌ التنجيم‌ (د ابو ريحان البيرونی اثار) . زين ا لاخبار ( د عبدالحۍ ابن ضحاک ګرديزي اثر ) ، حدوالعالم من المشرق اللمغرب ( ليکوال ناڅرګند ) او زيات شمير نورو تاريخي متونو کي يادونه شويده .

د نوروز د ميلو يو تر ټولو نامتو جشن په اوستا يې متونو کي د سامانه په نوم ياد شوۍ دۍ . دا جشن د پسرلي د لرغونو ميلو يوه بيلګه ده . په دې ميله کي چي د نوروز په ورځ پيل کېده، د اريا

يې وګړو ښځو او نارينوو ګډون کاوه ، ګډ اتڼونه به يې کول ، د نيزې لوبه ، اوزلوبه ، پهلواني ، ډبره اچول ، منډه کول او د ساعت تيرۍ بيلا بيلي لوبي به يې تر سره کولې . د هغه مهال دود تر اوسه هم د افغانستان په اولسونو کي دکال د لومړي ورځي يا د نوروزد جشن په نوم پر ځای پاته دئ . دا جشن د افغاني واکمنو له لوري د بزګر ميله يا جشن دهقان په نوم هم ياد شويدئ ، چي د بزګرانو لپاره د تشويق او هڅوني يوه تر ټولو ښه لاره وه .

په پای کي تاسو ته د دې نوي ١٣٨٦ يم لمريز کال د رارسېدلو په مناسبت يو ځل بيا د زړه له کومي مبارکي وايم ، تاسو ته د زياتو بريو او افغان اولس ته د سوکاله نوي لمريز کال غوښتونکۍ يم . دعاکوم چي ١٣٨٦ يم کال دي د افغان اولس لپاره د سولي او ورورۍ کال وګرځي .

په درنښت



د زياتو معلوماتو لپاره لاندي اخځونه مرسته کولای شي .



١ - بيروني ، ابو ريحان . التفهيم‌ فی‌ صناعة‌ التنجيم ( فارسي متن ) .

٢ _ ګرديزي ابو سعيد الضحاک ، زين الا خبار . تحاشي او تعليقات د علامه حبيبي .

٣ - ‌ليکوال ناڅرګند . حدوالعام من المشرق اللمغرب ( د مينورسکي تحاشي او تعليقات ، ژباړونکئ پوهاند مير حسين شاه خان )

٤ – باوري ، رسول . په منځنيو پيړيو کي د افغان هند اړيکي . د مقالو ټولګه .