اسد زمری



پسرلی

پسر لی شو ، د ګلونو کاروان را غی
د دنیا د بڼ منلی باغوان راغی
ځمکې لیری کړه بړستن د سپینو واورو
د ویښتیا او پا څیدلو زمان راغی
رنګ او بوی سره سیالي کړي د زړه وړلو
د جنون او زړه بایللو توفان راغی
هر یو شی کوي ستونه می نوشۍ ته
د شو رو نو او مستیو دوران راغی
اسمان غاړه صا فوی مستو نغمو ته
په غړمبا د بر بطونو باران راغی
د انسان د وجود ټو لې ذرې نا څي
د خو ښیو او بزمونو سامان را غی
هر څیز ښیندي خوشحالي د هر چا زړه ته
دا د ټو لو نازولی جانان را غی
د زمری د امیدونو باغ کې زوږ دی
شئ تیار چې غوړیدلی ارمان راغی

۲۰۰۴.۳.۷