عبدالوکیل سوله مل شینواری

پيشو


د تېلفون زنګ له درانده خوبه راكېنولم .

په بيړه مې غوږى پورته كړ :

- هلو !

ځواب راكړ شو .

- داكتر كاتونا يم سلامونه ! څنګه ياست ؟

ځواب مې وركړ :

- سلامونه داكتر كاتونا ، پوره درې مياشتې له تاسې بې خبره وم .

- ډېره بنده وم ته زما په بوختياوو ښه خبر يې په درې ادارو كې كار كول او ټولو ته رسېدل .

- پوهېږم ، ښاغلې كاتونا څه نوې زړې ؟

- هر څه په خپل حال يوازې نوي كور ته تللې يم

- نوي كور ته ؟

هو په درې لكه ډالرو ، په يوه اشرافي سيمه كې .

- مبارك ، مبارك !

- خير يوسې پوهېږې عبدالله پلار او مور زما پوره طبعه كوي خو زه ډېره سخته طبعه خپل رازونه او خپل ځانګړى ژوند لرم داسې نه ده ؟

- ولې نه تاسې رښتيا وايى

هغې بله خبره كوله چې زه په خبره كې ورولوېدم :

- رښتيا لور دې هم ځانته راولې ؟

په بيړه يې ځواب راكړ :

- نه ، هغه لېونۍ له نيا او نېكه سره خوشاله ده او زه هم لازمه نه بولم ، چې له ما سره دې اووسېږي .

ما ته دستي د هغې د مېړه په باب پوښتنه سر ته راغله او د هغې خبره مې په نيمايي كې پرې كړه :

- او له ښاغلي ( چابه ) نه څه احوال لرئ ؟

له هغه مې هم طلاق واخېست !

- په اندېښمن غږ مې ورغبرګه كړه :

- او دا خو ښه كار نه دى شوى .

- څنګه يې كوې عبدالله ښه كار نه دى خو له اوسنيو ميړونو ګوښه ژوند ډېر خوندور دى . ته پوهېږې زه خرابه ښځه نه يم خو له هغه مېړونو نه مې هم ښه نه راځي چې د ښځې هر قدم او پل څاري .

- غواړم د ملګري په باب دې وپوښتم :

ژر په خبره كې راولوېده :

- په همدې خاطر مې تاسې ته تېلفون وكړ چې له نوي ملګري سره مې وپېژنئ زه به په ټول ژوند كې دى له ځانه لېرې نه كړم .

پوهېږې ، عبدالله چې هغه ما ته څومره نږدې دى دا له تصوره لېرې ده .

- كولى شې چې د هغه په باب معلومات راكړئ ؟

- معلومات څه كوې ؟ بس ځان راوزګار كړه نوى ملګرى او نوى كور دواړه به يوځاى وګورې .

*** **** ****

زيړى مازيګر و چې د بوداپست اشرافي سيمې ته چې داكتر كاتونا هلته نوى كور اخېستى و ، ورسېدم .

- په اسانۍ مې كور وموند . او په بيړه مې د كور په زنګ ګوته كېښوده .

- درنګ شېبه كې داكتر كاتونا ور پرانېست ، داكتر كاتونا چې يوې وړې پيشو يې د يوه عسكري باډيګارد په څېر د مخه او شا تله راتله ، ما ته په وارسره د كور هره كوټه ، پخلنځى او د لمبلو ځاى او نور راوښودل .

په رښتيا هم د هغې كور په هر حساب صفتي و او د مجارستان د وګړو ډېرو كمو يې د دې توان درلود چې په داسې ګرانبيه كور كې دې هستوګنه ولري .

- د كور له ليدو وروسته دستي داكتر كتونا وپوښتلم :

- څنګه ، خوښ دې شو ؟

ځواب مې وركړ :

- ولې نه ! ډېر ښكلى ډېر ښكلى

په داسې حال كې چې خپله نازولې پيشو يې د ډېر ګران ماشوم په څېر غېږې ته رانږدې كوله حيرانوونكې پوښتنه وكړه :

- او څنګه !؟ زما د ملګري په باب څه وايې ؟

- هغې پيشو ته اشاره كوله ، خو زه په دغې اشارې نه رسېدم . ځواب مې وغوښت:

- كوم ملګرى يادوې ؟ په رښتيا مې هم ستا ملګري ته تلوسه ده . تاسې خو ما ته وويل : چې تاسې دواړه به زما راتګ ته انتظار باسئ .

- هغې په كړس ، كړس وخندل

- ولې هېر دې شو هغه له ما سره ستا هركلي ته درنه رغئ څه ؟!

- دا څه وايي ، ښاغلې كتونا تاسې سره خو دا ستاسې ګرانه پيشو وه .

- هغې بيا په كړس ، كړس وخندل او په خندني غږ يې وويل :

- خو زه هم همدا يادوم ، او په تېلفون كې مې هم همدا يادوله . ښايي مېړه مې لا له ما سره دروازې ته نه واى دروتلاى ، خو دا وفاداره څنګه له ما د مخه دروازې ته دروسېده .

- هغه بيا زمكې ته ټيټه او پيشو يې خپلې سينې پورې ونښلوله او بيا يې خپل لاسونه د هغې په سر ورتېر كړل .

- اوه ! ګرانې ته څومره ښكلې او هوښياره يې رانږدې شه سينې ته مې جوخته شه ماچه راكړه . او هغې په رښتيا څو وارې هغه ښكل كړه . بيا يې ما ته مخ راواړاوه :

- پوهېږې عبدالله دا اوس زما لپاره هر څه ده . په دې د لور ، ملګري ، مېړه او ټولو ما ته نږدې كسانو تنده ماتوم . او دا ځكه چې اوس هر چا پرېښې يم .

هغې خبرې كولې چې په درنګ شېبه كې يې پيشو بل پوړ ته پورته او د څه شي په راګوزارولو شوه . مېرمن كتونا په بيړه له ځايه پورته او ويې ويل :

- لكه چې بيا يې كوم قاب مات كړ پوهېږي عبدالله دا د يوه نازلي ماشوم په څېر ده ، كله كله خپله سرتنبه ګي كوي .

كتونا په بيړه پيشو له پاس پوړه راښكته كړه . په داسې حال كې چې د هغې په سر يې خپل لاسونه تېرول له ځانه سره په خبرو لګياوه .

- چُرت مه خرابوه سل قابونه درنه قربان ! پوهېږې عبدالله ، ما د مخه وويل دا د يو سپېڅلي ماشوم په څېر ده . كله چې كار وران كړي ډيره بېګناه بڼه اختياروي او هغه رښتيا د يوه سپېڅلي ماشوم په څېر زړه لري .

هغه د پيشو په باب او د هغې د وفادارۍ په باب په خبرو كې غرقه وه چې ناببره پيشو د هغې له غېږې ټوپ كړ او د باندې كوڅې ته يې مخه كړه داكتر كتونا له لېرې پرې غږ كړ :

- چېرې لاړې احتياط ګوره د چا د موټر لاندې نه شې جنجال راته مه جوړوه راوګرځه !

په پيشو پسې له ځايه راولاړه شوه ، خو پيشو په هر څه غوږونه كاڼه او د باندې ووته !

نن د دې د خبرو ټوله موضوع د هغې پيشو وه هغې د خپلو خبرو په منځ كې ما ته د پيشوګانو د هغو وفاداري ، د هغو د ډولونو ، نسلونو ، د پيشوګانو د نړيوالو مسابقو او ان تر دې چې د پيشو وژنه په ختيځ كې د كومې ګناه انډول ده . په باب اوږده معلومات راكړل .

د پيشو په باب له ډېرو معلوماتو وروسته يې وويل :

- عبدالله ، كه ته هم زما په ځاى شې ، له دې پيشو به يوه شېبه مخ وانه ړوې پوهېږې زه زړه نه يم ، خو ځوانه هم نه يم . ما چې په ځوانۍ كې يو حسابي مين پيدا نه كړ ، اوس به په دې عمر كې داسې يو ايډيال سړى له كومه كړم ؟ هره ورځ او هره اوونۍ د اشنايانو بدلول د يوې ښځې حيثيت ټيټوي . او نن د دغو ګڼو ناروغيو په ضررونو هم له ما ښه بلد يې .

بيا يې په خورا غرور او د موسكا په څپو كې پسې خبرو ته دوام وركړ :

دا پيشو ، ګوره معمولي پيشو هم نه ده . دا د هغې پيشو لور ده چې مور يې څو نړيوالې لوبې وړې دي دا هم د راتلونكي كال د يوې نړيوالې لوبې كانديده ده.

د هغې خبرې خلاصې نه وې ، چې د يو موټر د ناببره بريك دروند غږ د هغې خبرې پرې كړې ، په منډه له خپله ځايه د دروازې په لور وخوځېده . ژر يې له كوڅې قهرجنې كړيكې او غږونه راورسېدل .

- ښاغليه عبدالله ، ښاغليه عبدالله ، ژر كاغذ او قلم راورسوه .

د هغې له وارخطايي ډكو كړيكو زه هم خورا اندېښمن او په بيړه قلم په لاس لارې ته ور ووتلم .

مېرمن كتونا په داسې حال كې چې ټول وجود يې لړزېده او په چېغو چېغو يې ژړل، په ما له لېرې راچېغه كړه .

- وليكه ! ښاغليه عبدالله : 0324-Bud

په داسې حال كې چې قهر يې ټول وجود نيولى و ، او ټول بدن يې لړزېده له ځانه سره د لېوني په څېر اخته وه .

- دا بې وجدانه قاتل چېرته به رانه وتښتي ؟ والله چې د پارلمان او صدراعظم پورې خو مې خپل غږ ورسوم .

په داسې حال كې چې پيشو يې سينې پورې جوخته نيولې وه ، ما ته مخ راواړاوه .

- ښاغليه عبدالله ما وبخښه ! زه په خفګان كې خپل ځان نه شم اداره كولى . ما تر تېلفونه ورسوه هسې نه چې ولوېږم . په سترګو مې توره تياره ده . زه بايد ډېر ژر ترافيك خبر كړم . دا معمولي پيشو نه وه ، د خپلې مور په څېر يې د مجارستان نوم په نړۍ كې اوچتولى شو ، سږكال له دې سره پاريس ته د پيشوګانو نړيوالو لوبو ته روانه وم .

هغې په منډه د تېلفون نمبرې دايرې كړې .

تېلفون يې دا ښووله چې خورا لوى غم او ټكه پرې رالوېدلې . په تېلفون كې د يو جنرال او پوځي مشر په څېر د ترافيكو ادارې ته سپارښگتنې كوي :

- بلې هغه بايد ډېر ژر ونيسئ ! هغه بايد ستره سزا وويني ! زما پيشو عادي پيشو نه ده . هغې كولى شو ، په سږنۍ نړيواله مسابقه كې د مجارستان نوم پورته كړي د هغې له مور لا چا د هوښيارو پيشوګانو نړيوالې مسابقې نه دي ګټلي .

داكتر كتونا دغه وير داسې تروره كړې وه چې د پيشو هېڅ ډول حركت يې نه شو محسوسولى ، او فكر يې كاوه چې پيشو يې بلې نړۍ ته لېږدېدلې ده .

ژر مې د هغې پاملرنه د پيشو حال ته راواړوله :

- ښاغلې كتونا پيشو لا ژوندۍ ده مه وارخطا كېږه !

كتونا ژر په حال راغله ، او په وارخطايۍ يې غوښتنه وكړه :

- نو ښاغليه عبدالله ، زه خو په هېڅ نه يم ، ژر كوه چې ځان روغتون ته ورورسوو.

په بيړه يې ما ته د خپل موټر كيلۍ راواچوله :

- زه په ځان نه پوهېږم ته پوهېږې او موټر خو ژر كوه ، د خداى لپاره عبدالله ما درك كړه ښايې ستا لپاره دا معمولي پېښه وي ، خو په ما لويه بلا راپرېوتې ده . زه به خپل يوازېتوب څنګه وزغمم زه به په چا لاس راكاږم ان دا لوى كور خو له كومه مهربانه موجوده پرته زندان دى له دې پرته له ژونده كركه لرم . همدا پيشو وه چې په ژوند يې زما باور پيدا كړى و ښاغليه عبدالله دا زما د مينې او وفادارۍ سمبول و دا بايد هېره نه شي هله ژر كوه .

او ما په بيړه په موټر پښه ټينګه كړه ، خو لا روغتون ته نه وو رسېدلي چې د داكتر كتونا موبايل تېلفون ته د ترافيكو د ادارې له خوا ځواب راغى :

- ښاغلې كتونا د موټر لمبر مو سم نه دى درج كړى ، كه نورې نښانې ولرئ ژر د پوليسو ادارې ته خبر وركړئ .

د دې خبرې په اورېدو داكتر كتونا له ډېره قهره په موټر كې پورته ټوپ كړ ، خو ژر مې مداخله وكړه :

- مه وارخطا كېږئ ، هر څه به سم شي ، پيدا به شي .

ژر يې په قهر راغبرګه كړه .

تاسې څه وايئ ښاغليه عبدالله ، څنګه به هر څه سم شي زه نشم كولى دا لوى ظلم وزغمم ، دا بې وجدانه بايد د قانون منګولو ته وسپارم . زه به خپله ټوله سرمايه په دې لار كې ولګوم ، چې هغه ستره سزا وويني .

دې دا خبره كوله چې موږ روغتون ته راورسېدو ، خو د موټر له راښكته كېدو سره سم د كتونا ګران بيه پيشو هم ساه له لاسه وركړه .

او خدايه ! او په ما يې چېغه كړه :

- ښاغليه عبدالله ، درنيسه مې ! لكه چې په ما حمله راغله

په درنګ شېبه كې كتونا يخ لرګى شوه او چې تر څو مې بيړني امبولانس ته رسوله ، هغې هم د پيشو لار خپله كړې وه .



د سلواك جمهوريت

2002 3 30