وکیل سوله مل شینواری

 

نااشنا سندرغاړې


څنگه چې د واده د ښځينه سندريز بنډار له مينځه د يوې کليوالې نجلۍ پر خوله دا سندره زمزمه شوه:
پر ما مئينه سترگې دې سرې دي
نن خو دې ډېر ژړلي دينه، پر ما مئينه ...
سم له سمونې له کلا د باندې د ټولو ځوانانو په زړونو کې د مينې اور ولگېد:
د جبار له خولې ناببره ووتل:
- واه، واه! د کافر لورې! پر کمرگلې دې پښه اړولې، څنگه به څوک نه ژاړي؟
گل مرجان يې په ننگه وويل:
- زه وايم چې له بخت زميني يې هم غږ خوږ لگي.
سلام هم پر خپل وار په موسکا وويل:
- او که د نغمې او بخت زمينې غوندې ښايسته هم وي، دا خوبه سړی پاک وسېزي.
رازمحمد ژر په خبرو کې ورولوېد:
- که رښتيا د نغمې غوندې ښايسته هم وي، دا خو به سړی پاک لېونی کړي.
دوی په دې خبرو کې ول چې نااشنا سندرغاړې بله سندره راواخېسته.
راځه چې يوه جوړه کړو، جونگړه په ځنگل کې ...
د جبار له خولې لکه جادو چې پرې وشي، بې اختياره ووتل:
- واه، واه! د کافر لورې! پر زړه دې منگولې راښخې کړې. هره سندره دې له بلې خوږه ده.
بيا يې په بيړه ورسره ځوانان له يوې مخې وپوښتل:
- دا به نو څوک وي!؟
کمال وويل:
- خدای پوهېږي، نه چې مېلمنه وي، واده والا ان په هرات او کندهار کې هم ډېرې ښېخۍ کړي او بلا ډېر اشنايان زموږ په ولايت کې هم لري؟
جانداد يې پخلی وکړ:
- هو نو، پلار يې زموږ د پلرونو غوندې نالوستی نه دی، په ټول افغانستان کې يې له معلمۍ او علاقه دارۍ نيولې، غټې غټې څوکۍ درلودې.
جانداد چې د نجلۍ سندريزو څپو اخېستی وو، ورسره ملگرو ته يې له واره وړانديز وکړ:
- يره څوک به داسې نر شي چې د دې خواږه غږ څښتنه جوته کړي؟
ولاجان بې ځنډه ځواب ورکړ:
- څه شی به په انعام کې راکړې که زه دا کار وکړم؟
جبار هم ورغبرگه کړه:
- يره د جاني زويه که دا کار دې وکړ وايم بېشکه چې وبه مې گټې.
ولاجان په ټوکه وويل:
- گټل مټل پرېږده، شرط مې ومنه!
جبار وويل:
- ځه منم يې، شرط دې وايه!
- مور ته به دې ووايې چې په مرکه ورپسې زما لپاره لاړه شي؟
جبار وويل:
- او که بدرنگه وي!؟
ولاجان ځواب ورکړ:
- چې بيخي توره بنگړيواله وي، زما قبوله ده، زما يې ښايست نه، زما يې غږ په کار دی.
جبار وويل:
- نو د ظالم زويه که ښايسته وي، بيا خو مې په اور سېزې.
ولاجان وويل:
- ښه چې داسې ده، ځه! ته نر شه، جرگه او مرکه دې زما پر غاړه.
جبار په خندا شو:
- يره ولاگيه دومره زړور نه يم، په چا مې مه ډبوه.
د دوی سوال او ځواب لا خلاص نه وو چې محمدالله ورمينځته شو.
- ځه د جانو بچيه! پيريانو ته غزنی څه دی؟ وربسم الله کړه. ته خو هسې هم تياره څرمښکۍ يې، پر دې ونه ورخېژه، هم به د هغې پته ولگوې او هم به په نورو نجونو سترگې خوږې کړې.
او له دې خبرې سره ولاجان له واره د کلا مخې ته ولاړې ونې ته ورمنډه کړه، او بيا د سترگو په رپ کې پاس وروخوت. نجلۍ دا وار بله سندره بلله:
د منگي غاړه مې سره لمن مې سپينه کنه
بل پر غاړه مې زنگېږي تاويزونه کنه، د منگي ...
د ولاجان چې څنگه د واده پر نجونو سترگې ښخې شوې، په بيړه يې نااشنا سندرغاړې اشنا سترگو ته راغله، بې اختياره له ځانه سره گډ شو:
- او خدايه! دا خو وږمينه ده.
او له دې سره په بيړه پرته له دې چې د واده د نورو نجونو ننداره وکړي او بيا د دوی داستان نورو ته نکل کړي له ونې په منډه راکښېوت. د ملگرو پېنډې ته له ورتلو سره پرې جبار غږ کړ:
- څنگه وه، د غږ غوندې خپله هم ښايسته وه!؟
ولاجان غلی وو، خو حيرانوونکې موسکا يې په شونډو خپره وه.
جبار بيا وپوښت:
- څنگه موسک موسک کېږي، لکه چې مزه يې نه وه بچوخانه، وايه چې مېلمنه ده او که خپله؟
له جبار سره سمدستي نورو ملگرو هم په وار وار له ولاجانه وپوښتل:
- څوک ده، رښتيا هم ښايسته ده؟
- گډل يې هم؟
- له رنگه توره وه که سپينه؟ کړو وړو کې څنگه!؟
نور نو ولاجان ټينگ نه شو، کراره شان يې جبار ته مخ ورواړاوه او ويې ويل:
- بس زما د خور پر ځای ده، خپه کېږې به نه!
جبار د ولاجان په دې خبره بوږن وخوړ.
- ولې څه خبره ده!؟ څه شخوند وهې، څوک ده، د هرچا خور چې وي، وي به، څوک ده، ولې شرمېږي؟
په دې خبره د ولاجان له خولې ورو شان ووتل:
- ستا خور خوبانه ده.
جبار چې د خوبانې نوم واورېد، سم لکه د ټوپک ډز چې پرې وشي. داسې اوتر او له غوسې سور راواوښت، په قهر يې له ځانه سره کړل:
- دا څنگه!؟ د سپي لورې چې پښې درباندې ماتې نه کړم کله دې پرېږدم؟
کور ته يې منډه کړه، خو ولاجان له شا پرې غږ وکړ:
- کرار شه! واده دی، په واده کې خو چې زما مور او ستا خور سندرې ونه وايي، نو څوک ....
جبار په توندۍ ورغبرگه کړه:
- زما واده دی که د پلار مې، د دې يې له پرديو ودونو سره څه!؟
کمال ورغبرگه کړه:
- دومره سور وشين کېږه مه، دا خو زموږ خپل کلی دی. د کلي ټول خلک لکه ورونه داسې دي.
خو جبار د هېچا په خبرو غوږ ونه گراوه او بېرته يې سيده د کور په لور گړندي گامونه واخېستل.
***
براتېسلاوا، سلواک
د شپې يوه بجه
د ۲۰۰۷ زېږدي کال د مارچ ۱۲