02 سپتمبر 2015

سليم شاه

د لندن بل ادبی بنډار

 

 

نن زموږ د ادبي فرهنگي غونډي هرڅه بدل دي كه هلته په هيواد كې د نورو جگړو سره  د هويت جگړه روانه ده  نو دلته موږ سم دم نن هويت پيدا كړې دی افغانان يو او د افغانستان په سفارت كې  د سوكړك  او شومبلو په دسترخوان ناست يو هلته په هيواد كې روښانفكران د هويت تنور گرموي او لرگي ورته اچوي  موږ ترې لير ي يو د اور لمبه يې موږ ته نه رارسي كه له يوې خواپه يو غربي هيواد كې  بي  ريښو اوبې هويته يو  نو په همدې بې هويتۍ كې مو هويت پيدا كړ اودا وار دافغانستان سفارت په يوه خونه كې يو كور دی دهغه چا ودان وي  چې په موږ مهاجرو يې زړه سوی دی

موږ د بدمرغيو په تنور كې، د كډوالۍ په چاپيريال كې  د سفارت په چرگۍ راټول يو، مسوول شخصيت احمد ضيا سيامك هيروی   راته وايي : دا سفارت ستاسو خپل كور د ی او موږ هم داسې ځان احساسسو :  چې دا سفارت د كابل يكه توت دی  او موږ هم ورته  له هوتخيلو راغلي يو

نن زموږ غونډه ده فرهنگي غونډه ياران ورته بر وهلي گرد وهلي راغلي دي د چا بريتونه ځوړند او د چا هم ږيره ببره ده   د تير په څير هر يو په زړه كې څه لري غواړي له بل ملگري سره يې شريك كړي څوك د هغه مهاجرو په باب چې د اتريش په لار كې په يوه لار ۍ كې مړه وميندل شول  هيبت كوي  او څوك د كابل او شاه شهيد او بيا د پوليسو د اكاديمۍ د ځلمو شهيدانو شهادت ژاړي څوك د كابل د مكروريانو د بمي چاودني په هكله فكر كوي  خو ارومرو چې د ټولو د اذهانو په واټ كې هغه ماشوم چې له مور سره دې روغتون ته راغلي وو، پښې يبلې ولاړ دي  دا مهال يې  نه مور شته او نه يې نور شته مور ترې ترې تم ده د تل لپاره ترې تللې ده بيا نه راستنيږي رښتيا يوه خبره را ياده شوه :

يو وخت ولسمشر اشرف غني صيب چې كله لندن ته راغلي وو، د سفارت كسانو ورته دلۍ افغانان را جمع كړي وو  هغه ورته لنډي خبري وكړي يوه جمله يې داوه چې زه پوهيږم :  كله چې تاسې له خوبه راپاڅئ ارومرو چې د وطن په باب فكر كوئ خو موږ دا جمله لږه بشپړوو ، وايو چې موږ يوازې فكر نه كوو بلكې ذهنآ د شاه شهيد په كنډوالو كې ولاړ يو د مكروريانو د بې موره ماشوم سره ژاړو او د پوليسو د جنازو سر ته ولاړ يو



نن غونډه د ليكوال او څيړونكي اكبر كرگر په نوي چاپ شوې كتاب : د ميرزا خان انصاري فسلفي او عرفاني نړی ليد باندې ده اكبر كرگر چې لا په خپله څوكۍ نه دی ناست  د ملگرو سره يې د بايزيد روښان چې د ميرزا خان انصاري نيكه وو په كيسو پيل كړي دی هغه وويل :

نن موږ د بايزيد روښان رحمت الله عليه  د لمسي په فكري سمندر كې لا هو كيږو خو له هغه تر مخه درته يوه كيسه كوم د بايزيد روښان يو سرسخته دوښمن هم ملا وو او دا ملا اخون درويزه نوميده ، چې خوشال بابا هم ويلي دي:

درويزه د دروېزې اوگرې خوړلي

په دا مكر يې حلوا سره لړلې

چې يې توره وينځه هم نه وه له وړاندې

قچې قچې يوسفزۍ شوې ترينه لاندې

دا خون درويزه پلار د افغانستان له شمال نه ننگرهار ته راغلي وو.  وايي چې يوه ورځ په لغمان كې په يوه خيرات كې ناست وو يو چا چې ډوډی خوړلې وه را پاڅيده  او د ښورا ككړ لاسونه يې دا خوند درويزه د پلار په ږيره پاك كړل ، هغه قهر وكړ او بيا ولاړ او هلته په سوات كې يې  د پير بابا چې د مغلو تالي څټی وو  لمن  كلكه ونيوله لكه چې  زوې يې يعني اخوند درويزه دا ټوله عقده او انتقام  د پښتنو نه واخيست په هره پوله او هر وستل او هر جومات كې يې د روښان پسی خوله وازه كړه روښان يې په كافر اوزنديق اورافضي تورن كړ خو اخون درویزه هم عجبه اشا وه يعني چې ملا وو  لكه دادنن ورځي حلوا خواره ملايان   وايي چې كله به خيرات اوختم ته تللو نو شاگردانو به يې دډوډی خوړلو په منځ كې لاسونه نيول چې خراب نه شي يوه ورځ يې ورسره دكار شاگردان نه وو اولاسونه يې ورته دخوراك په وخت كې ونه نيول نو ټغ ساه يي وخته اوددسترخوان له اډې نه يې  دجنت په لور حركت وكړ

يوه ملگري چې نور يې زړه تنگ شوی وو  وويل : دې ملايانو ته گفت شوی دی چې وړيا ډوډی پيدا كړي  بيا نو نه گوري كوهي دې كه گړنگ مولا نا پزلو وه اوكه ورور يې ووايي چې دومره پلن شوی وو چې ناروغه شو نو تنه يې په چورلكه كې نه ځايده   انجنيران راغلل دچورلكې دروازه يې اره كړه ا وبيا يې دسنډه په څير په چورلكه كې ور ننويست

دوې ځانته جنت غواړي خو نورو ته دوزخ جوړوي نن پزلو پوده لكه كوړكه چرگه چې هگۍ نه اچوي بلكې دهگيو پر ځای ژوندي طالبان زيږوي اوبيا يې دلته را استوي څوك نه شته چې ترې وپوښتي چې تاسواخير له دې دين سره څه كوئ؟ له جهاد سره څه كوئ ؟ بس نه دی چې همدومره مو پرې ملنډي ووهلي

سوله مل شينواري چې دغونډي دجوړيدو قومانده ورسره  وه  اودابتداييه ښوونځي دټولگي مشر په څير يې لښته په لاس وه دكوم نابغه خبره چې ويلي وو كرگر ((اوتي بوتې)) وايي له هغه يې وغوښتل چې غونډه پيلوو  خو حضرت لغماني به چا ايسار كړی وی هغه وويل اغه داخوند درويزه دپلار په ږيره چې يې لاسونه پاك كړي وو، پوهيږي هغه سړې دعيسی خان ((ټك چپه كو)) غور نيكه وو

په هر صورت د رسمې غونډې د پيل تورم وغږيد ،په لند ن كې  د افغانستان دسفارت  شارژدافير احمد ضيا سيامك هيروي چې له نيكه مرغه پخپله هم يو فرهنگي دي ، راغلو كسانو  ته يې ښه راغلاست ووایه  او زياته يې كړه چې دا سفارت هر وخت ستاسو كور دی اوهر وخت چمتو يو چې ستاسو د فرهنگي غونډو په جوړولو كې مرسته وكړو

د شارژ دافير د خبرو وروسته  وكيل سوله مل شينواري د هغه څخه مننه وكړه

غونډه د سليم حيات په بلنه پيل شوه  لومړی يې له سنگروال نه هيله وكړه چې دكرگر په چاپ شوې اثر خپلې خبري وكړي ؟

سنگروال دخپلو خبرو نه د مخه وويل چې تاسو پوهيږی چې د افغانستان لومړی سفير په لندن كې عبدالهادي داوي و  هغه د امان الله خان ډير نږدې ملگری وو هغه نه يوازې يو مبارز بلكې يو فرهنگي شخصيت وو دا سفارت بايد هغه هير نه كړي همدا راز بل مهم شخصيت د لته عبدالرحمان پژواك وو،  چې هغه نه يوازې سياسي شخصيت بلكې يو فرهنگي نابغه هم وو د هغه شعر، كيسه، درامه او سياسي ليكنې د هيڅ چا هيرې نه دي دولت بايد هيره نه كړي چې  په داسې هيوادونو كې په  سفارتونو كې فرهنگي كسانو ته اړه ده  نه  د تیر په څير اشپزانو او قصابانو ته   له نیکه مرغه موږ نن داسې یو فرهنګی  لکه احمد ضيا سیا مک لرو چې د هغه له بركته نن دلته راغلي يو او خپل سفارت مو وليده

همدارنگه سنگراول په اثر باندې دخبرو په ترڅ كې ځينې تاريخي مسايلو ته گوته ونیوله دا ځكه چې هغه دتاريخ شاگرد دی اودتاريخي مسايلو سره يې مينه وه  خو تاريخي مسايل په كتاب كې په ضمني توگه راغلي وو دسنگروال صيب ليكنه به دېوي مقالي په توگه جلا چمتو شي

د سنگروال صيب له وينا وروسته خوږ ژبي شاعر نظيف الله تكل خپلې لنډې اوكوټلي خبري وكړي هغه وويل : دكرگر كتاب په واقعيت كې دوه اثره دې چې يو له بله سره مښتي دي اويو دبل جز گرځيدلي دي چې يو يې تصوفي اوعرفاني معلومات اوبل د ميرزا خان انصاري دشعرونو شننه اودده دافكارو په باب څيړنه ده  زما په نظر كرگر په دې اثر زيات كړاو گاللي اوله ډېرو اثارو يې كار اخيستي دي اوهمدارنگه دادروښانيا نو دفكريي  بنسټونو دفلسفي اوعرفاني مسايلو په باب لومړنی اثر دی چې په هر اړخيزه توگه يې مسايل څيړلي دي داثر ژبه روانه اوپه ښكلي نثر كښل شويده  خو چاپ كوونكي له پوره بی ذوقۍ اوبې پرواېې  نه په كې كار اخيستي دی كاغذ څرنگوالي ته يې هډو پام نه دی كړی دښاغلي  تكل ليكنه ديوی جلا مقالي په توگه ده چې وروسته به خپره شي

له تكل نه وروسته وار زموږ دفرهنگيانود پيرانو پير  عبيدالله محك صيب وو چې كتاب ېي په پوره شوق لوستی وو اودكار خبري يې درلودلي :

محك صيب وويل دكتاب څيړنه ډيره په زړه پورې اومتمر كزه ده څيړونكي اكبر كرگر دا مساله روښانه كړي چې عرفان ،تصوف څه اوله دين سره يې تړا وڅه ډول دی ؟  همدارنگه  محك صيب دپښتنو دتصوف ځانگړنو ته اشاره وكړه اودا يي يو منفعل تصوف نه بلكې دزورگيرو له پاره ديو سوك مثال وباله چې مثالونه يې  خپله بايزيد روښان،دهغّ پيروان ، فقير ای پي اونور دي 

محك زياته كړه چې دا اثر دروښانيت دپيچلو افكارو سره په بلدتيا كې مرسته كوي دميرزا خان دښې پيژندنې له پاره  چې په دې اثر كې هم ورته اشاره شوېده  دشرقي اوغربي عرفاني افكارو دتلاقي په توگه موږ ليدلي شو په هندي فلسفه كې رياضت په جدي توگه موجود دی چي دا كار كرگر روښانه كړی دی    خو زه يو وړانديز لرم  اوهغه دا چې كرگر اوس پخپله دتفكر خاوند دی  اړينه نه د ه چې دهرې خبرې لپاره دې نقل قول اوماخذ وړاندې كړي چې په دې اثر كې يې دا كار كړی دی كرگر په دې څيړنه كې دپښتو ادبياتو اوفرهنگ په ساحه كې دعنعنوي يا دوديزې څيړنې له چوكاټ نه راوتلي بلكې په نوی ميتود يې څيړنه كړې ده كرگر په دې څيړنه كې خپلواك شوی دی  اودادده دكار بری دی موږ په پښتوادب اوفرهنگ كی دغه ډول څيړنې ته اړه لرو

دمحك صيب له درنو اوباو زنه خبرو وروسته ښاغلي سليم حيات  دستگير نايل  اودسفارت څو تنو كاركوونكو هم خپل نظريات وويل دسفارت كاركوونكو خوښي څرگنده كړه چې دلومړي ځل له پاره دداسې مسايلو يوه غونډه ويني

په پای كې عبدالوكيل سوله مل شينواري هم خپلې خبرې وكري اودكرگر په اثارو كې يې نوښت ټكې جوت كړ هغه وويل : زه د کرګر ټول څیړنیز اثار په پښتو ادبیاتو کې یو نوښت ګڼم چې هم د مسالې او موضوع نویوالی لری او هم یی د څیړنیو ژوروالی محسوسیږی . په رحمانی لید کې په لومړی ځل د ا پوښتنه ځوابوی چې رحمان بابا چې عامه ذهنیت یی صوفی بولی صو فی دی که نه ؟ او په ادبیا ت او د انسان ننۍ نړۍ کې

په پښتو ژبه کې د هنری ادبی اثارو په خلقت کې د انسان د درون ونډه او اړیکې بیا ن او تشریح کوی او په دی او ددې تر مخه بل اثرکې هم په پښتو ادب کې د تصوف د انعکاس په اړه ژوراو تازه معلو مات وړاندې کوي .

دغونډی په وروستۍ برخه كې نظيف الله تكل يو خوږ ازاد شعر ولوست چې داوريدونكو له هركلي سره مخامخ شو د مرګې دې هير شي  چې په دې غونډه كې پير محمد باورې هم تشريف درلود په پای كې هغه يو نثر ولوست اوپه هغه كې يې غوښتنه كړې وه چې :

 ای دوطن زورواكو ، دوطن چارواكو ( يعنې په څلوروپښو  واك كوونكو ) ولي گورئ  ځينې دښتي خو لا شته دبيت المال ځينې شته منۍ  خو لاشته كه نه وي ځنگلونه خو پر ځای پاتي دي غرونه خو هسې ولاړ دي كانونه خو لا په خاورو كې ښخ دي ، هلۍ ژر شئ گوند جوړ كړې اوبيا دا ټول په خپلو منځو كې وويشیء تاسو خدای دهمدې لپاره پيدا كړي ياست چې دا بيوزلي اولس وجنگوی اوبيايې په حميد گل وپلورئ تاسو ته دحميد گل دمړينې له كبله تسليت وايم چې هغه بيچاره مړ شو اوتاسو خپل يو ښه مشاور له لاسه وركړ تاسو ته بايد دا ملت دحميد گل فاتحه دركړي ای شرميدلو جنگ سالارانو ولې ورته گورۍ دا وطن دبارې جهانې دبابا په قباله نه دی بلكې ستاسو په شخصي قباله دی اوداستاسو شخصي قباله دهماغه پاكستاني  جهاد له بركته ده نو ولې غافل ياست دپزلو پوده يعنې مولانا فضل رحمان نه مرسته وغواړئ ملا عمر خو هلته دانكر منكير سره چمبړ دی اوس دمرداريو په ډنډ كې غوپه دی حقاني خو په داسې ماڼۍ  كې ناست چې حميد گل يې له كونې باسي اودا يې څټي اوحكمتيار هم ورته نوبت نيولي دی نو ژر كړئ  دا پاتې هيواد بيا وپلورئ چې ستاسو حرامي بچيان وږي پاتې نه شي

غونډه  دشپې دلسو بجو په شا وخواكې پای ته ورسيده  

د ۲۰۱۵ کال د اگست ۳٠