رسیدن به آسمایی:12.2007 .31 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :01.2008 .01

اکبر کر گر

پيوند او د هغه شليدلی گريوان

كله چې د ابن سينا لوې دروازې ته د يوې ډلې زده كوونكو په ټيل كې ورنږدې شوم  ومې ليدل چې مخامخ ددارلمعلمين ددروازې له پاسه پر ديوال يو ډله ځوانان ولاړ دي اودشعرونو دديكلمه په تر څ كې خپل احساس څرگندوي ٠ يو جگ قدى سړې چې قوي اوپياوړې مټې يي درلودې اودخامتا كالي يي اغوستي وو ديوه بل ښكلي ځوان دموزيكال اواز شعر بدرگه كوي هغه ستايي اوهمدا وايي دى پيوند دى ٠ دى داولسونو دزړونو پيوند دافغانستان دخلكو دتيت پرك اولسونو ديووالي پيوند اوداسې نور ٠

ما همدلته پيوند وليده ٠اوهمدا مهال مې وپيژانده دی .بيا پيوند دخپل تقدير په امر دزندانونوميلمه شو . خپله تانده ځواني يي هلته ورژوله خو لا تر اوسه دخپل شليدلې گريوانه سره ژوندى دي .خو دخامتا كالو خاوند. دپياوړو مټو خاوند دژوند په معرکه کې اولسمشر شو واکمن شو اوبيا د منصور په څير په دړه وخوت اوپه سمبوليک ډول په هماغه څلور لاري کې چې دهيواد دوښمن په وړاندې يي هوډ تازه کړی و وځړول شو . هغه په دې ډول ابدې شو ٠خو پيوند دخپل ابديت له پاره بله لاره ونيوله ٠ هغه دشعر لاره وه ٠پيوند خپل ډير نازولى اوتنكې زلميتوب دخپلو ارمانونو نه قربان اوصدقه كړه ٠ خپله كورنئ اودخپلې كورنې ډير ښه شاه ځلمي يي جار كړه ٠ اواوس دادې پيوند له خپل يواځينې ملگري يعنې شعر سره بوخت دى اوشعر وايي ٠اوس پيوند له خپله وخته ژر اوپخوا خپله ځواني وخوړه ٠ خو شوخې اومستي لا په كې شته ٠ درندئ اومستئ فضا لا پرې لاسبرې ده خو كله چې يو ماشوم گوري چې ستوني يي ډډدى ٠ اودژړا اوكوكو ترمنځ حالت كې ددلاساينې انتظار لري نوپيوند همدغه حالت ترسيموي اوبيا هم ارماني وعظونه ورته كوي ٠ اودهغه پر سر دشعر دولي الله پنجه را كاږي ٠

موږ په دې بهانه يوه شيبه دپيوند په څيري گريوان يعنې دهغه په شعر خبري كوو ٠ دهغه نوى شعري ټولگه دسينما ياران دي ٠ دا كتاب اوس تازه چاپ شوي ٠

دپيوند دا شعرونه دهغه دپخوانو ټولگو اوشعرونو توپير لري . پخوا به پيوند دخپل شعر په ژبه داحساس اوهيجان سره لوبه کوله خو په دې ټولگه اووروستيو شعرونو کې پيوند دعاطفي اوتفکر سره رازونياز کوي . هغه په دې شعرونو کې ۱۸۰ درجې راگرځيدلی دی . په دی کې له چا گيله نه کوي اوچا ته څه گوته هم نه نيسي . بلکې دخپل تفکر سره دخپل ماضي سره مشغول دی . دخپل سرنوشت نه پوښتنې کوي . اودخپل تقدير اوقسمت جوړوونکي په غصه دی . دی اوس په څلور لاري کې ده اوهغه ته لاس نه نيسي . بلکې دخپل تقدير په ميږه تانه ناست دی . اودميږيانو په څير دخپل نسل دکاروان انځور کاږي . همدا ټکی دی چې موږ دې ته رابولي چې دپښتو دشعر په ستر اوناپايه سمندر کې په دې زياتونه څو خبرې وکړو . زموږ خبري کوم نقد نه دی اوکومه نسيه خبره هم نه ده يوازې ديوه شاعر داحساس اوعاطفي اودرد سره څو شيبې تميدنه ده .

۱- شاعر اودژوندانه بې مفهومه داستان :

ړنگه كلا

دكلا له چاوده وينې

لا تنكۍ را څڅيدلې

كنډو څيرې گريوان ناست و

پې ژړل سپيرو بادونو

دشملي پريوتی ول و يو خلى پرې نښتې

دتوپان دشپې كيسه كړه

ديخوا اخوا زيارتونو

شاعر دلته طبيعيت ته ورځي ٠ هغه طبيعيت چې دانسان په لاسونو يي بدلون موندلى اوپه هغه كي دانسان دلاس نښې دي ٠ هغه لوستونكي اواوريدونكي ته مجسم كوي ٠ دباد ديوال ٬كنډر ٬كلا يخني اوساړه ټول په خبرو راولي اودې داگاه اوخبر موجود په توگه له هغو سره راز ونياز كوي اوبيا دهغو داستان وايي ٠ دى كيسه كوي ٠ كيسه دغم اوناورين كيسه چې شاعر يي دزيارتونو له خولي اورې زيارت چې پخپله دكيسى اوافسانې سمبول كيدى شي ٠

همدارنگه په بل كوچنې لنډ ازاد شعر كې شاعر عقيده اوباور په ډبرو كې ترسيموي ٠ هغه دلته پخپله دهستوونكي رول په غاړه اخلي ٠ پخپله عقيدې جوړوي ٠ شاعر ورته په يوه واټن كې كښيني اوهغه دزمان اووخت په اوږدو كې ارزوي ٠ شاعر بيرته په خود(ځان ) راځې دځان لاهو كولو اودژوند دباورونو پړاو شاته پريږدي يوه هڅه كوي ٠ يوه وركه لټوي هغه دخپلې وركې پر ځاى خوداگاهئ شعور ته رسيږي ٠ دغه شيبه دشاعر دالهام او خبرتيا دوره دهدچې دياس اونااميدئ شيبې ته ورداخيږي اودژوندانه په بې مانا والي يي سر خالاصيږي . هغه ورته ځير كيږي اوپام يي اوړي چې دارمان پرځاى په سپيرو ايرو كې لاس وهي او يوه كوچنئ سلگئ پكې گورې اوبيا په دې ارداه كې راپورته كيږي چې نور نو داد باورونو څلي ورانوي اودباورونو كعبه چې كومه هغه پخپله جوړه كړي وه ويجاړوي ٠

كلال

دانادودي راته دودې

چې نن بت ارواكې جوړ كړم

وركړم سډ دباورونو

خو سبا ړنگه كعبه كې

بيا په خړو خاورو پروت يم

په سپيرو ايرو كې گورم

يوه سلگئ دچاودو زړونو

هو زما په تندي ليك دى

دادلۍ دلۍ غمونه

ورانومه جوړومه

دا كعبې دا باورونه

په دې شعر كې دشاعر ياس فلسفي ياس دى .

دکامو اونيچه له نظره نړۍ اودبشر ژوند له عقلانيت اومنطق نه ليري دي . کامو دانسان په يوازيتوب اوددونيا په عبث والي ټينگار کوي اونيچه دنړۍ په پريشانه اوبې عقلانه حالت . نيچه دنړۍ حرکت متضاد اوگډوډ بولي اودعقلانيت رول ډير ناڅيزه بولي . دبشري ټولني په حرکت کې عقل يوازې يوه نازکه رشته اويوه مزه ده . ))

واقعيت دادی چې دژوند په خوږو ترخو هغه څوك ښه پوهيداى شي چې داحساس اودرك پياورۍ ملكه ولري اودا ملكه دشاعر سره ده ٠ دهغه درك دى چې دژوند بيه هم پورته بيايي ځكه چې هغه ژوند ښكلى اوډير ښكلي وينې دا ليد هغه ته ددې وس وركوي چې دڅيرې اوشليدلي گريوانه سوچونه اوانديښنې څو څو وارې دخپل ذهن له صافي تير كړي ٠ دا كله ددې سبب هم كيږي چې دښكلا پر ځاى په كې ناخوالې وگوري ٠ اودژوند ټول تلاشونه اوهڅې په يوه عبث اوبې مانا اوبې خونده پايله کې وويني. له ژوند اوانسان سره مينه .له عقله تيښته دزمان په وړاندې بغاوت دادي داوسني دوران دفلسفي تفکر زړی اوهسته . ژوند کول هيڅ اسان کار نه دی . ښه مې ياد دي چې يو پښتون متفکر چې خان محمد ايوب خان نوميده يو قلمي کتاب يي درلود . هغه په قبايلو رياست کې ددولت ميلمه و . دکتاب نوم يي خورجين و . هغه به ويل : په نړۍ کې تر ټولو سخت کار دژوند کول اوتيرول دي . ژوند کول هيڅ اسان نه دي . زموږ چلندونه هميشه دفرمان له مخې ترسره کيږي . اوزيات دلايل داهم څرگندوي چې دغه چلندونه زياتره عادتونه دي . هغه چې په داوطلبانه توگه مرگ غوره بولي دا جوتوي چې په غريزي ډول ددغه عادت په له ملنډو ډکه ځانگړنه باندي يې سرخلاص شوی دی اودژوند دنه کولو له پاره ورته ټول دلايل بې مانا جوت شوي دي . اودورځيني ژوندانه له پاره هڅه اودهغه بې گټې اوپوچ مفهوم په مانا يي سرخلاص شوی دی .

٠ نو شاعر دى چې ددغه بې عبثو انديښنو په وړاندې بغاوت كوي ٠ اوپه جهر وايي ٠(( وادې اخله دونيا نور اوږى ستا ددونيا نه يمه ))٠

۲- شاعر له ماضي سره :

دميرويس بابا دقبر تر څنگ

يو ماشوم له خړو خاورو

څه كوډلې جوړولې !

ماويل څه دي ؟

ده ويل جنگ دى

جنگ زموږ اودمغلو

دراغلو اوښاغلو

پټه خوله يوسه سلام زموږ دكلي

په حجرو ديرو به څيري گريوان سپړي

شاعر كله كله څه چې زياتره وخت دخپل تاريخ سره په خبرو وي ٠ هغه كله تاريخ دشعر په ژبه بيانوي اوكله هم تاريخ كې هم شعر لټوي ٠ خو په شعر كې دتاريخ پسې نه گرځي ٠ په دغه شعر كې هغه دخپل اولس ټوله بوده اوتنسته راسپړي . خو هغه ډول نه چې يو شورشي يي بيانوي ٠ يا لكه دپيوند دځوانئ دولولو دشعر په توگه چې دهيجاناتو سره سرو کار لري ٬بلكې نوموړى يي دعاطفې اواحساس په ژبه بيانوي ٠ ټول تاريخ كې دوه سمبوله مغل اودپښتون ديره مغل اودپښتون هديره اويا دنن ورځې مغل يا دپرون ورځې مغل خو دنن اودپرون افغان هماغه يو ډول ٠هغه تاريخ بيانوي په تصويرونو كې په انځورونو كې اوهمدارنگه په انسانې احساس اوعاطفه كې .دماشوم په شليدلي گريوانه كې دماشوم په راروانو اوښكو كې كله چې له سيوري نه مخ لمر ته راواړو ى اولمر يي سترگې وبريښوي .دنيكه قبر ته يي پام شي اويوه شيبه په ځغلنده نظر دبابا ماشوم توب له خپل هغه سره پر تله كړي ٠ اوفكر كوي چې هغه خپل ماشوم زوى ويني دهغه په ولو ايښی لرگې هم وينې چى دگډو دڅرولو له پاره يي په اوږو ايښى دي ٠ اوپه همدې لړ كې ماشوم خپل سيوري دماسپښين دلمر په سيوري كي وينې اوخپله لويي اوعظمت نه هم سترگي نه پټوي اودا ځكه چې مور يي ورته په للو كې ويلي اواوداماشوم يي په داسې للوويده كړي چې تل به اوس دپلار شملې ته گوري كنه نو څه ځواب به وايي؟ :

پردى

تاوده بادونه به مې مټې تاوكړي

رنگ به مې تور واړوي

په اننگو به مې دشاړو مساپرې سيلئ

تورې تغمې جوړې كړي

خو :

بڼه ستاد شنه لښتې په غاړه

دغه بې سډ سيوري ته نه كښينمه ۱۹-۶-۹۲

۳-شاعر اواسطوره :

اسمانونه مې پيدا كړه

(( په هر څه کې انسان له انسان سره سروکار لري خو په شعر کې انسان خدای ته پنجه ورکوي .)) استيون سپندر معاصر انگليسي شاعر .

دادشاعر نسبتا اوږود شعر دى ٠ دا په واقعيت كې يوه اسطوره ده ٠ دخلقت اسطوره ٠ په دې اسطوره كې شاعر روايت كوي ٠ هغه څه چې ويل شوي دى هغه په ډاگه كوي ٠ پرته له دې چې شاعر له هغه ويل شويو سره شخړه وكړي ٠ اوقضاوت وكړي يوازې دراوي نقش لوبوي خو په ډير ماهرانه اوشاعرانه ژبه داسطوري روايت داسې جوتوي چې گواكې دهستوونكې انصاف اوعدالت په تله كې ږدي اوهغه لوستونكي ته پر مخ كې ږدي

٠ دغه ځمكه به خپه کړم

كه ياغي چيری انسان شي

يا به زما خاورين ته سرږدي

يا به ستا نامه شيطان شي

خاوند څو وارې داويلي

شاعر په دې شعر كې له پوره احتياط نه كار اخلي ٠ غور كوي به يي اوهغه څه وايي چې دويلو نه دي ٠ يا ددود سره خلاف كار دى ٠ ځكه نو يو ډول بغاوت شته ٠

۱

٠٠خاوند څو وارې داويلې

اسمانونه مې پيدا كړه

دغه وچې داسيندونه مې پيدا كړه

كورنۍ دااولسونه

۲

څوك له خړو خاورو پاڅوم

چاته خاوري ورپه سر كړم

دچا سل لمرونه وژنم

چاته لاس كې ډيوه لمر كړم

٠٠ خاوند څو وارې داويلې ٬

اسمانونه مې پيدا كړه

۳

تاسو نه ليده چې څنگه

ما دلوط امت تباه كړ

دموسىا كيسه مو هيره

چې فرعون ته مې بلا كړ ٠٠

خاوند ٬٬ څو وارې داويلې

اسمانونه مې پيدا كړه

۴

ړنگوم بابل له سره

په تزار كومه كانې

څوك ژوندی په ځمكه ښخ كړم

په چا واوروم كاڼي

خاوند څو وارې داوېلي

اسمانونه مې پيدا كړه

۵

يا زما له ځمكې ووځه

يو بل رب ځان له پيدا كړه

دااسمان هم زما چت دى

بل نسب ځانله پيدا كړه

خاوند ٬٬ څو وارې داويلې

اسمانونه مې پيدا كړه

۶

دغه ځمكه به خپه کړم

كه ياغي چيری انسان شي

يا به زما خاورين ته سرږدې

يا به ستا نامه شيطان شي

خاوند څو وارې داويلې

اسمانونه مې پيدا كړه ۲۵ ۲۷ مخونه

 

۴-شاعر اوزړه تنگی

پيوند كله هم دعمر اويوه نسل دژوند داستان په حسرت سره په څو شيبه ييزو انځورونو اوتصويرونو كې كاږي ٠ هغه په شعر كې هغه تجربه هم گوري كومه چې خپله ځواني اوزلميتوب يې هم په كې داو كړ٠ هغه ددغه داو كړې متاع چې اوس دده له لاسه تللې د ه اوشيبه په شيبه دده له سترگو پناه كيږي ورته ځير دی ورته گوري ٠ خو دى ( شاعر ) څه كولى شي اوڅه بايد وكړي ؟ هيڅ نه شي كولى اوهيڅ نه كوي يوازې دبې خونده اوعبث ژوندانه دوركې متاعه پسې په تنگو اوتورتمو دهليزونو كې سترگي دې خوا اواخوا اړوي ٠ خو هغه اوس چيرته ده هغه دسترگو په رپ كې پناه شوه ٠

دا شعر لولو

لكه ټوكه

ديوه كلي هديره كې

دوه خواږه ماشومان ناست و

دوه ناپايه

لكه دوه همزولي لارى

يوه بل ته ويل گوره

ستا ياديږي هلته كلي شنې درې اوجوماتونه

ا بل ووى

ستا ياديږي

ا زموږ دشگو لوبې

او زموږ ه خړ كورونه

ا وختونه ليوني شول دپيړو خبرې وايي

ماشومان مو شو سپين ږيري دزړو خبرې وايي ۲۸ مخ

دمورپه لاندي شعر كې پيوند يوه شخصي تجربه چې دهغه دنسل سره پيوند لري هستوي ٠ دې يو غير ښاري زده كوونكى دى ٠ لكه هر كليوال چې په ۳۰ او۴۰ كلونو كې دزده كړې اوتعليم له پاره مركز ته رهي كيده ٠ اوديوه بيوزلي كورنۍ دمور اوپلار اسره به وه هغه به يي ورته په لاس كې كيښوده ٠ پيوند هم دغه تجربه بيان كړي ده خو ايا دغه دټولو ليليه زده كوونكو اوكليوالو زلمو تجربه نه ده ؟ ايا دغه دهغو ټولو سربازانو چې دمکلفيت دورې له پاره به دقران لاندې تيريدل تجربه نه ده ؟ چې ده. خو پيوند دې تجربي ته دعاطفي اواحساس سختې غوټي اچولي دي اوهغه نوره هم مضبوطه كړي ده ٠

مورى

لا تخنيده مې دلاسو ياديږي

چې تا به پټې درې څلور روپۍ زما منگول كې دسفر كيښودې

تا ټولې كړې په څه زور روپۍ

مورې خوږه اروا به تا راكړه

بيا به دسيوري دقران تير شوم

خور به مې څه دمينې اوښكې راكړي

دپلار په خوا به لكه ځوان تير شوم

په ټوله لار به ستا څيره مخې ته

راسره مله وه تر كابله پوري

راياديدې به ستا خوږې خبرې

له وړوكتوبه ان تر ننه پورې

دمينې كور اودپلار جان خبرې

پام كوه بدو سره ونه گرځې

گوره وانه ورې دشيطان خبري

گوره دا يوځلې مې ځوان كړه ربه

چې دپلار جان سره وعده پوره كړم

مورته كيسې دټولې لارې وكړم

دهغې خوارې انديښنه پوره كړم

مخ۱۰۸

 

۵-شاعر اوشيبې :

شاعر دخپلي دې ټولگې پ وروستۍ برخه کې ځينې لنډ انځورونه دشعرونو پ قالب کې هم لري . ځينې کسان فکر کوي چې دا شعرونه نيمگړي دي . اوځينې وايي شاعر په دې شعرونو کې له موږ لوستونکو سره دانځورونو په ږبه خبرې کوي . لکه :

درنه شيبه

كله ځان له تا ژړلي

كله كله ځان له شوي

چې اروا دزړه دې مړه وي

اويوازې ورته ژاړې

۱۱-۱۰-۲۰۰۰

 

لمونځ

اوبه يي تيرې كړې په ږيره

لاس يي پريمنځلو

ژبه په پاكه پاكه

خو :دسبا دوينو څاڅكى په لمن پاتې شو ۱۱-۶-۰۶

دپای خبره : موږ دپيوند په شعر باندې له پيل نه څه نه وايو . دادپيوند په شعر باندې دژوند په يوه مقطع کې تميدنه ده . دکډوالي غربت يوازيوالي دتيرو يادونو حسرت اوافسوس اوبالاخره په دې لړ کې دشاعر اودژوندانه دپاې اودبې مانا مضمون تر منځ شخړه . موږ دپيوند شعر په دې مقاله کې يوازي په اوسنۍ شيبه کې وڅيړه . نه دهغه دځوانۍ اودزلميتوب په دوران کې نه دهغه بيروني کرکتر داظهار دشيبو شعرونه . بلکې داوسنيو شيبو شعرونه چې دژمي شپه پرې کال تيريږي اوداوړي دماسپښين شيبې په زړه تنگۍ سره شماري اودزهرو دگوټ په څير يي تر ستوني تيروي .