نشر در آسمایی : 21.12.2012

عبدالهادی هادی

 

 

تنده

ډیره موده وشوه ، خپل نظر خو راته ووایه

یو ځلې جانانه ، د زړه سر خو راته ووایه

ما دې له ښایسته، د ځوانۍ غرور لوګی کړلو

ته هم مهربانه شه، نوکر خو راته ووایه

ډیره زمانه شوه، چې د ښې خبرې تږی یم

ځان خو راته ووایه، ځیګر خو راته ووایه

غواړم په کچکول کې، ترنم په ذکات یوسمه

څو ښکلي شعرونه، په هنر خو راته ووایه

سخت د پسرلو د قتلیدو، له کیسو ستړي یو

راشه د وحشت د پای، خبر خو راته ووایه

ستا چې د غزل او د سرود، جاګیر په لاس کې دی

 خیر دی خوږ غزل، د ګډ سفر خو راته ووایه!

 

۲۴/۲/۲۰۱۲

سیډني/اسټرالیا



 

***

آسمایی کی نور خپره شوی
شعرونه

- ته سرود د خدای د نظم...

- کعبه

- تللې زمانه

- ځواني

- انجام

- اخ چې لنډې فاصلې وای...

- څه که پسرلی شو؟

- ستا به باور نه راځي...!

- ویرنه